په کابل کې د برېتانیا ځانګړي استازي او د طالبانو د مشر مرستیال لیدنه؛ د کډوالو او بشري بحران پر حالاتو خبرې اترې
په کابل کې د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارد لینزي د طالبانو د رییسالوزرا مرستیال مولوي عبدالکبیر سره مهمه لیدنه ترسره کړې ده. دا ناسته په داسې حال کې شوې، چې افغانستان له سختو بشري ستونزو، طبیعي پېښو او د بېرتهراستانه شویو کډوالو له زیات فشار سره مخ دی
د دواړو لورو ترمنځ د خبرو اصلي محورونه د کډوالو د ستونزو، د بشري مرستو اړتیا او د سیمې د امنیتي وضعیت ته ځانګړی شوي وو. ریچارد لینزي د طالبانو او پاکستان تر منځ د وروستي تفاهم هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې باید په سیمه کې یو دائمي او باثباته اوربند رامنځته شي، څو افغانان د سولې او ډاډ ساه واخلي
نوموړي زیاته کړه، چې د طبیعي پېښو لکه زلزلو او سېلابونو ترڅنګ د زرګونو بېرتهراستانه شویو افغانانو راتګ د افغانستان د بشري اړتیاوو کچه لوړه کړې ده او نړیواله ټولنه باید په بیړني ډول د بشري مرستو کچه زیاته کړي
په ځواب کې، مولوي عبدالکبیر وویل چې د طالبانو اداره د خپلو شتو امکاناتو له مخې د بېرتهراستانه شویو کډوالو د ځای پر ځای کولو او مرستې هڅه کوي. هغه له برېتانیا وغوښتل چې د کډوالو لپاره د استوګنې ښارګوټي جوړ کړي، د کار زمینې برابرې کړي او په بشري برخه کې پراخ ملاتړ وکړي
د لیدنې فضا د متقابل درناوي او تفاهم ډکه بلل شوې ده. شنونکي وایي، دا ډول ناستې کولی شي د افغانستان او لوېدیځو هېوادونو تر منځ د اعتماد او خبرو اترو نوې فضا رامنځته کړي، په ځانګړي ډول که دواړه لوري د افغان ولس د ګټې او بشري ارزښتونو پر بنسټ عمل وکړي
د څارونکو په باور، دا ډول دیپلوماټیک تماسونه ښيي چې نړیواله ټولنه لا هم د افغانستان له خلکو سره د مرستې او اړیکو د دوام غوښتونکې ده