د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو: امریکا غواړي له پاکستان سره ستراتېژیکې اړیکې پراخې کړي، خو د هند ګټې به خوندي پاتې شي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي، متحده ایالات غواړي له پاکستان سره خپلې ستراتېژیکې اړیکې نوره هم پراخې کړي، خو دا به د هند د ګټو او دریځ په زیان نه وي
روبیو د یوې خبري ناستې پر مهال څرګنده کړه چې واشنګټن د سویلي آسیا په سیمه کې د متوازن سیاست د ساتلو لپاره کار کوي، څو له ټولو هغو هېوادونو سره ګډې همکارۍ ولري چې له امریکا سره ورته موخې او ګډې ګټې لري
هغه زیاته کړه:
موږ له پاکستان سره د ستراتېژیکو اړیکو د پیاوړتیا یو مهم فرصت وینو
دا د امریکا د پراخې بهرنۍ تګلارې یوه برخه ده، څو له هغو هېوادونو سره ګډ کار وکړو چې له مونږ سره ګډ اهداف او ارزښتونه لري
د نوموړي په وینا، پاکستان د سیمهییز ثبات، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې او اقتصادي پرمختګ په برخه کې یو مهم شریک ګڼل کېږي، او امریکا غواړي دا اړیکې د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ لا پیاوړې کړي
هغه ټینګار وکړ چې واشنګټن د هند د ستراتیژیک اهمیت او سیمهییز رول ته هم ژور درناوی لري، او غواړي د دواړو هېوادونو سره اړیکې داسې وساتي چې د سیمې توازن او ثبات ته زیان ونه رسوي
د روبیو دا څرګندونې په داسې وخت کې مطرح کېږي چې د هند او پاکستان اړیکې لا هم ترینګلې دي، او سیمهییز سیاستوال د امریکا دریځ ته په دقت ګوري
شنونکي باور لري، د امریکا نوې هڅې ښيي چې دغه هېواد غواړي د سویلي آسیا د سیاست په ډګر کې د «رقابت پر ځای د همکارۍ» تګلاره پلي کړي، څو له یوې خوا د هند سره د ملګرتیا اړیکې وساتي او له بلې خوا د پاکستان له لارې سیمهییز ثبات ته وده ورکړي
د نړیوالو چارو یو شمېر کارپوهان وايي، که واشنګټن وکولای شي دا متوازن دریځ په بریالیتوب وساتي، نو نه یوازې به د سیمې امنیت ته مثبته وده ورکړي، بلکې د امریکا د نفوذ لپاره به یو نوی ډیپلوماتیک فصل هم پرانیزي