news اخبار فوری
clock

په ملګرو ملتونو د جوړېدو په ۸۰م تلین؛ یوناما له نړۍ وغوښتل چې د افغانستان حالت ته جدي پاملرنه وکړي

په ملګرو ملتونو د جوړېدو په ۸۰م تلین؛ یوناما له نړۍ وغوښتل چې د افغانستان حالت ته جدي پاملرنه وکړي

کابل – د جمعې په ورځ (د اکتوبر ۲۴مه) چې د ملګرو ملتونو د ورځې او د دې نړیوال سازمان د ۸۰مې کلیزې سره برابره ده، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان ولس د نه ختمېدونکو کړاوونو او بشري ناورین پر وړاندې خپلې هڅې زیاتې کړي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش په دې مناسبت خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې دا سازمان په تېرو اتیا کلونو کې د سولې د ټينګښت، د فقر او لوږې پر وړاندې د مبارزې، د بشري حقونو د ودې او د یو پایداره نړۍ د جوړولو لپاره هڅې کړې دي

ښاغلي ګوترش زیاته کړې:

«نن ورځ، تر هر بل وخت زیات، نړۍ ګډو ارادې او ژمنې ته اړتیا لري. هغه ننګونې چې بشریت ورسره مخ دی، هېڅ هېواد نه شي کولای یوازې حل یې کړي؛ دا یوازې د ګډو هڅو په مټ ممکن دي

په همدې مهال، یوناما په خپل پیغام کې ټینګار کړی چې د افغانستان د خلکو ترڅنګ د یو دوامدار او باور وړ شریک په توګه پاتې کېږي. دغه دفتر ویلي، سره له ټولو ننګونو، د افغانانو ملاتړ د دوی د نړیوال ماموریت یوه مهمه برخه ده

افغانستان لا هم له سختو اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ دی، خو ملګري ملتونه د افغان ولس د مرستې، هوساینې او باعزته ژوند لپاره ژمن دي

د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو سازمان د دوهمې نړیوالې جګړې وروسته، د ۱۹۴۵ کال د اکتوبر په ۲۴مه نېټه د سولې او نړیوال عدالت د ټينګښت په موخه جوړ شو، او تر نن ورځې یې د نړۍ د بېلابېلو بحرانونو په مهارولو او د ملتونو ترمنځ د همغږۍ په رامنځته کولو کې مهم رول لوبولی دی

 اوس، د ملګرو ملتونو د اتیا کلنې تجربې وروسته، افغانستان یو ځل بیا د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د دې سازمان له دوامدارې پاملرنې او همکارۍ پرته یې راتلونکی له بې‌باورۍ او کړاو ډک ښکاري

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto