ترکيې د پاکستاني پلاوي د بېرته راستنېدو ډاډ ورکړ – د کابل او اسلاماباد د اوربند خبرې ښايي بېرته پیل شي
ترکي چارواکو د سولې او ثبات د هڅو په دوام کې د پاکستاني پلاوي د بېرته راستنېدو ډاډ څرګند کړی دی. باوري سرچینې آریانا نیوز ته ویلي، چې انقرې له اسلاماباده غوښتي، ترڅو د خپل پلاوي استازي یو ځل بیا استانبول ته واستوي او د خبرو اترو لړۍ له افغان استازو سره بېرته پيل کړي
د سرچینو په وینا، ترکيې همدارنګه له افغان پلاوي غوښتنه کړې، چې د خبرو د بیا پیل تر وخته په استانبول کې پاتې شي. دا ګام د دې نښه بلل کېږي، چې انقره غواړي د کابل او اسلاماباد ترمنځ د تاوتریخوالي د کمېدو او احتمالي اوربند د لارې د هوارېدو منځګړیتوب ته دوام ورکړي
اوسمهال تمه کېږي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوربند خبرې ژر بېرته په استانبول کې پيل شي – هغه ښار چې له څو اوونیو راهیسې د دې نازکو خبرو کوربه پاتې شوی دی
سرچینو وړاندې ویلي، چې نن د ځایي وخت له مخې د غرمې شاوخوا ۱۲ بجې پرته له دې چې خبرې کومې څرګندې پایلې ته ورسېږي، د پاکستان پلاوی بېرته اسلاماباد ته ستون شوی
خو د ترکيې تازه هڅې دا هیله ژوندۍ ساتي، چې د سیمې دوه مهم هېوادونه یو ځل بیا د خبرو مېز ته کېني او د اوربند، سرحدي امنیت او سیمهییزې همکارۍ په اړه یو عملي تفاهم ته ورسېږي
شنونکي باور لري، که دا خبرې بېرته پيل شي او د دواړو لورو نیت رښتینی وي، نو دا به نه یوازې د کابل او اسلامآباد اړیکو ته نوې هیله ورکړي، بلکې د سیمې د ثبات او باور فضا ته هم مثبته وده ورکړي
پاسخ دهید
لغو پاسخاخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
234
-
مقاله
47
-
سیاست
9
-
Uncategorized
8
نظر اخیر
-
توسط Anonymous
بیشک
-
توسط Anonymous
تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون
-
توسط Anonymous
ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي