د هند د دفاع وزیر راجنات سنګ د خپلې نوې وینا پر مهال یو ځل بیا د هېواد د دفاعي ځواک د لا پیاوړتیا او چمتووالي ټینګار کړی دی. هغه ویلي، هند باید هېڅکله هم د جګړې د احتمالي خطرونو په وړاندې بېپروا پاتې نه شي، ځکه د نړۍ روان وضعیت ښيي چې هره شېبه ناڅاپي بحران رامنځته کېدای شي.
سنګ زیاته کړې، د مې میاشت کې له پاکستان سره څلور ورځنۍ جګړه د دې څرګند ثبوت دی، چې د جګړې اور کولای شي هر وخت بل شي او هېڅ هېواد باید د ارامۍ په خوب ونه ویده شي
نوموړي په خپلو څرګندونو کې ټینګار وکړ، چې هند به یوازې هغه وخت د سیمې او نړۍ په کچه خپل وقار وساتي، که د خپل کورني دفاعي سیستم بنسټونه لا پیاوړي کړي او د پوځ د عصري کولو لړۍ نوره هم چټکه کړي
د دفاع وزیر په وینا، هېوادونه چې د امنیت او دفاع په برخه کې ځانونه کمزوري پرېږدي، د دښمن د ناڅاپي بریدونو تر ټولو اسانه هدف ګرځي. هغه وویل: «موږ باید تل د جګړې د حالت لپاره چمتو واوسو، ځکه سولې ته د لارې ساتنه هم له ځواک څخه تېرېږي
شنونکي وایي، د راجنات سنګ دا څرګندونې په داسې مهال راځي، چې د هند او پاکستان اړیکې یو ځل بیا د سرحدي ترینګلتیا له امله تر سیوري لاندې راغلي دي
هندي پوځ هم په وروستیو کې د نوې وسلې او ټکنالوژۍ د رامنځته کولو اعلان کړی، چې موخه یې د هېواد د دفاعي دیوال لا پیاوړتیا ښودل شوې ده
په ټوله کې، د راجنات سنګ دا پیغام یو جدي یادونه ګڼل کېږي، چې هند غواړي نه یوازې د جګړې لپاره بلکې د سولې د خوندي ساتلو لپاره هم د ځواک په ډګر کې برلاسی پاتې شي
پاسخ دهید
لغو پاسخاخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
234
-
مقاله
47
-
سیاست
9
-
Uncategorized
8
نظر اخیر
-
توسط Anonymous
بیشک
-
توسط Anonymous
تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون
-
توسط Anonymous
ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي