news اخبار فوری
clock

گلبدین حکمتیار: ولی افغانان سپكاوي سره ايستل كېږي او پرهېواد یې د برید ګواښونه کېږي؟

گلبدین حکمتیار: ولی افغانان سپكاوي سره ايستل كېږي او پرهېواد یې د برید ګواښونه کېږي؟

ګلبدین «حکمتیار» د پاكستان پارلمان ته پرانستى ليك

ولی افغانان سپكاوي سره ايستل كېږي او پرهېواد یې د برید ګواښونه کېږي؟

 

بریانیوز:(سه شنبه۶ عقرب/لړم)ګلبدین حکمتیار، د حزب اسلامی افغانستان رهبر په «پاکستاني پارلمان ته پرانستې لیک» کې د پاکستان پرهغو سیاستونو سخته نیوکه کړې چې افغان مهاجرینو ته “نمک‌حرام” وایي او په زور، سپكاوي او اهانت سره ايستل كېږي او د هغوی کورونه ورانوي.


ښاغلی حکمتیار لیکلی: دوه مسلمان گاونډي هېوادونه د خطرناك جنگ په درشل كي دي، څو میليونه مهاجرين په زور، سپكاوي او اهانت سره ايستل كېږي او كورونه ئې په بلدوزرو ورانېږي، د ترحم، مروت او انساني اخلاقو خلاف؟! نه پوهېږو د پاكستان پارلمان ولي د دې حساس وضعيت په اړه واضح او قاطع دريځ نه لري، او د بدو پايلو مخنيوى نه كوي؟!

حکمتیار پخپل مقاله کی پاکستان ته دامریکا د دوه مخی سیاست( په ظاهرتشویق اوپه پته غندنه) یادونه کوی او وایی: نن همغه مخكينۍ تجربه بيا تكرارېږي، د افغانستان او پاكستان تر منځ د جنگ په ارتباط په څرگنده يوه خبره او په پټه د هغې سل په سلو كي خلاف بله خبره!! 

حکمتیارپخپل مقاله کی زیاته کړې:« یوه داسې سرلوړې ملت ته سپکاوی او پر هېواد یې د برید ګواښونه کېږي چې د همدغو ګاوندیو هیوادونو د غلطو سیاستونو قرباني شوي،

هغه پوښتنه کړي چې ولې د ترحم او انساني اخلاقو خلاف څو میلیونه مهاجرین په زور، سپکاوي او اهانت سره ایستل کېږي او کورونه یې په بلدورزو ورانېږي؟»

 

د ښاغلی حکمتیار په مقاله کی  راغلی:« ولي هغه څه كېږي چي هند ئې غواړي؟ ولي د (بي ال اې) او (ټي ټي پي) غچ له افغان مسلمان ولس او افغان مهاجرينو اخيستل كېږي؟ په پاکستان کی د مخالفو جنگیالیو عمليات خو هغه مهال پيل شوي چي د ناټو ځواكونه لا په افغانستان كي وو، همغه محال امريكا هند ته اجازه وركړې وه چي د پاكستان مخالف وسله وال وروزي او وپالي. »

حکمتیار زیاته کړی:« د پاکستان دولت د افغانانو د مهاجرت په فاجعه کی شریک دی ځكه د افغانستان په اشغال كي ئې د امريكا بشپړه مرسته وكړه، د امريكا بريد هم د پاكستان د فضاء او زمكي له لاري وو»

هغه وایی:« كه د شوروي ځواكونو له وتلو وروسته په افغانستان كي د افغان ولس د خوښي حكومت جوړ شوى واى او اسلام آباد د (كي جي بي) او (سي آى اې) د خوښي ائتلاف ملگرتيا او مرسته نه واى كړې، نو نه به مهاجرين تر ننه په پاكستان كي پاته شوي وو، نه به خبره د امريكا له لوري د افغانستان شل كلن اشغال ته رسېدله او نه به نن پاكستان او افغانستان د خونړي خپلمنځي جنگ په درشل كي وو.»

ښاغلی حکمتیارلیکی:« كه مخكيني مهاجرين په پاكستان كي پاته شوي او كه د امريكا له لوري تپل شوي جنگ له امله نور مهاجرين پاكستان ته تللي، اسلام آباد ئې په مسئوليت كي شريك دئ، ځكه د افغانستان په اشغال كي ئې د امريكا بشپړه مرسته وكړه، د امريكا بريد هم د پاكستان د فضاء او زمكي له لاري وو او اكمالات ئې هم د پاكستان له لاري، جنرال پرويز مشرف څومره افغانان لاس تړلي امريكا ته وسپارل؟ كه د شوروي ځواكونو له وتلو وروسته په افغانستان كي د افغان ولس د خوښي حكومت جوړ شوى واى او اسلام آباد د (كي جي بي) او (سي آى اې) د خوښي ائتلاف ملگرتيا او مرسته نه واى كړې، نو نه به مهاجرين تر ننه په پاكستان كي پاته شوي وو، نه به خبره د امريكا له لوري د افغانستان شل كلن اشغال ته رسېدله او نه به نن پاكستان او افغانستان د خونړي خپلمنځي جنگ په درشل كي وو.»

ښاغلی حکمتیارد خپل مقالی په لړکی هغه لوی نظامی او سیاسی خطرونه چه د پاکستان دولت متوجه وو اشاره کوی او وایی:«شوروي به پر پاكستان له غرب بريد كولو او هند له شرق، او د پاكستان دننه به روس پلو او هند پلو گوندونو همغه څه كول چي د دوى ملگرو په افغانستان كي وكړل، نه پوهېږم هغه چي نن افغانانو ته د نمك حرام خطاب كوي دا ئې په ياد ده كه نه چي دغو ډلو د پاكستان په ښارونو كي سره بيرغونه رپول او پاكستان ته د شوروي ځواكونو د راتلو لپاره نڅېدل؟.

ښاغلی حکمتیار وروسته ایران وضعیت ته اشاره کوی او وایی:« تاسو به حتماً خبر يئ چي ايران هم تر پاكستان زيات افغان مهاجرين وايستل، خو نن ئې د كابل له حكومت غوښتي چي دوه لكه  افغانان د كارگرانو په نامه ايران ته واستوي، هرعقلمن او د سيمي له حساس وضعيت باخبر وگړي ښه پوهېږي چي د دې تصميم تر شا څه دي؟!» هغه وایی: د دې سيمي جنگي فضاء، ايران ته د امريكا او اسرائيل گواښونه، كابل ته د پاكستان د بريد اخطارونه او... د دې باعث شوي چي تهران له كندهار سره دا معامله وكړي، ډېر تحليلگران داسي انگېري چي دا د افغانستان او ايران له جنگي حالت سره تړاو لري. »

ښاغلی حکمتیار د مقالی په وروستی برخه پاکستان ته په خطاب وایی:« د پاكستان وسله وال مخالفين نه طالبانو رامنځته كړي او نه كوم بل افغاني لوري، د شل كلن اشغال په دوران كي فعال شوي، كه هند كومي ډلي پاللي او روزلي، نو پړه ئې پر امريكا ده چي هند ته ئې د افغانستان له لاري د پاكستان خلاف د استخباراتي فعاليتونو اجازه وركړې وه، كه پاكستان په دې اړه له چا گيله كوي نو هغه بايد امريكا وي نه افغانان.»

گلبدین«حکمتیار» د حزب اسلامی امیر په پای کی د پاکستان دولت نه غوښتنه کړی چه د افغانستان په اړه رغنده او ثابت سیاسی تگلاره غوره کړی ترڅو د يو د بل په كورنيو چارو كي له مداخلاتو او د وسله والو مخالفينو له حمايت او ملاتړ پرته په عالانه او معقوله توگه خپل تول مشکلات حل کړی.

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto