په استانبول کې د طالبانو او پاکستاني لوري خبرې بېپایلې پای ته ورسېدې – دواړه خواوې یو بل ملامتوي
په استانبول کې د طالبانو د حکومت او د پاکستاني استازو ترمنځ د اوږدمهاله اوربند په هدف خبرې، له څو ورځو بحثونو وروسته، بېپایلې پای ته رسېدلې دي. د دواړو خواوو ترمنځ د نظر ژور اختلاف د دې سبب شوی، چې د سولې او همکارۍ خبرې بېنتیجې پاتې شي
پاکستاني چارواکو رسنیو ته ویلي، د خبرو پر مهال د طالبانو د حکومت استازو ونه شوای کولای، چې اسلاماباد ته دا ډاډ ورکړي چې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوونکي وسلهوال به له خپلې خاورې څخه مهار او یا هم شړل کېږي. د هغوی په وینا، د طالبانو دریځ مبهم و او د پاکستان د امنیتي اندېښنو په اړه یې څرګند ضمانت ورنهکړ
په ځواب کې د طالبانو حکومت ویلي، د خبرو د نهپرمختګ اصلي لامل د پاکستاني لوري نامنطقي غوښتنې" وې. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې ویلي
پاکستان غوښتل موږ د هغوی د داخلي جګړو مسؤلیت پر غاړه واخلو، خو دا غوښتنه له واقعیت لرې ده. موږ د خپلې خاورې امنیت ته ژمن یو، خو د ګاونډي د ستونزو حل زموږ مسؤلیت نه دی
سرچینې زیاتوي، چې د خبرو پر مهال ترکیې هڅه وکړه منځګړیتوب وکړي او دواړه لوري د خبرو د دوام قانع کړي، خو د اختلافونو د ژورتیا له امله دا هڅه هم بېپایله پاتې شوه
دا خبرې د سیمې لپاره ډېرې مهمې ګڼل کېدې، ځکه تمه وه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمېدو، د سرحدي امنیت او د وسلهوالو د فعالیتونو د مهار په اړه یو عملي تفاهم رامنځته شي
شنونکي وایي، د خبرو د ناکامۍ دا پړاو ښيي چې د کابل او اسلاماباد اړیکې لا هم له بېاعتمادي ډکې دي.
د سیمه ییزو چارو کارپوه وایي
پاکستان غواړي طالبان په ښکاره د تحریک طالبان پاکستان (TTP) پرضد ودروي، خو طالبان هڅه کوي دا موضوع له سیاسي لارې حل کړي، نه د پوځي فشار له لارې
اوس د تمې وړ ده، چې ترکیه یو ځل بیا د دواړو لورو د نږدې کولو لپاره هڅې پیل کړي. خو د څارونکو په باور، تر هغې چې دواړه خواوې یو بل ته د عملي اقدام ډاډ ورنهکړي، د اوربند خبرې به همداسې بېپایلې پاتې شي