news اخبار فوری
clock

د پاکستان د دفاع وزیر سخت خبرداری ورکړی: “که بریدونه دوام وکړي، طالبان به د غارونو پر لور وتښتېږي

د پاکستان د دفاع وزیر سخت خبرداری ورکړی: “که بریدونه دوام وکړي، طالبان به د غارونو پر لور وتښتېږي

اسلام‌اباد – د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف د چهارشنبې په ورځ په یوه تند بیان کې خبرداری ورکړی، چې د افغانستان له لوري د سرحدي بریدونو دوام به «درنې او نه جبرانېدونکې پایلې» ولري 

آصف ویلي، اسلام‌اباد نور د «خیانت» او «تمسخر» زغم نه‌لري او که له بلې غاړې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه ونه‌درېږي، هېواد به اړ شي چې پرېکنده پوځي اقدام وکړي

د هغه په وینا، پاکستان ته د دې اړتیا نشته چې د خپل پوځي ځواک بشپړ ظرفیت وکاروي، بلکې د هغه یوه کوچنۍ برخه هم «کافي ده» چې د طالبانو حکومت بشپړ له منځه یوسي او هغوی بېرته «غارونو ته د پناه اخیستلو» ته اړ کړي

دغه څرګندونې د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ د زیاتېدونکي تاوتریخوالي او بې‌باورۍ په فضا کې شوي دي. پاکستان په وروستیو اوونیو کې پر طالبانو تور پورې کړی، چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) وسله‌والو ته یې د خوندي پناه ځایونو زمینه برابره کړې او له افغانستانه د پاکستان پر پوځ بریدونه تنظیمېږي 

په مقابل کې، د طالبانو حکومت دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي، چې د افغانستان له خاورې هېچا ته د ګاونډي پر ضد د کار کولو اجازه نه‌ورکوي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه سرچینه وايي:

پاکستان هڅه کوي خپل داخلي امنیتي ستونزې پر افغانستان ور واچوي، خو موږ له هر ډول جګړې او کړکېچ څخه ډډه غواړو

سیاسي شنونکي باور لري، د خواجه آصف دا څرګندونې د فشار یوه نوې مرحله ده، چې ښايي د اسلام‌اباد د پوځي محاسباتو نښه وي.

 د دفاعي چارو شنونکي وایي:

دا ډول ګواښونه د دواړو هېوادونو اړیکې لا خرابولی شي. د خبرو له لارې د ستونزو حل ممکن دی، خو پوځي ژبه یوازې بې‌ثباتي زیاتووي

په ورته مهال، د سیمې څارونکي خبرداری ورکوي، که د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د باور فضا بېرته رامنځته نه‌شي، د سرحدي تاوتریخوالي سلسله به د سیمه‌ییز امنیت لپاره جدي خطر رامنځته کړي

د خواجه آصف دا څرګندونې یو ځل بیا د دې نښه ګڼل کېږي، چې د افغانستان او پاکستان اړیکې له حساس پړاو سره مخ شوې دي – داسې پړاو چې د یو کوچني تېروتنې پایله هم د پراخ کړکېچ سبب کېدای شي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto