د خیبر پښتونخوا د کرم په سیمه کې د وسلهوالو یو برید د پاکستان د پوځ لپاره یو له وروستیو درنو تاوانونو څخه بلل کېږي. امنیتي سرچینې وایي، دا برید د دوشنبې په ماښام هغه مهال ترسره شو، چې د پوځ یو کاروان د سیمې له غرنیو لارو تېرېده
د معلوماتو له مخې، وسلهوالو د پوځ پر یوه پوځي موټر ډزې وکړې او وروسته یې درې نور موټر هم وسوځول. په دې برید کې لږ تر لږه شپږ پاکستاني سرتېري وژل شوي او دولس نور ټپیان دي، چې د ځینو حالت د اندېښنې وړ بلل کېږي
یو امنیتي چارواکي د نوم نهښودلو په شرط ویلي، چې بریدګرو د درنو وسلو او راکټونو کارولی او له برید وروسته یې له سیمې تېښته کړې ده. هغه زیاته کړې
د برید شدت دومره زیات و، چې د پوځ څو موټر په بشپړ ډول له منځه ولاړل. اوس د سیمې چاپېره پراخ عملیات پیل شوي دي
د پېښې له ځایه راپوروته انځورونه ښيي، چې د پوځ سوځېدلي موټر لا هم د لارې پر غاړه ولاړ دي او امنیتي ځواکونه د پېښې څېړنه روانه ساتي
د کرم سیمه، چې د افغانستان پولې ته نږدې ده، له اوږدې مودې راهیسې د وسلهوالو د فعالیتونو او نښتو له تودو نقطو څخه ګڼل کېږي. د دې سیمې غرنی جوړښت او د پټو لارو موجودیت د امنیتي ځواکونو لپاره د کنټرول جدي ستونزې جوړې کړې دي
تر اوسه هېڅ ډلې د برید مسؤولیت نهدی منلی، خو د سیمې اوسېدونکي وایي، په وروستیو اوونیو کې د پوځ پر ګزمې او پوستو بریدونه ډېر شوي دي
شنونکي باور لري، چې دا ډول پېښې د پاکستان د شمالي سیمو د ناامنیو د دوام ښکارندوی دي.
د پوځي چارو شنونکی عارف یوسف وایي:
په داسې حال کې چې پوځ هڅه کوي په قبايلي سیمو کې د وسلهوالو فعالیتونه مهار کړي، خو دا ډول بریدونه ښيي چې وسلهوال لا هم د بریدونو وړتیا لري او د پوځ پر وړاندې مقاومت کوي
له پېښې وروسته د پوځ ویاند تر دې دمه رسمي څرګندونې نهدي کړې، خو ځايي رسنیو ویلي، چې د ټپیانو د درملنې لپاره پوځی چورلکې سیمې ته استول شوې دي
د کرم دا برید د هغو خونړیو پېښو تسلسل ته ورته بلل کېږي، چې په وروستیو میاشتو کې په شمالي وزیرستان، باجوړ او سوات کې د پاکستاني پوځ پر ځواکونو ترسره شوي دي
په سیمه کې اوس امنیتي وضعیت ترینګلی دی او د پوځ عملیات لا هم دوام لري. د خلکو تر منځ وېره خپره شوې او ګڼې کورنۍ له خپلو سیمو د خوندي ځایونو پر لور روانې شوې دي
دغه تازه برید یو ځل بیا پوښتنې راولاړې کړي، چې د پاکستان د پوځ د سختو عملیاتو باوجود، ولې لا هم وسلهوال د هېواد د قبایلي سیمو په غرونو او درو کې دومره قوي حضور لري