 
    
د طالبانو لهخوا ټاکل شوی سفیر په اسلاماباد کې، سردار احمد شکیب، ویلي چې د پاکستان لهخوا د افغان کډوالو جبري ایستل د سختې بشري فاجعې بڼه خپله کړې ده
د طالبانو سفارت د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۸مه) په یوه اعلامیه کې د شکیب له قوله ویلي، اوس مهال په پاکستان کې شاوخوا ۱۰ زره افغانان نیول شوي او د ایستلو په موخه د بېلابېلو توقیفځایونو او کمپونو ته لېږدول شوي دي
سردار احمد شکیب زیاته کړې، ګڼ شمېر افغانان چې د پاکستان د حکومت له لوري جبري ایستل کېږي، د خوړو، اوبو، درملو او سرپناه له اسانتیاوو بېبرخې دي. هغه ویلي، ډېری کورنۍ د خپلو ماشومانو او ناروغانو سره د سړکونو پر غاړه پاتې دي او د سخت وضعیت سره لاساوګرېوان دي
د طالبانو د سفارت د معلوماتو له مخې، د تورخم او سپینبولدک لارې لا هم د افغان کډوالو پر مخ تړلې دي، چې دا کار د زرګونو افغانانو د بېسرنوشتهګۍ او کړاو لامل شوی دی
شکیب له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي او د بشري اصولو او نړیوالو قوانینو مطابق ورسره چلند وکړي
په همدې حال کې، د پاکستان حکومت وايي چې د ناقانونه اوسېدونکو بهرنیانو د ایستلو پرېکړه به عملي کېږي، خو بشري اصول به تر ډېره حده رعایت کړي
یاده دې وي، د اکتوبر له لومړۍ نېټې وروسته د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر چټک شوی او دا مهال زرګونه افغانان د سختې بېسرنوشتهګۍ له وضعیت سره مخ دي
پاسخ دهید
لغو پاسخاخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
- 
                اخبار جهان
                269
- 
                مقاله
                47
- 
                سیاست
                9
- 
                Uncategorized
                8
نظر اخیر
- 
                                 توسط Anonymous توسط Anonymousبیشک 
- 
                                 توسط Anonymous توسط Anonymousتاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون 
- 
                                 توسط Anonymous توسط Anonymousډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي 
 
                     
                                     
                                                             
                                                             
                                                             
                             
                             
                             
                             
                             
                     
                     
                  
                  
                  
                  
                  
                 