په کابل کې د ناامېدۍ څپې؛ د طالبانو له واکمنېدو څلور کاله وروسته، خلک لا هم د کار او ذهني آرامۍ تږي دي
کابل – د طالبانو له واکمنېدو څخه د څه باندې څلورو کلونو په تېرېدو سره، د کابل ګڼ شمېر اوسېدونکي د بېکارۍ، بېوزلۍ او رواني فشارونو له امله له سخت ژوند شکایت کوي. دوی وایي، د کار نشتوالی، د زدهکړې او ازاد ژوند محدودیتونه، او ټولنیز فشارونه د هغوی د زغم کاسه ډکه کړې ده
یو شمېر اوسېدونکي وایي چې د ژوند وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او د راتلونکي هیله یې مړه شوې ده. د هغوی په خبره، نه کار شته، نه آرامي، او نه د سبا ډاډ
یسرا مجیدي، چې د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اوسېدونکې ده، د خپل ژوند یوه نههېرېدونکې کیسه لري. هغې په خپلو خبرو کې وویل:
د طالبانو تر راتګ مخکې د کابل پوهنتون د ارواپوهنې پوهنځي ته منل شوې وم
کلونه مې هڅې وکړې، خو کله چې د نجونو پر تحصیل بندیز ولګېد، ټولې هیلې مې له منځه ولاړې.
اوس نه پوهېږم راتلونکی به مې څنګه وي
یسرا یوازېنۍ نه ده؛ سلګونه نورې نجونې او ځوانان په ورته برخلیک اخته دي. هغوی وایي، تعلیم، کار او ازادي چې یو وخت یې د ژوند هدف و، اوس د یادونو په ماضي بدل شوي دي
د کابل یو بل اوسېدونکی، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وایي:
کار نشته، پانګه نشته، خلک له رواني فشارونو سره مخ دي. هر څوک د یوې ټوټې ډوډۍ لپاره له سهاره تر ماښامه په اندېښنه کې وي
د کارپوهانو په باور، د اوږدمهالې بېروزګارۍ، اقتصادي رکود او ټولنیزو محدودیتونو دوام به نه یوازې د خلکو رواني وضعیت خراب کړي، بلکې د ټولنې د بېباورۍ او ناهیلۍ احساس به لا پسې ژور کړي
په داسې حال کې چې طالبان د اقتصادي ثبات او د کار د فرصتونو د رامنځته کولو ژمنې کوي، خو د کابل د اوسېدونکو ورځنی واقعیت بیا د ناامېدۍ، فشار او خفګان انځور وړاندې کوي — داسې انځور چې د افغانستان راتلونکی یې له تورو سیورو ډک کړی دی
 
                     
    
 
                                     
                                                             
                                                             
                                                             
                             
                             
                             
                             
                             
                     
                     
                  
                  
                  
                  
                  
                  
                 