news اخبار فوری
clock

بلخ – د طالبانو د حکومت چارواکي وايي : د قوش‌تېپې کانال دویم پړاو وروستۍ مرحلې ته رسېدلی

بلخ – د طالبانو د حکومت چارواکي وايي : د قوش‌تېپې کانال دویم پړاو وروستۍ مرحلې ته رسېدلی

بلخ – د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، د قوش‌تېپې ستر او تاریخي کانال د جوړېدو دویم پړاو وروستۍ مرحلې ته رسېدلی دی. د ملي پراختیا شرکت د وروستیو معلوماتو له مخې، د کانال د سربند کارونه ۸۵ سلنه او د دویم پړاو د کیندنې او ډکولو چارې نږدې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ملي پراختیا شرکت رئیس عبدالرحمن عطاش د ترسره شویو کارونو کیفیت ستایلی او ټینګار یې کړی چې د قوش‌تېپې کانال پروژه د افغانستان د اقتصادي ودې او زراعتي پرمختګ لپاره یو تاریخي فرصت دی. هغه ویلي:

دا پروژه د هېواد د زرګونو خلکو د کار زمینې برابروي او د زراعتي خودکفایي پر لور یو عملي ګام دی. دا باید د ملي مسؤلیت په توګه بشپړه شي

د قوش‌تېپې کانال پروژه د افغانستان له ستراتیژیکو او اقتصادي طرحو څخه ده، چې له بشپړېدو وروسته به د شمالي ولایتونو د کرنې، اوبو لګولو او تولیدي سکتور په وده کې د پام وړ بدلونونه راولي

شنونکي باور لري چې د دې کانال بشپړېدل به د هېواد د اوبو د عادلانه مدیریت، زراعتي پراختیا او اقتصادي ثبات په برخه کې یو مهم تحول رامنځته کړي او افغانستان به د ځان‌بسیا په لور یو پیاوړی ګام واخلي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto