د پاکستان رسنیو راپور ورکړی چې د تورخم د بندر د یوې میاشتې تړل کېدو له امله، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري له درنو مالي زیانونو سره مخ شوې ده. د اټکل له مخې، یوازې په دې موده کې پاکستان نږدې ۴.۵ میلیارده ډالر او ۱۶.۵ میلیارده پاکستانۍ روپۍ زیان لیدلی دی
د راپورونو له مخې، له هغه وخت راهیسې چې امارت اسلامي په افغانستان کې واک ته رسېدلی، پاکستان د افغانستان شاوخوا ۶۵ سلنه سوداګریز بازار له لاسه ورکړی دی. دغه بازار اوس د سیمې نورو هېوادونو لکه ایران، د منځنۍ آسیا هېوادونو، ترکیې او هند ته اړول شوی دی
د سوداګرۍ شنونکي وایي، د تورخم د بندر پرلهپسې تړل کېدل، د سوداګرۍ ناسم فضا، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د بېباورۍ زیاتوالی، د دې لامل شوی چې ډېری پانګهوال خپلې پانګې وباسي او د نوو بازارونو لور ته مخه کړي
د کوچنیو سوداګرو په وینا، د بندر اوږدمهاله تړل کېدل نه یوازې د هغوی عواید کم کړي، بلکې د سوداګرۍ پر اعتماد یې هم ژوره اغېزه کړې ده. د ډېرو کسانو لپاره، د تورخم مسیر اوس یو نامطمئنه لاره ګرځېدلې ده
کارپوهان خبرداری ورکوي، که پاکستان د افغانستان سره خپل سوداګریزې اړیکې بېرته نه پیاوړې کوي، نو دا به د هغه هېواد د صادراتو لپاره یو ستر او اوږدمهاله زیان وي. په مقابل کې، افغانستان هڅه کوي چې خپلې سوداګریزې اړیکې له سیمې نورو هېوادونو سره پراخې کړي او د یو اړخیز اقتصاد پر ځای، یو متوازن او متنوع بازار رامنځته کړي
دا تحول د سیمې د اقتصادي اړیکو په نقشه کې یو مهم بدلون ګڼل کېږي، چې ښيي افغانستان ورځ تر بلې د خپل اقتصاد د خپلواکۍ او د بدیلو سوداګریزو لارو په لټه کې دی
پاسخ دهید
لغو پاسخاخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
422
-
مقاله
49
-
Uncategorized
11
-
سیاست
9
نظر اخیر
-
توسط Anonymous
بیشک
-
توسط Anonymous
تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون
-
توسط Anonymous
ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي