د ملګرو ملتونو د استوګنې ادارې خبرداری؛ د اوبو او کثافاتو ناسم مدیریت د افغانانو روغتیا له جدي خطر سره مخامخوي
کابل – د ملګرو ملتونو د استوګنې پروګرام (UN-Habitat) دفتر د عقرب په ۱۸مه، د یکشنبې په ورځ، په خپل رسمي ایکس (پخوانی ټویټر) حساب کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د اوبو او کثافاتو ناسم مدیریت د خلکو روغتیا او د ښارونو د ژوند کیفیت له جدي ګواښ سره مخ کړی دی
په اعلامیه کې راغلي چې د ښارونو بېنظمې ودې، د کثافاتو د راټولولو نیمګړتیاوې او د پاکو اوبو نشتون د ناروغیو د خپرېدو، د چاپېریال د ککړتیا او د خلکو د ژوند د خرابېدو اصلي لاملونه ګرځېدلي دي
دغه اداره ټینګار کوي چې د دې وضعیت د مخنیوي لپاره ګډو هڅو، هوښیارې ښاري پلانسازۍ او عملي اقداماتو ته بېړنۍ اړتیا ده. د UN-Habitat په وینا، د منظم ښاري مدیریت له لارې کولای شو نه یوازې د چاپېریال د تخریب مخه ونیسو، بلکې د خلکو د روغتیا، اقتصاد او سوکالۍ لپاره هم روښانه راتلونکی جوړ کړو
په اعلامیه کې ویل شوي
پاکې اوبه او سالم چاپېریال د انسان د ژوند ستنې دي. که دا بنسټونه له پامه وغورځول شي، ټولنه به د روغتیایي او ټولنیزو ناورینونو له سختو خطرونو سره مخ شي
د چاپېریال چارو شنونکي هم وایي چې د افغانستان ډېری ښارونه د فاضله اوبو د مدیریت، د کثافاتو د منظم سیستم او د ښاري پلان جوړونې له نشتوالي سره مخ دي. د هغوی په باور، که حکومت، نړیوال بنسټونه او مدني ټولنه ګډ کار ونه کړي، دا ستونزې به د خلکو د ژوند پر هر اړخ ناوړه اغېزه وکړي
دغه خبرداری په داسې وخت کې ورکړل شوی چې د اقلیم بدلون، وچکالۍ او د طبیعي منابعو ناسم استعمال د افغانستان ډېری برخې له چاپېریالي او روغتیایي ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي دي