news اخبار فوری
clock

مسکو – روسیه د ټول هېواد په کچه د انټرنېټ د بشپړ کنټرول واک تصویب کړ

مسکو – روسیه د ټول هېواد په کچه د انټرنېټ د بشپړ کنټرول واک تصویب کړ

 د روسیې پارلمان یو نوې قانون تصویب کړ چې له مخې یې حکومت ته واک ورکړل شوی، څو په ټول هېواد کې د انټرنېټ بندول، فلټر کول او یا د محافظتي وسیلو فعالول وکړي

روسي چارواکي وایي، دا ګام د هېواد د "ملي امنیت" د ساتنې لپاره اخیستل شوی دی. د دوی په وینا، هدف یې د سایبري بریدونو او بهرنیو ګواښونو مخنیوی دی

خو د بشري حقونو فعالان او د انټرنېټ کاروونکي اندېښمن دي چې دا قانون به د بیان ازادي او د انټرنېټ خپلواکي جدي محدود کړي. دوی وايي، خلک ښايي د معلوماتو د ترلاسه کولو له آزادۍ محروم شي او د انلاین فعالیتونو څارنه به پراخه شي

روسیه له څو کلونو راهیسې د انټرنېټ د سخت کنټرول سیاست تعقیبوي، خو دغه نوې طرحه د هېواد په تاریخ کې تر ټولو پراخه او د خلکو په ورځني ژوند باندې د پام وړ اغیز لري

څیړونکي وايي، د دې قانون عملي کېدل به نه یوازې د روسیې دننه د آزادۍ محدودیتونه زیات کړي، بلکې نړیوالو شرکتونو ته چې په روسیه کې فعالیت کوي، هم جدي ننګونې رامنځته کړي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto