تهران (۲۰۲۵ د نومبر ۷مه) – د طالبانو سفیر فضلمحمد حقاني په تهران کې د ایران د اسلامي جمهوریت د اورګاډي ادارې مشر جبارعلي ذاکري سره وکتل او د ایران د خواف-هرات ستراتیژیکې اورګاډي پروژې د ملاتړ او همکاریو لپاره یې مننه وکړه
په دې لیدنه کې دواړو لورو د پروژې په پرمختګ ټینګار وکړ، په ځانګړي توګه د خواف په تمځای کې د مالونو د بارولو او خالي کولو ظرفیت لوړول او د فني او اجرایي ستونزو د لرې کولو اړوند بحثونه وشول
سفیر حقاني د دوامداره غونډو د جوړولو او د دواړو هېوادونو د اورګاډي ادارو ترمنځ د ګډو تخصصي کمیټو د رامنځته کولو غوښتنه هم وکړه. هدف یې دا دی چې د پروژې پلي کول ګړندي او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او ترانزیت په پرمختګ کې اغیزمن وي
تحلیل پوهان وايي، د خواف-هرات اورګاډي پروژه د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي همکاریو لپاره حیاتي اهمیت لري او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ، ترانزیت او سیمهییز پرمختګ په برخه کې ستر ګام بلل کېږي
پاسخ دهید
لغو پاسخاخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
353
-
مقاله
47
-
Uncategorized
10
-
سیاست
9
نظر اخیر
-
توسط Anonymous
بیشک
-
توسط Anonymous
تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون
-
توسط Anonymous
ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي