ملګرو ملتونو د سوریې د موقت حکومت پر مشر احمد شرع بندیزونه لغوه کړل؛ د واشنګټن او دمشق د اړیکو د نرموالي نښه
په داسې حال کې چې د سوریې د موقت حکومت رییس احمد شرع د امریکا د سفر لپاره تیاری نیسي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د امریکا په وړاندیز پرېکړه کړې چې د هغه پر ضد لګېدلي بندیزونه لغوه کړي
د شورا پرېکړه، چې د پنجشنبې په ورځ، د نومبر په ۶مه تصویب شوه، د سوریې د کورنیو چارو وزیر انس خطاب له بندیزونو څخه هم خلاصوي
دغه پرېکړه د شورا د ۱۴ غړو هېوادونو په موافقه تصویب شوه، په داسې حال کې چې چین بېطرفه پاتې شو او رأی یې ورنهکړه
سیاسي شنونکي دا اقدام د واشنګټن او دمشق ترمنځ د اړیکو د تدریجي نرموالي نښه بولي، او باور لري چې دا ګام کېدای شي د سوریې د سیاسي او دیپلوماټیک بهیر په راتلونکي پړاو کې مهم بدلونونه راولي
دغه پرېکړه په داسې وخت کې شوې چې د سوریې جګړهځپلې ټولنه لا هم د سیاسي ثبات، بیا رغونې او نړیوال مشروعیت په تمه ده
پاسخ دهید
لغو پاسخاخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
353
-
مقاله
47
-
Uncategorized
10
-
سیاست
9
نظر اخیر
-
توسط Anonymous
بیشک
-
توسط Anonymous
تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون
-
توسط Anonymous
ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي