news اخبار فوری
clock

جرمني په پټه د طالبانو ډیپلوماټان منلي؛ برلین او بُن کې د هغوی حضور ته رسمي معافیت ورکړل شو

جرمني په پټه د طالبانو ډیپلوماټان منلي؛ برلین او بُن کې د هغوی حضور ته رسمي معافیت ورکړل شو

 برلین : سره له دې چې د جرمني حکومت تر اوسه د طالبانو رژیم په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو تازه راپورونه ښيي چې برلین په پټه خپله تګلاره نرمه کړې او طالبانو ته یې په برلین او بُن ښارونو کې د ډیپلوماټیک حضور اجازه ورکړې ده

د یوروپین کنزرویټېف د راپور له مخې، د روان کال د اکتوبر په درېیمه نېټه، وروسته له هغه چې د پخواني افغان کونسل ټیم د طالبانو د وفادارۍ له ژمنې څخه ډډه وکړه او له دندې لرې شول، د طالبانو دوه نوي ډیپلوماټان د بُن په عمومي کونسلګرۍ کې خپل کار پیل کړی دی

راپور زیاتوي چې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له لوري استول شوې غوښتنه ومنله، د پخواني کونسل تصدیق یې لغوه کړ او د طالبانو ټاکلي استازي یې ومنل

سرچینې وايي، د دې پرېکړې له مخې طالبانو ته په جرمني کې ډیپلوماټیک معافیت او د فعالیت اجازه ورکړل شوې، چې دا کار د برلین د رسمي دریځ له ښکاره مخالفت سره یو ډول پټه نرمۍ ګڼل کېږي

تر اوسه د جرمني حکومت په ښکاره دا موضوع نه ده تائید کړې، خو د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې ویلي چې دا ګام د "قونسلګرۍ د خدماتو د دوام" لپاره اخیستل شوی، نه د طالبانو د رسمي پېژندنې لپاره

د سیاسي چارو شنونکي دا اقدام د اروپا په کچه د طالبانو پر وړاندې د لوېدیځ دریځ په بدلېدونکي بهیر کې یو مهم تحول بولي، او وایي چې دا کار کېدای شي د راتلونکو تعاملاتو لپاره لاره هواره کړي

یادونه: تر دې مخکې هم یو شمېر اروپایي هېوادونو د طالبانو له استازو سره د تخنیکي اړیکو ساتلو لپاره محدودې اسانتیاوې برابرې کړې وې، خو دا لومړی ځل دی چې جرمني د هغوی استازي په رسمي ډول د قونسلګرۍ چوکاټ کې مني

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto