روسیې د امنیت شورا سکرت شویګو: د افغانستان سیمهییزه ادغام بېسارې اړتیا ده، خو د ترهګرو د نفوذ خطر لا هم پر ځای دی
د روسیې د امنیت شورا سکرتر، سرګي شویګو، ویلي چې د افغانستان د اقتصادي ادغام لپاره سیمهییزه همکاري اوس تر هر وخت زیات اړینه ده، خو ورسره جوخت د افغان خاورې څخه د ترهګرو او سختدریځو ډلو د نفوذ خطر لا هم جدي پاتې دی
شویګو دا څرګندونې د دولتونو د ګډوالې (CIS) د امنیتي شوراګانو د سکرترانو د ۱۳مې ناستې پر مهال په مسکو کې وکړې. نوموړي وویل
روسیه د افغانستان له اوسني واقعیت څخه سترګې نه پټوي، له همدې امله موږ له طالبانو سره د متقابل تعامل ملاتړ کوو او بشري مرستې دوامدارې ورلېږو
هغه زیاته کړه چې د افغانستان ثبات نه یوازې د سیمې د امنیت لپاره مهم دی، بلکې د اقتصادي پروژو د پرمختګ لپاره هم حیاتي رول لري. خو په عین وخت کې یې خبرداری ورکړ چې
د افغان خاورې څخه د ترهګرو د نفوذ خطر د ګډو هڅو پرته نه شي مهارېدلای. موږ باید په ګډه سیمهییزه تګلاره جوړه کړو
شویګو د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د پولې د پیاوړتیا لپاره د ګډې برنامې پلي کول هم د مخدره موادو د قاچاق او وسلهوالو د تګراتګ د مخنیوي مهم ګام وباله
د هغه په وینا، مسکو په وروستیو میاشتو کې پر دې ټینګار کړی چې د طالبانو ادارې سره رغنده تعامل، او د افغانستان سیمهییزو اقتصادي پروژو ته ورګډول، کولی شي د ثبات او همکارۍ نوې دروازې پرانیزي
روسیه په داسې حال کې د افغانستان د سیمهییز ادغام غوښتنه کوي چې د طالبانو حکومت لا هم د نړۍ لهخوا په رسمي توګه نه دی پېژندل شوی. مسکو، سره له دې، هڅه کوي د منځنۍ آسیا د امنیت، د نشهيي موادو د مخنیوي، او اقتصادي اتصال په برخه کې د افغانستان رول ته ځانګړې پاملرنه وکړي