د ننګرهار ولایت په غنیخېلو ولسوالۍ کې نن سهار وختي په یوه جومات کې چاودنه شوې، چې له امله یې د جومات امام ټپي شوی دی
د معلوماتو له مخې، دا پېښه د سه شنبې په ورځ د سهار شاوخوا څلور بجې د چینل ۲۹ درېیم بلاک په یوه جومات کې رامنځته شوې ده
تر اوسه د چاودنې د نوعیت په اړه رسمي جزئیات نه دي ورکړل شوي، خو سیمهییزان وایي، د پېښې وروسته طالبانو سیمه تړلې او د څېړنو لړۍ روانه ده
یوه عیني شاهد وویل
چاودنه ناڅاپي وه، د جومات دننه یې د دیوال یوه برخه زیانمنه کړې او امام صاحب یې ټپي کړی دی
د پېښې د قربانیانو د دقیق شمېر او حالت په اړه لا هم معلومات نه دي خپاره شوي، خو د خلکو په وینا، د جومات فضا له چاودنې وروسته د وېرې او اندېښنې ډکه وه
شننه
ننګرهار ولایت په تېرو کلونو کې د ورته چاودنو او بمي بریدونو شاهد پاتې شوی. شنونکي وايي، د عبادت ځایونو په نښه کول د بشري او اسلامي اصولو ښکاره سرغړونه ده، او دا ډول پېښې د خلکو په منځ کې د ناامنۍ احساس لا پیاوړی کوي
پاسخ دهید
لغو پاسخاخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
331
-
مقاله
47
-
Uncategorized
10
-
سیاست
9
نظر اخیر
-
توسط Anonymous
بیشک
-
توسط Anonymous
تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون
-
توسط Anonymous
ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي