news اخبار فوری
clock

کابل – د ملګرو ملتونو لوړپوړي چارواکي: ایران او پاکستان افغان کډوال هغو ځایونو ته استوي چې د بشري حقوقو نقض پکې پراخ دی

کابل – د ملګرو ملتونو لوړپوړي چارواکي: ایران او پاکستان افغان کډوال هغو ځایونو ته استوي چې د بشري حقوقو نقض پکې پراخ دی

کابل (۲۰۲۵ د نومبر ۷مه) – فلیپو گراندی، د ملګرو ملتونو د پناهندګانو عالي کمیشنر، ویلي دي چې ایران او پاکستان ځینې افغان کډوال هغو سیمو ته بېرته استوي چې د بشري حقوقو، په ځانګړي ډول د ښځو، پر ضد پکې پراخې سرغړونې موجودې دي

د ملګرو ملتونو رسمي ویب‌پاڼې د پنجشنبې، د ۱۵ عقرب، په راپور کې ویلي چې ایران او پاکستان له څو لسیزو راهیسې د افغان کډوالو کوربه توب کړی او هغوی ته یې د خپلو اتباعو سره نږدې خدمات برابر کړي دي. په راپور کې راغلي: «دا دوه هېوادونه د لسیزو راهیسې افغان کډوالو ته مېلمه پالنه کړې او هغوی ته یې د خپلو وګړو په شان تقریباً مساوي خدمات ورکړي دي. سربېره پر دې، ګڼې نسلونه د دې کډوالو، په ځانګړي توګه ښځې، په محلي ښوونځیو کې زده کړې کړې دي

گراندی په دې اړه اندېښنه ښودلې چې د کډوالو بیرته استول کیدل په داسې ځایونو کې چې د بشري حقوقو د ټینګښت نښې پکې کمزورې دي، د هغوی ژوند او خوندیتوب ته جدي خطرونه پېښوي. هغه د نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د دې مسلې د حل لپاره عاجلې او عملي ګامونه پورته کړي

تحلیل پوهان وايي، د افغان کډوالو وضعیت په سیمه کې د بشري بحران د دوام یوه څرګنده نښه ده او د نړیوالو مرستو دوام، د پناهندګانو د حقونو خوندي کول او د هغوی لپاره د خوندي ځایونو برابرول، د بشري او انساني مسؤلیتونو مهم اړخونه ګڼل کېږي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto