news اخبار فوری
clock

حکمتیار: علم څه دئ او عالم څوك دئ؟

حکمتیار: علم څه دئ او عالم څوك دئ؟

علم څه دئ او عالم څوك دئ؟

لیکنه: گلبدین «حکمتیار»، د حزب اسلامی افغانستان رهبر

د هر انسان هر علم يوه الهي پيرزوينه ده؛ كه هغه مؤمن وي او كه كافر؛ كه ئې علم د دنيا په اړه وي او كه د دين په اړه


بریانیوز:(۱۸عقرب/لړم) مسلمان به د (علم) او (عالم) تعريف هم له قرآن زده كوي؛ بايد وگورو چي الله تعالى څه ته علم ويلي او چا ته عالم؛ قرآن موږ ته د آدم عليه السلام د پيدايښت په قصې كي هم علم راښودلى او هم عالم؛ هلته چي وايي: الله تعالى اراده وكړه چي د زمكي د خلافت او چارو سمبالولو لپاره د انسان په نامه نوى مخلوق؛ له خاصو ځانگړتياوو او امتيازي استعدادونو سره پيدا كړي؛ تر ټولو لوړ صفات ئې دا چي: 1- هغه به د عالم د ټولو اشياءو د پېژندو داسي علم او استعداد لري چي د فرشتو په شمول په نورو مخلوقاتو كي نشته؛ 2- دى به د نورو مخلوقاتو په پرتله د نسبي اختيار خاوند وي، د ښه او بد، صحيح او غلط؛ جائز او ناجائز له منځه د يوه په انتخاب او غوراوي كي به آزاد وي؛ يعني نه به د فرشتې په څېر وي چي هم ئې كار او دنده مشخصه ده او هم ئې علم محدود او فقط دومره چي د خپل مشخص كار علم لري او بس؛ نه بد كار كولى شي او نه د الله تعالى له اوامرو عصيان او سرغړاوى، او نه به د شيطان په څېر وي چي د عصيان لار ئې غوره كړه، د شر سمبول ترې جوړ شو او د الله تعالى له رحمت ورټل شو. فرشتو ته ئې عملاً وښوده چي د آدم علم تر دوى زيات او جامع دئ؛ فرشتې ونه توانېدې د اشياءو نومونه واخلي، وئې پېژني، توصيف ئې كړي او خصوصيات ئې وښيي؛ خو آدم عليه السلام وتوانېدو هر يو وپېژني، داسي نوم ورته غوره كړي چي له هغه سره ښايي او مواصفات ئې بيانوي؛ نو د دې معنى دا ده چي د آدم عليه السلام او د ده د اولاد امتياز او فضيلت پر نورو مخلوقاتو؛ د فرشتو په شمول؛ د ده دغه د اشياء د پېژندو علم دئ؛ نه بل څه؛ نو د قرآن له نظره عالِم هغه دئ چي د عالَم په پېژندو كي تر نورو وړاندي وي؛ او بيا د همدې علم په رڼا كي خپل رب ښه پېژني؛ دا چي د قرآن لويه برخه؛ په دريو كي تر دوه زياته برخه؛ د عالم په اړه بحث كوي؛ آسمان، زمكه، لمر، سپوږمۍ، ستوري، ورېځي، غرونه، سمندرونه، نهرونه، د انسان پيدايښت، د عالم پيدايښت، د حيواناتو پيدايښت، د ونو، بوټو، دانو او مېوو پيدايښت، د شپې او ورځي تگ راتگ، رڼا، تياره، مرگ، ژوند او .... يادوي او بيا خپل مخاطب ته وايي: دا چا پيدا كړي، آيا له الله تعالى پرته بل داسي څوك مومئ چي د دغو په پيدايښت كي ئې څه ونډه وي؟ د دې معنى دا ده چي علم يعني د عالم پېژندا او له دې لاري د عالم خالق او رب پېژندا؛ تاسي به په ټول قرآن كي؛ نه صراحتاً او نه اشارتاً داسي كوم آيت او فقره ئې ونه مومئ چي صرف، نحو، كلامي بلاغت، تجويد، منطق او فلسفه ئې د علم په نامه ياد كړي وي؛ د قرآن لومړى آيت چي له پرانستو سره ئې متصل زموږ مخي ته راځي دا دئ:

ٱلۡحَمۡدُ لِلَّهِ رَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ٢  الفاتحة

ټولي ستايني د عالمونو رب الله ته دي

په دې لومړني آيت كي ويل شوي چي الله همغه دئ چي په دې عالم كي ئې د ربوبيت، پالني او روزني نښي په هر گام كي گورو، همغه چي د عالم هر څه په دې شهادت وركوي چي خالق او پالونكى ئې له هر عيب او نقص منزه او د ټولو ستاينو وړ دئ؛ هر څه له نشت پيدا شي، پخپل ذات كي ئې د ودي او رشد وړتيا تعبيه شوې، ورو ورو وده كوي، د كمال په لور درومي، پيدايښت ئې حكيمانه او هدفمن، د خاص مقصد او غرض لپاره پيدا شوى، يوه تشه پرې ډكه شوې، يوه اړتيا پرې رفع شوې، د ودي او رشد لپاره ئې په زمكي كي لازم شرائط برابر شوي، زمكه ئې كور او آسمان ئې د دې كور چت، له آسمان اوبه ورته راورېږي او په همدې اوبو سره له زمكي رنگ رنگ، ښايسته او خوندور خوراكي توكي، دانه او مېوه ورته راټوكېږي، داسي چي د انسان لپاره هم غذا ده او هم دوا؛ چا چي دا عالم له دې نظم، دقت، همغږي، هدفمني، كمال او جمال سره پيدا كړى؛ او په هر څه كي د ده د علم او حكمت نښي په څرگند ډول وينو؛ فقط د ستاينو وړ الله دئ.

دلته يوې داسي ستري او اساسي خبري ته اشاره شوې چي د توحيد او خداى پالني لومړى بنسټ او د الله د پېژندلو لومړى پړاو دئ؛ او تر هر څه وړاندي ورباندي پوهېدل ضروري او فرض. په دې آيت كي ويل شوي: هغه ذات چي دا عالمونه ئې پيدا كړي، ساتنه او پالنه ئې كوي، په هر څه او ټولو برخو كي ئې د رب (پالونكي) په توگه تصرف كوي؛ د ربوبيت، پالني او روزني دا آثار او مظاهر هري خوا ته په هر گام كي تر سترگو كېږي، بې شكه چي دا ذات د ټولو ستاينو وړ دئ، دا پراخ او بې انتهاء، مشهود او ستا تر سترگو لاندي عالم او په هغه كي دا بې شمېره ښايسته او له ډول ډول گټو ډك توكي تا ته همدا پيغام لري؛ دا هري خوا ته په هر څه كي ښكلا او ښايست، كمال او جمال، نظم او دقت او دا چي گورئ هر څه سم پيدا شوي، هر يو د خاص مقصد لپاره پيدا شوى، سمه پالنه او روزنه ئې كېږي، اړتياوو ته ئې ځواب ويلي كېږي؛ دا ټول په دې شهادت وركوي چي د دې عالمونو رب د ستاينو وړ او له هر عيب او نقص منزه او پاك دئ.

د قرآن په لارښوونو كي زياته پاملرنه طبيعت، ژوند، پوهاوي، عزت، ځواک، ترقي، کمال او جهاد ته ده، نه تشو ظاهري عبادتونو ته. د عالم او طبيعت په اړه د قرآن د ډېر تفصيلي بحث څرنگوالى او كچه له دې معلومولى شو چي 461 ځله ئې د زمكي يادونه كړې، 310 ځله ئې د آسمان او اړوند مشتقاتو، 133 ځله "جبل: غر" او مشتقات ئې؛ 63 ځله اوبه، 48 ځله سمندر؛ د بحر او يم په نامه؛ 54 ځله نهر (درياب)، 24 ځله د كشتۍ يادونه؛  ټول قرآن شاوخوا 6236 آيتونه لري؛ په دې كي يوازي د دغو 7 شيانو (آسمان، زمكه، غرونو، اوبو، سمندرونو، نهرونو او كشتۍ) يادونه په 1099 آيتونو كي شوې؛ له دې قياسولى شې چي په څومره نورو آيتونو كي به د عالم د نورو اجزاءو او حالاتو؛ لكه باران، واوره، سيلۍ، طوفان، ژلۍ، ژمى، دوبى، رنگ رنگ مېوې؛ لكه كجوري، انار، انگور، زيتون، انځر؛ ډول ډول حيوانات لكه اوښ، پسه، آس، زمرى، غوا او غويى، او نورو .. په اړه څومره بحثونه شوى وي؟! دا څو آيتونه موږ ته همدا درس راكوي:

إِنَّ فِي خَلۡقِ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ وَٱخۡتِلَٰفِ ٱلَّيۡلِ وَٱلنَّهَارِ وَٱلۡفُلۡكِ ٱلَّتِي تَجۡرِي فِي ٱلۡبَحۡرِ بِمَا يَنفَعُ ٱلنَّاسَ وَمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مِن مَّآءٖ فَأَحۡيَا بِهِ ٱلۡأَرۡضَ بَعۡدَ مَوۡتِهَا وَبَثَّ فِيهَا مِن كُلِّ دَآبَّةٖ وَتَصۡرِيفِ ٱلرِّيَٰحِ وَٱلسَّحَابِ ٱلۡمُسَخَّرِ بَيۡنَ ٱلسَّمَآءِ وَٱلۡأَرۡضِ لَأٓيَٰتٖ لِّقَوۡمٖ يَعۡقِلُونَ١٦٤  البقرة

يقيناً چي د آسمانونو او زمكي په پيدايښت كي او د شپې او ورځي په اختلاف (يوه په بلي پسي راتلو) كي او په هغو بېړيو كي چي په بحر كي درومي، له هغه څه سره چي خلكو ته ئې گټه رسي او په هغو اوبو كي چي الله له آسمان نازل كړې، چي په هغه سره ئې زمكه له خپلي مړيني وروسته بيا راژوندۍ كړې او په هغې كي ئې ډول ډول خوځېدونكي خواره كړي او د بادونو په گرځولو راگرځولو او د آسمان او زمكي تر منځ په دې مسخر شوو ورېځو كي؛ هرومرو عقلمنو ته څرگندي نښي دي.

دا آيت موږ ته لارښوونه كوي: په داسي حال كي چي زمكه او آسمانونه الله پيدا كړي، شپه او ورځ د ده په ارادې ځي راځي، په بحرونو كي بېړۍ د ده په إذن او اراده خوځي، له آسمان اوبه هغه رانازلوي، په دې سره مړه زمكه راژوندۍ كوي او دانه او مېوه په كي راشنه كوي او ډول ډول ژوي په كي راپيدا كوي، بادونه د ده په حكم چلېږي، ورېځي د ده په امر د آسمان او زمكي تر منځ يوې خوا بلي خوا ته درومي، نو كه څوك عقل لري ولي به له الله پرته له بل چا طمع او وېره لري، ولي به په خپل رزق او روزي او په خپل مرگ ژوند له الله پرته له بل چا وېره كوي او د دې وېري او طمعي له كبله به حق پټوي؟! دا كار يوازي هغه څوك كوي چي نه ئې پر الله ايمان وي او نه هر څه د الله په واك او اختيار كي گڼي.

ٱلَّذِي جَعَلَ لَكُمُ ٱلۡأَرۡضَ فِرَٰشٗا وَٱلسَّمَآءَ بِنَآءٗ وَأَنزَلَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءٗ فَأَخۡرَجَ بِهِۦ مِنَ ٱلثَّمَرَٰتِ رِزۡقٗا لَّكُمۡۖ فَلَا تَجۡعَلُواْ لِلَّهِ أَندَادٗا وَأَنتُمۡ تَعۡلَمُونَ٢٢  البقرة

هغه چي زمكه ئې تاسو ته فرش او آسمان ئې چت كړ او له آسمان ئې اوبه راكوزي كړې او په هغه سره ئې مېوې راوايستې، ستاسو لپاره روزي، نو الله ته سيالان مه نيسئ؛ په داسي حال كي چي پوهېږئ (هغه سيال نه لري).

دا آيت له خپل مخكيني آيت سره په گډه موږ ته وايي: د هغه ذات عبادت وكړئ چي تاسو او له تاسو مخكي ټول انسانان ئې پيدا كړي، همغه چي زمكه او آسمان ئې داسي پيدا كړي او د دواړو تر منځ ئې داسي تنسيق او يووالى راپيدا كړى چي يو ئې ستاسو د كور د فرش او بل ئې د چت په څېر وي، له يوه اوبه راورېږي او بل په همدغو اوبو تاسو ته دانه او مېوه راشنه كوي او تاسو ته روزي برابروي. ښه پوهېږئ چي نه ستاسو په پيدايښت كي او نه له آسمان د باران په ورولو او له زمكي د دانې او مېوې په راايستلو كي له الله پرته بل څوك څه ونډه لري، ښه پوهېږئ چي الله سيالان نه لري.

دلته درې نوري خبري هم دقت او غور غواړي:

زمكه ستاسو د كور فرش ده، نه د تيږي په څېر سخته او نه د خټي په څېر نرمه، نه ډېره سړه او نه ډېره توده، نه ئې فشار ډېر زيات نه ډېر كم او آسمان د دې كور لپاره چت دئ، دقرآن په گڼ شمېر آيتونو كي آسمان د چت او محفوظ سقف په نامه ياد شوى، نن او له څوارلس پيړيو وروسته انسانان په دې پوهېږي چي د دوى د زمكي په فضاء كي داسي څه شته چي د زمكي لپاره د يوه محفوظ چتر او سقف حيثيت لري، چي هم ئې د لمر له ځينو خطرناكو وړانگو خوندي ساتي او هم له شهاب ثاقب چي په ډېر سرعت سره د زمكي په لوري خوځي خو له دغه سقف سره د تصادم په نتيجه كي يا ذره ذره شي او يا ئې مسير بدل او په بل لوري مخه كړي. كه يوه باانصاف ساينس پوه ته ووايئ چي زموږ په يوه كتاب كي چي څوارلس پېړۍ پرې تېري شوې، څو ځايه راغلي چي دا آسمان ستاسو د زمكي لپاره محفوظ سقف او چت دئ، خو يو وخت به په دې كي چاودونه او سوري راپيدا شي! همغه خبره چي تاسو ئې نن كوئ، د زمكي فضاء د هغې خوندي سقف گڼئ او د اوزون پرده ئې د لمر له مضرو وړانگو د خوندي پاته كېدو وسيله، همغه پرده چي اوس د كاربن داى اكسايد گازونو د زياتېدو په وجه ځاى ځاى كي سوليدلى او سوري په كي راپيدا شوي، ما ته ووايئ چي د هغه عكس العمل به څه وي؟ د دې دقيقي علمي وينا او وړاندويني په اړه به څه وايي؟ د قرآن او د هغه د راوړونكي په اړه به څه قضاوت كوي؟ آيا له دې پرته د بلي خبري مجال ورته شته چي ووايي: دا خبره د يوه انسان خبره نه شي كېدى، هغه څوك ئې كولى شي چي زموږ د فضاء له ډېرو اسرارو خبر وي؛ او په قرآن كي د دغسي خبرو په استناد ويل شوي چي د دې كتاب رالېږونكى هغه ذات دئ چي د زمكي او آسمانانو په اسرارو پوه دئ. په دې خبرو او ارزښت ئې واقعي عالمان او ساينسپوهان پوهېږي؛ متأسفانه زموږ په مدرسو كي د دې علومو بازار سوړ دئ.

همدا راز د آسمان او زمكي تر منځ دا دقيق يووالى او تنسيق ښيي چي د انسان او د آسمان او زمكي پيدا كوونكى او پالونكى يو ذات دئ، له يوه اوبه راوروي او په همدغو اوبو له بلي ښايسته بوټي او دانې او خوندوري مېوې راپيدا كوي او په دې سره د انسان اړتيا ته ځواب وايي او هغه ته رزق او روزي برابروي. دا تنسيق چا راوستى او د كومي خبري شهادت وركوي؟ آيا همدا كافي نه دئ چي ووايئ: الله سيالان نه لري.

په دې آيتونو كي موږ ته دا هم ويلي شوي چي د الله په عبادت سره په انسان كي تقوى راپيدا كېږي او دغه تقوى انسان ته د الله په كتاب د پوهېدو دروازه پرانيزي، د البقره سورې په لومړي آيت كي گورو چي د الله دا كتاب د متقيانو لارښود دئ، كه غواړئ د الله كتاب مو لارښود شي او په اسرارو ئې پوه شئ نو په ځان كي تقوى راپيدا كړئ، دا تقوى د عبادت له لاري تر لاسه كولى شئ. د آيت له سياق و سباق هم او له وروستي آيت هم په څرگنده معلومېږي چي دلته هم د كتاب په اړه خبره شوې.

إِنَّ فِي خَلۡقِ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ وَٱخۡتِلَٰفِ ٱلَّيۡلِ وَٱلنَّهَارِ لَأٓيَٰتٖ لِّأُوْلِي ٱلۡأَلۡبَٰبِ ١٩٠ ٱلَّذِينَ يَذۡكُرُونَ ٱللَّهَ قِيَٰمٗا وَقُعُودٗا وَعَلَىٰ جُنُوبِهِمۡ وَيَتَفَكَّرُونَ فِي خَلۡقِ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ رَبَّنَا مَا خَلَقۡتَ هَٰذَا بَٰطِلٗا سُبۡحَٰنَكَ فَقِنَا عَذَابَ ٱلنَّارِ ١٩١ رَبَّنَآ إِنَّكَ مَن تُدۡخِلِ ٱلنَّارَ فَقَدۡ أَخۡزَيۡتَهُۥ ۖ وَمَا لِلظَّٰلِمِينَ مِنۡ أَنصَارٖ ١٩٢ رَّبَّنَآ إِنَّنَا سَمِعۡنَا مُنَادِيٗا يُنَادِي لِلۡإِيمَٰنِ أَنۡ ءَامِنُواْ بِرَبِّكُمۡ فَ‍َٔامَنَّاۚ رَبَّنَا فَٱغۡفِرۡ لَنَا ذُنُوبَنَا وَكَفِّرۡ عَنَّا سَيِّ‍َٔاتِنَا وَتَوَفَّنَا مَعَ ٱلۡأَبۡرَارِ ١٩٣ رَبَّنَا وَءَاتِنَا مَا وَعَدتَّنَا عَلَىٰ رُسُلِكَ وَلَا تُخۡزِنَا يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِ ۖ إِنَّكَ لَا تُخۡلِفُ ٱلۡمِيعَادَ ١٩٤   آل عمران

[190]- يقيناً چي د آسمانونو او زمكي په پيدايښت كي او د شپې او ورځي په تلو راتلو كي عقلمنو ته ډېري نښي دي. [191]- هغه چي الله په ولاړه، ناسته او په خپل اړخ ملاسته يادوي او د آسمانونو او زمكي په پيدايښت كي فكر كوي؛ چي اې زموږ ربه! دا دي خوشي نه دي پيدا كړي، پاكي تا ته ده؛ موږ د اور له عذاب وساته. [192]- اې زموږ ربه! بې شكه څوك چي اور ته داخل كړې نو هغه دي رسوا كړ او ظالمان خو هيڅ مرستندوى نه لري. [193]- اې زموږ ربه! يو بلونكى مو واورېدو چي د ايمان په لوري ئې دا بلنه وركوله چي په خپل رب ايمان راوړئ؛ نو ايمان مو راوړ. اې زموږ ربه! نو زموږ گناهونه راته وبخښه او زموږ بدي او سيئات رانه ورېژوه او له نېكانو سره مو وفات كړه. [194]-اى زموږ ربه! هغه څه راپه برخه كړه چي وعده دې د پيغمبرانو په واسطه راسره كړې ده او د قيامت په ورځ مو مه رسوا كوه؛ بې شكه چي ته له وعدې نه په شا كېږې.

د دې آيت او ورپسې څو آيتونو د عظمت او اهميت لپاره دا كافي ده چي ووايو: پيغمبر عليه السلام به هره شپه د تهجد له لمانځه مخكي دا د آل عمران د سورې وروستي لس آيتونه لوستل، دا نه يوازي د دې آيتونو اهميت په گوته كوي بلكي ښيي چي دا لس آيتونه په اصل كي يو بشپړ مضمون دئ.

په دغو آيتونو كي څو اساسي خبري زموږ پام ځانته اړوي:

    څوك چي د سالم عقل خاوند وي؛ د آسمانونو او زمكي په پيدايښت كي او د شپې ورځي په تلو راتلو كي د ډېرو حقائقو په لوري څرگندي نښي گوري.

    خو هغه د عقل خاوندان چي الله ئې تل او په هر حالت كي په ياد وي؛ له الله غافل زړه په دغو حقائقو د پوهېدو وړتيا او اهليت نه لري.

    دوى نه يوازي پر الله باور لري او تل ئې په ياد وي؛ بلكي د آسمانونو او زمكي په پيدايښت كي فكر كوي، هم ئې پر الله باور له دغه فكر كولو راولاړ شوى او هم د الله ياد او ذكر، د زمكي او آسمانونو هر څه؛ الله ورپه يادوي؛ دوى په هر څه كي د الله د قدرت نښي گوري.

    د زمكي او آسمانونو په پيدايښت كي د دوى د غور او تفكر حاصل او نتيجه دا وي چي: الله هيڅ څه خوشي او عبث نه دي پيدا كړي، هر څه ئې حكيمانه پيدا كړي، الله له دې عيب منزه او لوړ گڼي چي څه ئې عبث او بې فائدې پيدا كړي وي.

    دا احساس او د غور او تفكير دا نتيجه؛ دوى په دې باور كولو ته اړ كوي چي الله تعالى به له خپلو بندگانو سره هرومرو محاسبه كوي او حتماً به تېري كوونكو ته سزا وركوي؛ دا ځكه چي عدم محاسبه او د مجرم عدم مجازات په دې معنى ده چي دا زمكه او آسمان خوشي او عبث پيدا شوي. د همدې لپاره د عقلمنو لومړۍ دعاء دا وي چي: موږ د اور له عذاب وساته.

    عقلمن په دې پوهېږي چي له الله انكار كوونكي ظالمان؛ هيڅوك او هيڅ څه د الله له عذاب نه شي ژغورلى.    عقلمن د هغه منادي نداء اوري چي دوى پر الله ايمان راوړو ته بلي؛ دا منادي څوك دئ؟ دوى د كوم منادي غږ ته لبيك ويلى او پر الله ئې ايمان راوړى؟ پيغمبر، كوم داعي، خپل عقل او ضمير، كه كوم بل منادي؟! دا هر يو كېدى شي د دوى منادي وي؛ خو د آيت له سياق او سباق معلومېږي چي دا همغه منادي دئ چي د مضمون په سر كي ورته اشاره شوې: د آسمانونو او زمكي په پيدايښت او د شپې ورځي په تگ راتگ كي پرتې نښي؛ دغه منادي دوى پر خپل رب ايمان ته وربللي، د دغه منادي دعوت ته ئې لبيك ويلى او په خپل رب ئې ايمان راوړى.

    له ايمان وروسته دوى له خپل رب پنځه اساسي غوښتني لري: زموږ گناهونه راوبخښه، زموږ بد عادات او اخلاق رااصلاح كړه، دا توفيق راپه برخه كړه چي مرگ مو د ابرارو او نېكانو مرگ وي، تا چي د پيغمبرانو په لاس كومي وعدې له موږ سره كړې دي هغه تر سره كړه او د قيامت د ورځي له رسوايي او سپكاوي مو وساته. بايد دې ته متوجه وئ چي د "تغفير ذنوب" او "تكفير سيئات" مطلب بېل بېل دئ؛ يو ئې د گناهونو بخښنه او بل ئې د بدو اخلاقو او عاداتو اصلاح افاده كوي. وروپسې آيتونه موږ ته ښيي چي د دغو دعاءگانو د اجابت لپاره الله تعالى كوم كوم شرائط ايښي او دا دعاءگاني په كوم صورت كي منل كېږي. تفصيل ئې د پلوشې تفسير كي وگورئ.

په دې آيتونو كي دومره علوم او اسرار پراته دي چي يو ساينسپوه ديني عالم؛ پرېړ او ضخيم كتاب پرې ليكلى شي؛ دا چي عقلمنو ته په دې پراخ عالم كي بې شمېره نښي پرتې دي؛ دا كومي نښي دي؟ دا چي هيڅ باطل او بېهوده شى په كي نه شته؛ شپه او ورځ څنگه په منظمه توگه ځي راځي؟ او څنگه له همدې كبله په زمكي كي د ژوندون او حيات لپاره داسي مساعد او مناسب شرائط برابر شوي چي د ميليونونو په شمېر كي ډول ډول ژوي، حيوانات، مرغان، كبان، حشرې، خزندې او نباتات په كي راټوكېږي؛ تر ننه په ټول كائنات كي چي د ستور‌ليكو شمېر ئې تر دوه ټريليون زيات دئ او په هر يوه كي شاوخوا 120 مليارد ستوري دي؛ انسان نه دئ توانېدلى بل داسي ستورى پيدا كړي چي د زمكي په څېر؛ د ژوندون لپاره مناسب او ضروري شرائط په كي تعبيه شوي وي؛ قرآن وايي چي په دې كي د عقلمنو لپاره ډېري نښي دي؛ خو موږ د دې پر ځاى چي همدا نښي ولټوو او ځان پرې پوه كړو؛ په دې آيتونو كي يوازي صرفي او نحوي تحقيق كوو؛ جار و مجرور، صفت او موصوف، مضاف او مضاف اليه، ظرف او مظروف، عطف او معطوف، او ... لټوو او څېړو؛ په قرآن كي صرف او نحو زده كوو يا له قرآن د صرف او نحو د مشق او تمرين كتاب جوړوو؛ د جلالين تفسير مو د همدې لپاره خوښېږي چي د صرف او نحو په پوهېدو او تمرين كي ښه مرسته راسره كوي!؛ زموږ له كليوالو مدرسو فارغ شوي ښاغلي د منبر پر سر هم د عوامو په وړاندي خبره له دې ځاى پيل كړي چي (إن) د تأكيد لپاره ده... او بيا قرآن پرېږدي او په بې سنده او بېهوده كيسو او د خپل پير او شيخ په خوبونو كي مصروف شي!! بيا د زمكي په اړه وايي چي دا د غوايي پر ښكر ولاړه ده او زلزلې هم ځكه او هغه مهال رامنځته كېږي چي غويى زمكه له يوه ښكر بل ته لېږدوي؛ او هغه لږ هوښيار او زده كړى ئې وايي: زلزلې زموږ د گناهونو له امله رامنځته كېږي؛ خو دې ته ئې پام نه ده چي قرآن وايي: زلزلې د زمكي د پيدايښت په پيل كي او د انسان تر پيدا كېدو وړاندي؛ تر نن زياتي وي او الله تعالى د دې زلزلو د راكمولو لپاره په زمكي كي غرونه پيدا كړل؛ په زلزلو، ساري بيماريو او نورو عام مصيبتونو كي هم صالح انسانان مري او هم گنهگاران؛ له صحابه وو او عشره مبشره هم ځېني په دغسي عام مصيبتونو كي په شهادت رسېدلي. يقيناً چي په دين د پوهېدو او نورو ته د ښودلو لپاره عقلمنو ته ضرورت دئ؛ كله چي دين د بې عقلو، بد مغزو او بد غرضو كړيو لاس ته ورشي؛ هم د دين ماڼۍ نسكوره كړي او هم د دينپالو د دنيا او آخرت كور وران كړي. 

أَفَغَيۡرَ دِينِ ٱللَّهِ يَبۡغُونَ وَلَهُۥٓ أَسۡلَمَ مَن فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ طَوۡعٗا وَكَرۡهٗا وَإِلَيۡهِ يُرۡجَعُونَ٨٣   آل عمران

آيا د الله له دين پرته (بل دين) لټوي، حال دا چي د آسمانونو او زمكي هر څه؛ طوعاً اوكرهاً، ( په خوښه او ناخوښه) ده ته غاړه ايښې او د ده لوري ته ورگرځول كېږي.

يعني د زمكي او آسمان هر څه الله ته تسليم دي، د ټولو دين اسلام دئ، هغه څه كوي چي الله پرې گمارلي، په همغه لار درومي چي الله ورته ټاكلې، لمر، سپوږمۍ، ستوري په خپل خپل مدار كي خوځي، په خپل خپل وخت او له خپل خپل ځاى راخېژي او پرېوځي، وني، بوټي او حيوانات د خپل فطرت مطابق په خپل كار لگيا دي، په ټولو مخلوقاتو كي يوازي كافر او عاصي انسان داسي دئ چي د الله له دين پرته د بل څه په لټه كي شي، هم د الله د دين په نسبت كافر شي او هم د خپل فطرت په نسبت، دى ستر باغي دئ، له هغه دين ئې بغاوت كړى چي د زمكي او د آسمان د هر څه دين دئ. د دې وينا په ارزښت او اهميت هم يوازي يو حقيقي عالم او ساينپوه ښه پوهېږي.

سَنُرِيهِمۡ ءَايَٰتِنَا فِي ٱلۡأٓفَاقِ وَفِيٓ أَنفُسِهِمۡ حَتَّىٰ يَتَبَيَّنَ لَهُمۡ أَنَّهُ ٱلۡحَقُّۗ أَوَلَمۡ يَكۡفِ بِرَبِّكَ أَنَّهُۥ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ شَهِيدٌ٥٣   فصلت

ډېر ژر به خپل آيتونه په آفاق (كائنات) كي هم او د دوى په خپلو نفسونو كي هم وروښيو چي ورته څرگنده شي هغه حق دئ؛ آيا ستا د رب په اړه دا كافي نه ده چي هغه په هرڅه شاهد دئ؟

يعني ستا په نفس او خپل ځان كي د قدرت نښي او په دې آفاق او عالم كي د قدرت نښي، د دې مقروء كتاب قرآن پر حقانيت شهادت وركوي، دا ځكه چي الله د هرڅه شاهد دئ، د هر څه شاهد خو به خود داسي څه وايي چي هر څه د ده د هري وينا په حقانيت شهادت وركړي.

په دې مبارك آيت سره الله تعالى فرمايي چي ژر به خپل آيتونه په آفاق او فضاء كي هم او د دوى په بدن كي هم وروښيم چي ورته څرگنده شي چي هغه حق دئ.

د دې مبارك آيت مدعى دا ده چي الله تعالى به خلكو ته د قرآن د آيتونو مصداق او حقيقت هم په آفاق كي جوت كړي او هم د انسان د نفس په بېلو بېلو برخو كي، يعني قرآن چي د عالم او انسان په اړه كومي څرگندوني كړې دي؛ د دغو څرگندونو حقيقت به دوى ته جوت شي او په دې به پوه شي چي الله تعالى حق دئ او د ده كتاب رښتينى او له حقائقو ډك كتاب دئ. او دا ښيي چي د قرآن علمي اعجاز به ورو ورو خلكو ته جوتېږي.

دغو حقائقو ته په پام سره ده چي نن په غربي نړۍ كي هر كال په زرگونو خلك ايمان راوړي او په دوى كي ډېرى ئې داسي څېرې دي چي په ساينسي علومو كي ئې څېړني او مطالعات كړي او په ترڅ كي ئې د قرآن حقيقت ورته څرگند شوى او ايمان ئې راوړى.

د قرآن په گڼ شمېر آيتونو كي د عالم، آسمانونو، زمكي، لمر، ستورو، شپې، ورځي، د انسان پيدايښت، نباتاتو، حيواناتو، حشراتو، ورېځو، بارانونو، بادونو، غرونو، سيندونو، سمندرونو او نورو طبيعي شيانو په اړه داسي دقيق او علمي بحثونه تر سترگو كېږي چي انسان ډېر وروسته پرې پوه شوى، انسان له اوږد علمي سفر وروسته او د ډېرو پرمختللو وسائلو په مرسته توانېدلى دغه حقائق درك كړي او نن هغه خبره وكړي چي قرآن څوارلس پېړۍ وړاندي كړې وه.

يقيناً چي الله تعالى د خپلو آيتونو مصداق هم په آفاق، كائنات او عالم كي خلكو ته ښيي او هم ئې د دوى په خپلو نفسونو كي، ورو ورو د دوى علم د خپل نفس په اړه هم زياتېږي او د عالم او آفاق په اړه هم، په تدريج سره به د دوى علم، پوهه او تجارب اضافه كېږي، دا علم او پوهه به له يوه نسل بل نسل ته انتقالېږي او په دې توگه به دوى په آفاق او په خپل نفس كي د الهي آيتونو مصداق په خپلو سترگو وگوري او په دې به پوه شي چي دا حق دئ، الله حق دئ او د ده له لوري رالېږل شوى كتاب حق دئ. دا ځكه چي الله تعالى د دې عالم د هر جزء او توكي په اړه علم لري، د خپل دغه جامع او كامل علم له مخي ئې چي كوم كتاب رالېږلى د هغه د هري وينا حقانيت او د هر قضاوت مصداق به هم په آفاق كي وگوري او هم په خپلو نفسونو كي.

قرآن د دې ستري ادعاء د اثبات لپاره دا دليل او توجيه وړاندي كوي: أَوَ لَمۡ يَكۡفِ بِرَبِّكَ أَنَّهُۥ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ شَهِيدٌ: آيا ستا د رب په اړه دا كافي نه ده چي هغه په هرڅه شاهد دئ؟ يعني د هر شي په نسبت علم لري او د هغه د څرنگوالي شاهد دئ؟ د داسي شاهد ذات وينا خو به خود داسي وي چي هر څه د ده د هري وينا په حقانيت شهادت وركړي.

په دې توگه قرآن موږ ته لارښوونه كوي چي د دې الهي كتاب آيتونه هم زموږ د نفسونو په پټو او څرگندو برخو احتواء كړې او اړوند حقائق ئې موږ ته ښودلي او هم ئې د عالم په آفاق كي خواره حقائق احتواء كړي او د هر څه حقيقت ئې موږ ته ښودلى، خو موږ به په تدريج سره او ورو ورو په دې حقائقو پوهېږو. دا آيت موږ ته دا هم ښيي چي انسان به په تدريج سره او هر څومره چي د ده علم وده كوي او فهم او بصيرت ئې زياتېږي همدومره به د دې كتاب په حقانيت پوهېږي، د قرآن ډېر حقائق داسي دي چي انسان نن او د قرآن له نزوله څوارلس پېړۍ وروسته د هغوى په حقيقت پوه شو، تر دې د مخه ډېرو ته مبهم، غامض او غير قابل فهم برېښېدل.

له مبالغو ډك القابونه

كه صحابه وو او تر دوى وروسته څو نسلونو ته ځير شو نو وبه گورو چي هيچا ته د ملا، مولوي، شيخ القرآن، شيخ الحديث، آيت الله، حجة الاسلام، او بل امتيازي نوم او لقب نه دئ كارول شوى؛ كه به يوه د بل د علم په اړه پوښتنه كوله نو ورته ويل به ئې: له قرآن څه ورسره دي؟ يا څه درسره دي؟

متأسفانه ځيني داسي انگېري او غواړي خپله واهي انگېرنه سمه ثابته كړي او هغې ته مذهبي رنگ وركړي؛ چي گواكي علم يوازي هغه څه دي چي دوى په خپلي مدرسې او هغه هم په كليوالي مدرسې كي او له يوه استاد او مدرس ټول كتابونه زده كړي، كتابونه ئې هم د عربي صرف، نحو، د خپل مذهب څو ابتدائي فقهي كتابونه، د يوناني مسخره فلسفې، منطق او حكمت زاړه او له موډ لوېدلي آثار او ليكني؛ گمان كوي چي همدا او فقط همدا بشپړ علم دئ او بس او له دې آخوا هر څه  خوشې او بې ارزښته خبري دي!! ساينس او د ساينسپوهانو خبري خو اصلاً او په بشپړ ډول د قرآن ضد او د دين خلاف گڼي!! ساينس هغه علم دئ چي الله تعالى په دې عالم كي اېښى او ساينسپوه هغه عالم دئ چي دغه الهي علم ئې كشف كړى؛ د ساينس هيڅ خبره او كشف به څوك د قرآن خلاف ونه مومي او د قرآن هيڅ آيت به د ساينسي علومو خلاف؛ ساينس به د مخكيني آيت مطابق؛ د قرآني آيتونو مصداقونه زموږ مخي ته ږدي؛ په كوم قرآن چي د غرب ستر ستر ساينسپوهان ايمان راوړي؛ زموږ ډېرو علماءو شا ته غورځولى؛ او پر شرح مائة عامل او خلاصه كيداني ئې اكتفاء كړې؛ او د همدې كتابونو په لوستلو سره به دومره مغرور شي چي د علامه، مفتي، شيخ القرآن، شيخ الحديث، نور المشائخ، شمس العلماء، او ... په القابو سره ئې هم تنده نه ماتېږي او د كبر خم ئې نه ډكېږي، دا په داسي حال كي چي په عربي به نه څو جملې سمي ليكلى شي او نه ويلى، صرف او نحو ئې له يوه لس كلن عرب ماشوم سره هم نه شو پرتله كولى؛ دى د ژبي په څو قواعدو پوه شوى خو له تطبيق ئې عاجز دئ؛ خو هغه ماشوم له دې قواعدو خبر نه دئ خو سره له دې ئې وينا او ليكنه تر دوى ډېره دقيقه او سمه؛ كه دوى مخي ته كه كوم عربي، پښتو او فارسي كتاب يا كومه ورځپاڼه پرانيزې؛ نه ئې سم لوستلى شي او نه په سمه توگه پرې پوهېږي؛ له قرآن سره ئې چلن همغسي دئ لكه چي الله تعالى د اهل كتاب ملايانو په اړه فرمايلي:

وَلَمَّا جَآءَهُمۡ رَسُولٞ مِّنۡ عِندِ ٱللَّهِ مُصَدِّقٞ لِّمَا مَعَهُمۡ نَبَذَ فَرِيقٞ مِّنَ ٱلَّذِينَ أُوتُواْ ٱلۡكِتَٰبَ كِتَٰبَ ٱللَّهِ وَرَآءَ ظُهُورِهِمۡ كَأَنَّهُمۡ لَا يَعۡلَمُونَ ١٠١   البقرة

او كله چي د الله له لوري داسي كوم پيغمبر ورته راغلى چي له دوى سره د شته (كتاب) تصديقوونكى وو، نو د اهل كتاب يوې ډلي د الله كتاب داسي شا ته وغورځاوو لكه (په هيڅ) چي نه پوهېدل.

يعني د الله كتاب ئې په بشپړ ډول داسي شا ته غورځولى لكه چي له هيڅ څه ئې خبر نه وي. د ژبي قواعد زده كول خو وسيله ده او هدف ئې د ژبي زده كړه ده؛ دوى د قواعدو زده كړي كي دومره غرق شي چي د الله تعالى د كتاب لوستل او زده كول هم ترې پاته شي؛ دوى هغه چا ته ورته دي چي د ډرېوري سبقونه ئې په كتاب كي لوستلي خو په عمل كي لا د اشترنگ شا ته نه دئ كښېنستى؛ كه گاډى په لاس ورشي نو خداى دې له ټكرونو او ضررونو په خپل امان كي وساته.

قرآن د الهي لارښوونو جامع او كامل كتاب دئ؛ انسان ته هر هغه څه ښيي چي دى ورته اړ دئ؛ د ښه ژوندون لپاره ئې مكمل او بشپړ لارښود كتاب؛ هغه ته هم خپل خالق او رب ورښيي، هم خپل ځان او هم ټول عالم او په دې عالم كي د ښه او موفق ژوند ټولي لاري چاري؛ قرآن د ټولو مخكينيو كتابونو پر ټولو لارښوونو محيط كتاب دئ؛  داسي چي د هغوى ټول اصلي مطالب په كي راغلي، د ټولو خلاصه او مكمِل دئ؛ تفاوت ئې له نورو الهي كتابونو سره په دې كي دئ چي دا په عربي نازل شوى او نور د خپل خپل پيغمبر په ژبه؛ د رسول الله صلى الله عليه و سلم په شمول هيڅ پيغمبر خپل امت ته ژبه او قواعد ئې نه دي ورښودلي؛ هر چا خپله ژبه له مور او پلار زده كړې؛ پيغمبر د الله تعالى لارښووني دوى ته ښودلې؛ او پر هغوى ئې عمل كولو ته بللي؛ لوستي او نالوستي، باسواد او امي ته ئې د الله تعالى هغه كتاب وړاندي كړى چي د دوى په ژبه ئې نازل كړى او د هر چا د فهم او پوهېدا لپاره ئې آسان كړى؛ موږ د كتاب اصلي مطالب پرېښي او ټول ژوند مو د عربي ژبي د قواعدو په زده كړي كي تېر كړى؛ خو دواړه رانه نيمگړي پاته شوي. قرآن د اهل كتاب د مذهبي مشرانو بل صفت داسي بيانوي:

وَإِذۡ أَخَذَ ٱللَّهُ مِيثَٰقَ ٱلَّذِينَ أُوتُواْ ٱلۡكِتَٰبَ لَتُبَيِّنُنَّهُۥ لِلنَّاسِ وَلَا تَكۡتُمُونَهُۥ فَنَبَذُوهُ وَرَآءَ ظُهُورِهِمۡ وَٱشۡتَرَوۡاْ بِهِۦ ثَمَنٗا قَلِيلٗاۖ فَبِئۡسَ مَا يَشۡتَرُونَ١٨٧  آل عمران

او كله چي الله له اهل كتاب دا ژمنه تر لاسه كړه چي هرومرو به ئې خلكو ته بيانوئ او نه به ئې پټوئ؛ خو خپلي شا ته ئې وغورځاوو او ناڅيزه بيع ئې پرې وپېرله، څومره بد دئ هغه څه چي دوى ئې پېري.

د دې آيت لارښوونه دا ده: چا ته چي الله كتاب او د كتاب علم وركړى؛ دا ژمنه ئې ترې اخيستې ده چي دا كتاب به خلكو ته رسوئ، لارښووني به ئې بيانوئ او هيڅ څه به ئې نه پټوئ؛ خو د اهل كتاب دين پلورونكو مذهبي مشرانو هم د الله كتاب شا ته وغورځاوو او هم ئې خپله ژمنه هېره كړه، دين ئې په دنيا خرڅ كړ، هغه هم ډېر ارزان، په ډېره ناڅيزه بيه، د ظالمانو په گټه د فتوى گانو په بدل كي سپېره اجوره، خلك دوكه كول او له دين بې خبره ساتل.

قرآن د اهل كتاب مذهبي مشران او د دوى خصلتونه په ډېر تفصيل سره معرفي كړي؛ وايي: دوى د الله له كتاب لږ څه زده كول؛ په همدې وړې برخي كي به ئې هم تحريفونه كول، ډېر څه به ئې پټول، حق او باطل به ئې سره گډول، منافق او دوه مخي ول، ډېر قسمونه به ئې خوړل، درواغ ئې ويل، د جادو، فال، تعويذ، دم... په بدل كي شكرانې تر لاسه كول او په ټگماريو سره د خلكو مال په ناحقه خوړل د دوى كسب، مشغله او پېشه وه، د ظالمانو او باغي حكامو په خدمت كي ول، كافر ته به ئې پر مؤمن ترجيح وركوله...  دا ئې څو مثالونه دي:

أَلَمۡ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ أُوتُواْ نَصِيبٗا مِّنَ ٱلۡكِتَٰبِ يُؤۡمِنُونَ بِٱلۡجِبۡتِ وَٱلطَّٰغُوتِ وَيَقُولُونَ لِلَّذِينَ كَفَرُواْ هَٰٓؤُلَآءِ أَهۡدَىٰ مِنَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ سَبِيلًا ٥١  النساء 

آيا هغو ته دي پام ونه كړ چي د كتاب څه برخه وركړى شوې، خو په جبت او طاغوت ايمان راوړي او د كافرانو په اړه وايي: دوى تر مؤمنانو ډېر په سمه لار دي.

دلته د يهودانو علماءو ته اشاره شوې، كله چي د اهل كتاب د علماءو په اړه بحث كېږي نو قرآن ئې په دغه صيغه يادوي، د دې وړ ئې نه گڼي چي د عالم په نامه ئې ياد كړي؛ بلكي وايي: هغه چي له كتابه ئې نيمگړى علم په برخه شوى، علم ئې ناقص دئ، هسي ئې د كتاب څو خبري زده كړې دي. دلته د دوى درې ځانگړتياوي په گوته كوي:

    په اوهامو، خرافاتو، فال، كوډو، منتر، جادو او دې ته ورته شيانو باور لري.

    د طاغوت په خدمت كي دي، د هر ظالم، عاصي، سركښ او مفسد واكمن ملاتړ كوي، په خوله ئې د الله نوم وي خو په زړه كي ئې له طاغوت وېره او طمع، دين د طاغوت په پښو كي ذبح كوي او د طاغوت په گټه ئې كاروي.

    تر مؤمنانو كافران غوره گڼي، تبليغات ئې د هغوى په گټه وي، خلكو ته وايي چي د كافرانو مسلك او مذهب تر مؤمنانو غوره دئ.

  دا داسي وگڼئ لكه د روسانو او امريكايانو په لاس د افغانستان د اشغال په وخت كي چي ځيني دين پلورونكي ملايان له دوى سره يو ځاى شول او د واقعي علماءو او مجاهدينو په ضد به ئې تبليغات كول، د امريكايانو كركجنه او په وينو لړلې ديموكراسي به ئې ستايله او تأييدوله او د مجاهدينو په اړه به ئې ويل چي دوى متعصب او افراطي دي، د هېواد د آزادۍ او بيا ودانولو دښمنان دي.

همدا راز فرمايي:

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ إِنَّ كَثِيرٗا مِّنَ ٱلۡأَحۡبَارِ وَٱلرُّهۡبَانِ لَيَأۡكُلُونَ أَمۡوَٰلَ ٱلنَّاسِ بِٱلۡبَٰطِلِ وَيَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِۗ وَٱلَّذِينَ يَكۡنِزُونَ ٱلذَّهَبَ وَٱلۡفِضَّةَ وَلَا يُنفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ ٱللَّهِ فَبَشِّرۡهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٖ٣٤   التوبة

اې مؤمنانو! د احبار (ملايانو) او رهبان (پيرانو) ډېرى د خلكو مالونه په ناحقه خوري او د الله له لاري مخنيوى كوي او هغه چي سره او سپين زر ذخيره كوي او د الله په لار كي ئې نه مصرفوي نو د دردناك عذاب زېرى وركړه.

د دې مبارك آيت په ترڅ كي الله تعالى موږ ته د اهل كتاب ټگمار علماء او دوكه مار پيران معرفي كوي او فرمايي:

    د دوى ډېرى د خلكو مالونه په ناحقه خوري.

    د الله له لاري مخنيوى كوي.

يعني له دين ئې ځان ته دكان جوړ كړى، خلك غولوي او شكرانې ترې اخلي، د پيسو په مقابل كي فتوى گاني پلوري، د حكامو په خدمت كي وي، د هغوى د تخت او تاج د بقاء دعاء كوي چي څه زهر او زقوم په خوله كي ورواچوي، د سودخورو په گټه سودي معاملات روا گڼي، د دې لپاره چي سودخورو هغوى ته كومه چپنه او پگړۍ وركړې وي.

  شوت، سود، د الله په نامه څه تر لاسه كول او په خپله ئې خوړل، د گناهونو د بخښلو، جنت ته د ننوتو او له دوزخ د ژغورل كېدو اسناد پلورل، د حكامو لپاره فتوى گاني وركول، په فال، تعويذ، كوډو او دم شكرانې او نذرانې تر لاسه كول. قرآن د همدې لپاره د دوى په اړه فرمايي:

وَتَرَىٰ كَثِيرٗا مِّنۡهُمۡ يُسَٰرِعُونَ فِي ٱلۡإِثۡمِ وَٱلۡعُدۡوَٰنِ وَأَكۡلِهِمُ ٱلسُّحۡتَۚ لَبِئۡسَ مَا كَانُواْ يَعۡمَلُونَ ٦٢ لَوۡلَا يَنۡهَىٰهُمُ ٱلرَّبَّٰنِيُّونَ وَٱلۡأَحۡبَارُ عَن قَوۡلِهِمُ ٱلۡإِثۡمَ وَأَكۡلِهِمُ ٱلسُّحۡتَۚ لَبِئۡسَ مَا كَانُواْ يَصۡنَعُونَ ٦٣  المائدة

او ډېرى به ئې وگورې چي په گناه، تېري او د حرامو په خوړلو كي تلوار كوي، څومره بد دئ هغه څه چي دوى ئې كوي. ولې ئې خداى پالونكي او علماء د گناه له وينا او د حرامو له خوړلو نه منع كوي؟! ډېر بد دئ هغه څه چي دوى ئې كوي.

په 62 آيت كي د ايمان منافي درې ستر ستر كارونه په گوته شوي:

    په گناه كي تلوار.

    د بل پر حق تېري او تجاوز كي تلوار.

    د حرامو په خوړلو كي تلوار.

له دغو بدو كړو وړو سره سره به الله تعالى څنگه د دوى د ايمان دعوى قبلوي؟

د دوى د علماءو او مشائخو حالت هم داسي دئ چي نه خلك له بدي او غلطي وينا منع كوي او نه د حرامو له خوړلو، د چا په ښه او بد كار نه لري، له بدو حساسيت په كي مړ شوى او له وضعيت سره ئې روغه جوړه كړې، د حكامو په خدمت كي دي، په يوه مفسد او گنهگار قوم كي هغه څوك د منلي عالم او پير په نامه شهرت مومي چي د عام ولس په څېر وي، د دوى د خوښي خبري كوي، نه د غلطي وينا مخالفت كوي او نه سمي او حق وينا ته خلك رابلي، له حكامو سره ئې لاس يو كړى وي؛ د كومي ټولني علماء او مشائخ چي داسي وي؛ نو حكام او عام ولس به ئې څنگه وي؟

كه تاريخ ته رجوع وكړو نو په څرگنده توگه به وگورو چي دين يا ظالمو واكمنانو تباه كړى، يا دين پلورونكو بدو علماءو او يا دوكه مارو پيرانو؛ او دا همغه څه دي چي عبدالله بن مبارك رحمه الله په خپلي كښلې (ښكلې) وينا كي ويلي: و هل افسد الدين الاالملوك و احبار سوء و رهبانها؟؛ هر كله چي د الله دين د ټگمارو علماءو او دوكه مارو پيرانو په لاس كي پرېوتى، له دين ئې دام او دكان جوړ كړى، خلك ئې پرې غولولي او خپل جيبونه ئې ډك كړي، په دين كي ئې داسي لاسوهني كړې چي خلك دوى د خداى استازي وگڼي او په خپلو مالونو كي د الله تعالى برخه دوى ته وسپاري؛ زكات، عشر او صدقات د بې وزلو، فقيرانو او مسكينانو په ځاى دوى ته وركړي، الله تعالى هغه مهال نوى كتاب له نوي پيغمبر سره رالېږلى چي دغو ټگمارانو د الله مخكينى دين تحريف كړى او دوى پدې توانېدلي چي له دين د خلكو د تحميق او ناوړه گټي تر لاسه كولو وسيله جوړه كړي، د پيغمبر د لېږلو وجه ئې دا ښودلې چي هم الهي دين او هم د الله مظلوم بندگان د ټگمارانو له منگولو وژغوري، د دوى له خوا جوړ شوي خرافات او په دين پورى تړل شوي تورونه له منځه يوسي، د خلكو پر اوږو په ناحقه ايښودل شوي درانه بارونه كوز كړي او د همدې مكارو او دروغجنو له خوا د خلكو په لاس پښو كي اچول شوي زنځيرونه مات كړي، د الله تعالى او خلكو تر منځ جوړ شوي هغه حجابونه او خنډونه نسكور كړي چي خلك له خپل رب لري كوي او د دغو ټگمارانو پښو ته ئې غورزوي، خلكو ته دا وښيي چي دا د دېن دروغجن او مكار ټيكه داران، د بندگانو او الله تر منځ واسطه ندي، الله تعالى ته د رسېدو لاره له دوى نده تېره شوې، هر بنده كولى شي له خپل رب سره مخامخ او له واسطې پرته؛ او چا ته له شكرانې او نذرانې وركولو پرته راز او نياز وكړي او دا ورته په ډاگه كړي چي خداى د ټولو رب دئ، هر چېري د هر چا دعاء او فرياد اوري، هر بنده ته د غاړي تر رگ ورنژدې دئ، هغه ته د رسېدو لپاره هيڅ وسيلى ته اړتيا نه شته، هيڅوك د هغه له اجازې او امر پرته د هيچا شفاعت نه شي كولى، چا ته چي الله تعالى د زيان اراده كړې وي هيڅوك خير نه شي وررسولى او چا ته ئې چي خير غوښتى وي هيڅوك ضرر نه شي وررسولى. او ټولو ته اعلانوي چي خداى ته رجوع وكړئ، يوازي د ده عبادت وكړئ او يوازي له ده مرسته وغواړئ.

الله تعالى آدم عليه السلام او د ده اولاد ته پر ټولو مخلوقاتو؛ د فرشتو په شمول؛ ځكه فضيلت وركړ چي علمي استعداد او په هر څه د پوهېدا وړتيا او ظرفيت ئې تر ټولو نورو مخلوقاتو جامع دئ؛ خو موږ ته ئې دا لارښوونه هم كړې چي دا كوم علم دئ؛ دا د اشياءوو د پېژندا علم دئ؛ نه د صرف او نحو علم؛ له ده او فرشتو ئې د اشياءو د پېژندا پوښتنه كړې نه د صرف، نحو، تجويد، فلسفه او منطق پوښتنه؛ دا پوښتنه د آدم عليه السلام له پيدايښت سره متصل شوې؛ تر هغه ډېر وړاندي چي دى د پيغمبر په توگه غوره او وحي يا كومه صحيفه او كتاب پرې نازل شي؛ نو هغه علم ئې نه د كوم كتاب علم وو او نه د كومي ژبي د صرف او نحو علم؛ قرآن موږ ته وايي: عالم هغه دئ چي خپل رب ئې ښه پېژندلى نو ځكه زيات ترې وېرېږي؛ نه هغه چي كتابونه پرې بار وي؛ .... فرمايي: إِنَّمَا يَخۡشَى ٱللَّهَ مِنۡ عِبَادِهِ ٱلۡعُلَمَٰٓؤُاْۗ: يقيناً چي له الله يوازي د ده پوه بندگان وېرېږي،...

أَلَمۡ تَرَ أَنَّ ٱللَّهَ أَنزَلَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءٗ فَأَخۡرَجۡنَا بِهِۦ ثَمَرَٰتٖ مُّخۡتَلِفًا أَلۡوَٰنُهَاۚ وَمِنَ ٱلۡجِبَالِ جُدَدُۢ بِيضٞ وَحُمۡرٞ مُّخۡتَلِفٌ أَلۡوَٰنُهَا وَغَرَابِيبُ سُودٞ ٢٧ وَمِنَ ٱلنَّاسِ وَٱلدَّوَآبِّ وَٱلۡأَنۡعَٰمِ مُخۡتَلِفٌ أَلۡوَٰنُهُۥ كَذَٰلِكَۗ إِنَّمَا يَخۡشَى ٱللَّهَ مِنۡ عِبَادِهِ ٱلۡعُلَمَٰٓؤُاْۗ إِنَّ ٱللَّهَ عَزِيزٌ غَفُورٌ ٢٨    فاطر

·        27- آيا نه گورې چي الله له آسمان اوبه وروي او په دې سره داسي مېوې راباسو چي رنگونه ئې ډول ډول دي؛ او له غرونو ځيني ئې سپيني او سرې گاري دي چي رنگونه ئې ډول ډول دي او ځيني ئې تك تور؛ 28- او همداسي د خلكو، خزنده وو او څارويو رنگونه ډول ډول دي، يقيناً چي له الله يوازي د ده پوه بندگان وېرېږي، يقيناً چي الله بخښونكى عزتمن دئ.

په دې مباركو آيتونو كي د توحيد اړوند څو عميق او مضبوط دلائل وړاندي شوي، په دې كي قرآن خپل مخاطب ته وايي: آيا نه گورې چي الله تعالى له آسمان اوبه وروي او بيا په دغو اوبو سره له زمكي داسي ډول ډول مېوې راباسي چي رنگونه ئې مختلف او بېل بېل دي، دا د زمكي او آسمان تر منځ ژور تنسيق او همغږي د چا په اراده رامنځته شوې؟ دا كوم خلاق ذات دئ چي له خاوري خوندوري رنگيني مېوې جوړوي، هغه هم نه يو ډول مېوه او په يوه رنگ كي بلكي ډول ډول مېوې چي هم په خوند كي ژور توپيرونه لري، هم په شكل او بڼي كي او هم په رنگ كي؟ دا خو هر عقلمن ناظر ته په جگ غږ وايي: د دغو خوندورو، رنگينو او ښكلو مېوو پيدايښت هرومرو د يوه داسي عليم، حكيم او خلاق ذات كار دئ چي هم آسمان د ده تر واك او حكم لاندي دئ او هم زمكه، آسمان ته وايي اوبه ووروه او زمكي ته وايي په دغو اوبو ډول ډول مېوې راوټوكوه، دواړو ته ئې لارښوونه كړې چي د انسان په خدمت كي اوسئ او د ده اړتياوي پوره كړئ!! دا په زرگونو ډوله خوندوري مېوې چي نه يوازي د نوع، شكل، رنگ، خوند، جوړښت، تركيب، بوى، ذائقې... له پلوه ژور توپيرونه لري بلكي د انسان ډول ډول غذائي اړتياوو ته ځواب وايي، انسان ئې له رنگ، شكل، بوي او ذائقې خوند اخلي، په يوه نوع مېوې كي يوه له بلي دومره توپيرونه لري چي هر انسان پرې پوهېدى شي، آيا دا نه ښيي چي د عالم د ټولو مخلوقاتو تر شا د يوه داسي حكيم خلاق رب نامرئي لاس لگيا دئ چي نه غواړي يو مخلوق او مصنوع ئې له هره پلوه بل ته ورته وي، په هر يوه كي بايد د ده د خلاقيت او حكمت بېل بېل اړخونه راڅرگند شي، د عالم ټول مخلوقات بايد د ده د بې انتهاء علم، حكمت او خلاقيت مظاهر زموږ په وړاندي انځور كړي؟! كه دا عالم يوې فابريكې ته ورته وى او رب ئې احسن الخالقين: تر ټولو غوره پنځوونكى او خالق نه وى؛ نو هيڅكله به د دومره بې شمېره تنوع، بې انتهاء ښايست او ژور تنسيق شاهد نه وو، لكه څنگه چي يوه فابريكه له يو ډول خامو توكو يوازي يو ډول يا په ډېر پرمخ تللي حالت كي څو ډوله شيان جوړولى شي نو د آسمان له اوبو او د زمكي له خاوري به يوازي څو محدود ډوله شيان پيدا كېدل او هغه هم په بشپړه توگه يو بل ته ورته، خو دا دئ گورو چي خبره كاملاً بل ډول ده، له دې زمكي دومره ډول ډول مېوې پيدا كېږي چي انسان ئې هم له شمېرلو عاجز دئ او هم له توصيف!! دا تنوع چي د حكيم خلاق ذات د بې انتهاء قدرت يو څرگند مظهر دئ يوازي په مېوو كي نه بلكي د عالم په هري برخي كي تر سترگو كېږي، په غرونو كي سپيني او سرې گاري گورئ چي رنگونه ئې ډول ډول دي، داسي گاري هم گورئ چي رنگ ئې تك تور دئ، نه يوازي د رنگ له پلوه يوه له بلي توپيرونه لري بلكي د تركيب له پلوه هم د دوى تر منځ ژور او پراخ توپيرونه شته، همداسي د خلكو، خزنده وو او څارويو رنگونه ډول ډول دي، د انسان له پيدايښت بيا تر نن پوري داسي دوه انسانان نه دي پيدا شوي چي له هره پلوه په بشپړه توگه سره ورته وي؛ او د رنگ، شكل، جوړښت، استعدادونو او ځواكونو له پلوه توپيرونه ونه لري!! دا پراخه تنوع هر سترگور او عقلمن انسان ته څه وايي؟ د دې تنوع د خالق په اړه موږ ته څه لارښوونه كوي؟! يقيناً چي د علم خاوندان نه يوازي دا د رب العالمين د قدرت څرگند مظاهر گڼي او همدغي تنوع ته په پام سره پر رب العالمين ايمان راوړي؛ بلكي دا (علم) او (ايمان) په دوى كي د خپل رب په وړاندي د قصور داسي احساس راولاړوي چي زړونه ئې رېږدوي، همغسي لكه چي الله تعالى فرمايي: له الله يوازي د ده پوه بندگان وېرېږي. هو؛ د الله تعالى په اړه ښه معرفت او د هغه ښه پېژندنه په انسان كي خشوع راپيدا كوي، څوك چي تر نورو زيات پوه او عالم وي هغه به تر نورو زيات له خپل رب وېرېږي، د ده په وړاندي به ځان قاصر بنده گڼي او خپل الهي مسئوليت به تر هغه څه ډېر ډېر لوړ گڼي چي كړي ئې دي يا ئې كوي. دا آيت موږ ته حقيقي (عالم) راښيي، وايي: عالم هغه دئ چي له الله تعالى ډېر وېرېږي؛ نه هغه چي ډېر كتابونه ئې لوستلي، عالم هغه نه دئ چي ځان يا نور ئې په لويو لويو او اوږدو القابو ستايي، عالم هغه دئ چي په وينا، كړنو او څېرې كي ئې له الله تعالى د وېري آثار له ورايه برېښي. عالم هغه دئ چي په عالم كي د ځواكمن او عزتمن رب د قدرت، حكمت او عظمت مظاهر د دوى په زړونو كي وېره راولاړوي او خپل قصور ته په پام سره د هغه مغفرت او بخښني ته طمع ساتي؛ او په دې باور وي چي يقيناً الله تعالى بخښونكى عزتمن دئ.

  الله تعالى عليم (ډېر پوه) دئ؛ علم د ده ذاتي صفت دئ؛ ټول عالم ئې د خپل كامل علم له مخي پيدا كړى؛ په هر څه كي به ئې د علم څرگند مظاهر ومومې، علم (پوهه او پېژندنه) دا ده چي هم الله تعالى وپېژنې او هم په عالم كي د ده د علم مظاهر او آثار؛ هغه ته عالم ويلى شو چي همدا پوهه ئې په برخه شوې وي؛ د انسان هر علم، كشف او اختراع يوه الهي پيرزوينه ده؛ همغسي لكه عقل، شعور، فهم، پنځگوني حواس، سترگي، غوږونه، ژبه، پزه، لاسونه او پښې چي هر يو ئې ستر نعمت دئ؛ د انسان (مؤمن او كافر) هر علم د الله تعالى نعمت دئ؛ همغسي لكه چي عقل، فهم، شعور او حواس ئې د هغه نعمتونه دي؛ د الله تعالى په إذن ورپه برخه كېږي؛ لكه چي قرآن فرمايي:

... وَلَا يُحِيطُونَ بِشَيۡءٖ مِّنۡ عِلۡمِهِۦٓ إِلَّا بِمَا شَآءَۚ  ...255 البقره

... او دوى د ده له علم يوازي په دومره څه احاطه كولى شي چي دى ئې وغواړي،...

هر چا ته علم او پوهه دى وركوي، سترگي، زړه، غوږونه، دماغ او اعصاب ئې د ده په اراده ورته كار كوي، لار ورته ښيي او د ښه او بد، مفيد او مضر په پېژندلو كي ئې مرسته كوي، په هر څه چي انسان علماً احاطه كوي او پر خصوصياتو ئې د پوهېدو توفيق تر لاسه كوي؛ نو دا ټول د الله په خوښه او اذن او په همغه حد كي وي چي الله تعالى غوښتي او وئې غواړي.

هر نوى كشف او علمي اختراع؛ يو الهي نعمت او پېرزوينه ده؛ په عالم كي دا تسهيلات او امكانات الله تعالى ايښي؛ او انسان ته دا استعداد او مَلَكَه الله تعالى وركړې چي د عالم هر څه وپېژني او گټه ترې واخلي؛ د انسان دغه الهي وړتيا او استعداد هغه څه دي چي انسان ته ئې پر ټولو مخلوقاتو؛ د فرشتو په شمول؛ فضيلت وركړى او الله تعالى له همدې امله ملائكي پر دې وگمارلې چي د هغه پر فضيلت اعتراف وكړي. د انسانانو ټولي علمي او ساينسي لاسته راوړني، په حقيقت كي كشف دئ؛ نه اختراع او ابداع؛ د نورو له نظره پټ حقائق ئې كشف كړي او په مرسته ئې گټور توكي جوړ كړي؛ برېښنا په طبيعت كي له همغي ورځي موجود وه چي الله تعالى زمكه او آسمانونه پيدا كړل؛ انسان اوس كشف كړه او نن ئې د ژوند ډېر تسهيلات په همدې برېښنا پوري تړلي دي؛ له يوه ځاى بل ته او د څپو له لاري د غږ انتقال عملاً تر سره كېدو او اړوند امكانات ئې په طبيعت كي تعبيه شوي وو؛ انسان وتوانېدو څرنگوالى ئې كشف كړي، لومړى د تار، بيا د فلزي سيم او نن د برېښنايي څپو او امواجو له لاري؛ په سريع توگه انتقال كړي. دا ځكه چي انسانانو نه مخلوقات او په هر يوه كي خاص ظرفيتونه او امكانات پيدا كړي او نه د دوى تر منځ د تعامل قواعد او ضوابط انسانانو وضع كړي؛ د انسان كار فقط د هغو الهي سننو كشفول دي چي الله تعالى په عالم كي ايښي دي او په قرآن كي د سنت، قضاء او قدر په نامه ياد شوي؛ انسان نه يوازي دا سنن، قضاء او قدر وضع كړي نه دي بلكي بدلولى ئې هم نه شي؛ ثابت او نه بدلېدونكي دي؛ هيڅوك ئې نه شي بدلولى. قرآن فرمايي:

... فَلَن تَجِدَ لِسُنَّتِ ٱللَّهِ تَبۡدِيلٗاۖ وَلَن تَجِدَ لِسُنَّتِ ٱللَّهِ تَحۡوِيلًا٤٣   فاطر

.... نو هيڅكله به د الله د سننو لپاره هيڅ تبديلي ونه مومې او هېڅكله به د الله د سننو لپاره هيڅ تحويل (تغيير) ونه مومې.

يعني الهي سنن او مقدرات ثابت او تغيير نه منونكي دي، نه ئې څوك په خپلو هڅو او تدبيرونو سره بدلولى شي او نه كوم تغيير په كي راوستلى شي.

·        د انسان علم داسي عام الهي نعمت دئ چي د خپلو ټولو بندگانو لپاره ئې مقدر كړى؛ كه مؤمن وي كه كافر؛ همغسي چي نور عام نعمتونه ئې ورته مقدر كړي؛ په انسان او د ده په انتخاب پوري تړاو لري چي څومره ئې تر لاسه كوي او څنگه ئې كاروي؛ خوښه ئې چي غواړي د نعمتونو شاكر شي او په ښه توگه ئې وكاروي او كه د نعمتونو كافر او منكر چي په ناسمه او غلطه توگه ئې كاروونكى شي؛ كه د ده د تنفس لپاره له اوكسيجن ډكه هوا ده، كه د لمر تودوخه او رڼا ده، كه باران او واوره ده، كه دانې او مېوې دي او د رزق نور توكي؛ د ټولو بندگانو لپاره ئې پيدا كړي؛ مؤمن ته ئې هم وركوي او له كافر ئې هم نه سپموي؛ لمر ئې ټولو ته رڼا او تودوخه وركوي او آسمان ئې ټولو ته هوا، اوبه او باران؛ او دوى چي د هر څه او هر مخلوق په اړه كومه پوهه تر لاسه كوي، كوم څه پېژني او د هغه علم ئې په برخه كېږي؛ دا هغه څه دي چي الله تعالى غوښتي؛ او ده ته ئې ورپه برخه كړي.

يعني چي د مؤمن او كافر انسان هر علم او پوهه د الله تعالى يوه پېرزوينه ده؛ متأسفانه ځيني د جهالت له كبله له ساينسي علومو سره حساسيت ښيي؛ له هر نوي شي او نوي بدلون سره د مخالفت لار غوره كوي؛     په داسي حال كي چي الله تعالى د همدې علم له امله انسانانو ته پر ټولو نورو مخلوقاتو فضيلت وركړى؛ دا د انسانانو د هغه جد علم دئ چي له امله ئې فرشتو د ده پر فضيلت اعتراف وكړ او د الله تعالى په امر ئې سجده وكړه! آيا ډېره ډېره عجيبه نه ده چي له دې علم بې برخي او جاهل؛ ځان ته عالم وايي؟ ښاغليو! الله تعالى له آدم عليه السلام او فرشتو؛ نه د كوم كتاب آزموينه اخيستې او نه د كومي ژبي د صرف، نحو او گرامر؛ آيا پوهېږئ چي الله تعالى په دې اړه په خپل قرآن كي څه فرمايلي؟

وَعَلَّمَ ءَادَمَ ٱلۡأَسۡمَآءَ كُلَّهَا ثُمَّ عَرَضَهُمۡ عَلَى ٱلۡمَلَٰٓئِكَةِ فَقَالَ أَنۢبِ‍ُٔونِي بِأَسۡمَآءِ هَٰٓؤُلَآءِ إِن كُنتُمۡ صَٰدِقِينَ ٣١ قَالُواْ سُبۡحَٰنَكَ لَا عِلۡمَ لَنَآ إِلَّا مَا عَلَّمۡتَنَآۖ إِنَّكَ أَنتَ ٱلۡعَلِيمُ ٱلۡحَكِيمُ ٣٢

[31]- او آدم ته ئې نومونه ورزده كړل؛ ټول ئې؛ بيا ئې ملائكو ته وړاندي كړل، نو وئې ويل: د دغو پر نومونو مي خبر كړئ؛ كه رښتيني ياست. [32]- وئې ويل: پاكي ده تا ته، موږ له هغه پرته چي تا راښودلي هيڅ علم نه لرو، ته خو بې شكه چي ښه پوه او ښه د حكمت خاوند يې.

يعني الله تعالى آدم عليه السلام او د ده نسل ته پر ملائكو دا فضيلت وركړى چي علم ئې تر فرشتو جامع دئ، د هر څه پېژندلو او هغه ته د خاص نوم وركولو استعداد په كي ايښودل شوى، خو ملائكي داسي دي چي هر صنف ئې د خپل خاص كار په اړه علم لري او د نورو شيانو په اړه نه پوهېږي، هر څه پېژندل او بيا هغه ته خاص نوم وركول؛ د انسان ځانگړتيا ده، دا خصوصيت په بل هيڅ مخلوق كي نشته، د زمكي د خلافت لپاره همداسي يوه مخلوق ته ضرورت وو، ملائكو د دې خلافت وړتيا نه درلوده او دا كار ئې نه شو كولى.

آيا پوه شوې چي له دوى دواړو د كوم علم په اړه امتحان اخستل شوى؟! او له مخي ئې چا ته د عالم او چا ته د ناپوه لقب وركړى شوى؟ او راته ووايه چي د دې الهي او قرآني معيار په تله كي د ځان په اړه څه قضاوت كوې او ځان د كوم لقب وړ او مستحق گڼې؟! 

څوك چي په رياضي، هندسه، فزيك، كيميا او نورو علومو نه پوهېږي؛ هيڅ كسب او كار په سمه او بشپړه توگه نه شي كولى؛ نه يوازي له نورو ملكونو سره په ټيكنالوژي، نظامي وسائلو، صنعت، زراعت، تجارت كي برابري او سيالي نه شي كولى؛ بلكي هيڅ ابتدائي كارونه؛ لكه نجاري، خياطي، دهقاني، د اوسپني، پلاستيك، لرگي، سرو زرو، سپينو زرو؛ كسب، كاروبار او تجارت نه شي كولى؛ نه تكړه او ماهر تركاڼ، پښ، درزي، كروندگر، سوداگر تري جوړېدى شي؛ نو هغه چي په مدرسې كي ئې دغه علوم نه دي ويلي او په هيڅ كسب او كار نه پوهېږي؛ روزي به له كومه كوي؟ آيا له دې پرته بل بديل لري چي پر اذان، امامت، تعويذ، دم، فال، جادو كول او ماتول، د ماشوم غوږ كي اذان، د قبر پر سر او د فاتحې مراسمو كي د قرآن په تلاوت سره .... شكرانې تر لاسه كړي؛ په داسي حال كي چي دا ټول له شرعي پلوه ناروا او ناجائز دي؛  امام احمد رحمه الله په دې اړه ډېره په زړه پوري وينا لري او وايي: خلكو ته يوازي دين مه ښيئ؛ كسب او هنر هم وروښيئ؛ كه نه نو روزي به د دين پلورلو له لاري تر لاسه كوي.

هغه چي ځان ته عالم وايي خو په ابتدائي رياضي هم نه پوهېږي؛ دا ځكه چي ده خپل كتابونه له داسي استاد لوستلي چي يا ئې اصلاً سواد نه درلود او يا په رياضي؛ جمع، تفريق، ضرب او تقسيم نه پوهېدو؛ له دې علم پرته د ميراث وېشل ممكن نه دي؛ ما ته دي ووايي: ميراث به څنگه ويشي؟ سره له دې چي د ميراث په اړه په قرآن كي تر ټولو نورو موضوعاتو زيات او په ډېر تفصيل سره بحث شوى؛ نن موږ په ټول افغانستان كي لږ داسي علماء مومو چي د ميراث په علم كي مهارت لري او له اشتباه پرته ئې وېشلى شي. او كه دا غوښتنه هم ترې وشي چي د ميراث زمكه عملاً هم ووېشي؛ نو دا وېش يوازي هغه څوك كولى شي چي هندسه ئې لوستلې وي؛ له دې علم پرته ئې وېش ممكن نه دئ؛ ټول ساينسي علوم همداسي دي؛ علم د مؤمن بنده وركه شوې متاع ده؛ هر چېري ئې چي ومومي؛ دى ئې لومړنى مستحق دئ؛ هغه جاهلان دي الله پوه كړي چي له ساينسي علومو سره ځكه مخالفت كوي چي د پوهېدو مجال او ظرفيت ئې نه دئ په برخه شوى؛ په دې هم نه پوهېږي چي نوح عليه السلام لومړى انجنير دئ چي د لرگى كشتۍ ئې جوړه كړه، داؤد او زوى ئې سليمان عليهما السلام لومړني انجنيران دي چي اوسپنه او مس ئې كشف كړل، ذوب ئې كړل او د زره (زغري) په څېر وسائل ئې ترې جوړ كړل، سليمان عليه السلام لومړى شخص دئ چي داسي بادي كشتۍ جوړه كړه چي په نيمايي ورځ كي به ئې د پلي انسان د يوې مياشتي مزل وهلو؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم هم شپني كړې او هم تجارت، مېرمني ئې خديجه رضي الله عنها تجارت كولو او له دې لاري تر لاسه كړې ټوله شتمني ئې د رسول الله صلى الله عليه و سلم په واك كي وركړه؛ او هغه په دې اړه فرمايلي: الله تعالى زه د خديجې په سبب له نيازمنۍ وروسته شتمن كړم؛ يعني خديجه ئې د دې آيت مصداق وگڼله:

وَوَجَدَكَ عَآئِلٗا فَأَغۡنَىٰ٨   الضحى

او نيازمن ئې وموندلې؛ خو غناء ئې كړه درپه برخه.

نو موږ به يوازي هغه څوك د رسول الله صلى الله عليه و سلم حقيقي وارث گڼو چي ويناوي، كړني او اخلاق ئې د ده په څېر وي، هغه او ټولو پيغمبرانو خپلو امتونو ته ويلي: د دين په كار كي له تاسو هيڅ مادي او معنوي اجر او بدله نه غواړو؛ اجر مو فقط پر الله تعالى دئ؛

وَمَآ أَسۡـَٔلُكُمۡ عَلَيۡهِ مِنۡ أَجۡرٍۖ إِنۡ أَجۡرِيَ إِلَّا عَلَىٰ رَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ١٠٩

او له تاسو هيڅ اجر نه پرې غواړم، زما اجر يوازي پر رب العالمين دئ،

په دې او تر دې وړاندي آيت كي د نوح عليه السلام دوه خبري داسي راغلې چي په قرآن كي همدا دواړه د يوه پيغمبر د حقانيت معيار گڼل شوې: امانت او له الله تعالى پرته له بل چا اجر نه غوښتل، په دې سوره كي او د قرآن په گڼ شمېر نورو آيتونو كي به وگورئ چي دا دواړه د پيغمبرانو عليهم السلام د شخصيت بارز مواصفات ښودل شوي، هر يوه خپل قوم ته ويلي: زه د الله تعالى له لوري لېږل شوى امين استازى يم، په بشپړ امانت سره د خپل رب پيغام تاسو ته رسوم، د دې دعوت په بدل كي له تاسو هيڅ اجر نه غواړم، زما اجر يوازي پر رب العالمين دئ. دا ښيي چي د صادق او كاذب داعي، زړه سواند لارښود او مكار پير د پېژندو لپاره بايد دغه دوه مواصفات د معيار په توگه په پام كي ولرو؛ يوازي هغه څوك به د پيغمبر صادق وارث بولو چي دا ځانگړتياوي په كي ومومو: امانت او له خلكو د اجر او شكرانو غوښتلو طمع او غوښتنه نه درلودل.

ٱتَّبِعُواْ مَن لَّا يَسۡـَٔلُكُمۡ أَجۡرٗا وَهُم مُّهۡتَدُونَ٢١  يٰس

د هغو متابعت وكړئ چي كومه بدله نه درنه غواړي او دوى هدايت شوي دي.

دا د يٰس سورې د يوې داسي ركوع يو آيت دئ چي په هغې كي د دريو پيغمبرانو يادونه شوې؛ لومړى دوه تنه د يوې سيمي استوگنو ته ولېږل شول خو هغوى دواړه تكذيب كړل، بيا د دواړو مرستي ته درېيم هم ولېږل شو چي د سيمي استوگنو ته ئې وويل: موږ د الله تعالى له لوري تاسو ته لېږل شوي استازي يو؛ هغوى ورته وويل: تاسو خو زموږ په څېر بني آدمان يئ، له موږ مو په هيڅ څه كي كوم توپير نشته، نه الله تعالى تاسو د استازو په توگه لېږلي يئ او نه ئې ستاسو په لاس كوم پيغام لېږلى؛ تاسو له دې پرته بل څه نه يئ چي دروغ وايئ؛ پيغمبرانو ورته وويل: زموږ رب ښه پوهېږي چي موږ په يقيني توگه ستاسو لوري ته لېږل شوي استازي يو، دنده مو يوازي دا ده چي د الله تعالى پيغام په بشپړ امانت او په واضح توگه تاسو ته ورسوو، هغوى ورته وويل: تاسو ځان ته د بدمرغۍ سبب بولو، كه له خپلو خبرو لاس وانه خلئ نو هرو مرو مو رجم كوو او حتماً به له موږ دردوونكى عذاب درورسېږي، پيغمبرانو په ځواب كي ورته وويل: د بدمرغۍ اسباب مو په خپله له تاسو سره دي؛ ستاسو كفر، شرك، ظلم، فساد او گناهونه د بدمرغۍ اصلي اسباب دي، آيا موږ له دې كبله په رجم او دردناك عذاب گواښئ چي نصيحت درته كوو؟ آيا سمه ده چي هغه كسان په دردناك عذاب وگواښئ چي تاسو ته پند دركوي؟ اصلي خبره دا ده چي تاسو په خپل چلن كي تل تېرى او اسراف كوئ، زموږ په خلاف ستاسو دا گواښونه هم له همدې اسراف راټوكېدلي.

بيا په همدې حالت كي د ښار له لري څنډي يو سړى په داسي حال كي راغى چي تلوار ئې كولو او وئې ويل: اې زما قومه! د دغو پيغمبرانو متابعت وكړئ، د هغو متابعت وكړئ چي له تاسو د هيڅ بدلې طمع نه لري، مخلص او بې غرضه ناصحان دي، عملاً گورئ چي دوى په سمه لار روان او هدايت ئې په برخه شوى. گورئ چي قرآن د هغو پيغمبرانو د صداقت لپاره د يوه صالح بنده دوه دلائل زموږ مخي ته ايښي: دوى له خلكو د هيڅ بدلې او اجر طمع نه درلوده او عملاً پر سمه لار روان او هدايت ئې په برخه شوى. 

رسول الله صلى الله عليه و سلم د زكات او صدقات له اموالو هيڅ څه د ځان او خپلي كورنۍ لپاره نه اخيستل؛ زكات او صدقات ئې د خپلي كورنۍ پر غړو تحريم كړي وو. نو څوك چي د پيغمبرانو د وراثت دعوى كوي؛ بايد په دې صفاتو متصف وي؛ موږ بايد د همدې معيارونو له مخي؛ صادق او كاذب داعي وپېژنو.

قرآن موږ ته وايي: كله چي آدم عليه السلام؛ د ممنوعه وني د مېوې خوړلو په سبب له جنت وايستل شو او په دې سره له خپلي فطري جامې محروم شو؛ نو له پاڼو ئې ځان ته جامه جوړه كړه، زوى ئې قابيل په دې نه پوهېدو چي د خپل شهيد ورور له جسد سره څه وكړي؛ ناڅاپه ئې يو كارغه وليد چي زمكه ئې په مښوكي وكيندله او څه ئې په كي ښخ كړ؛ له كارغه ئې د خپل ورور د ښخولو چم زده كړ؛ خو نن په 21 مي پېړۍ كي د آدم عليه السلام زامنو داسي تېز جنگي جهازونه جوړ كړل چي جوړښت ئې شاهين ته ورته دئ؛ او داسي اوبتلونه (تر اوبو لاندي كشتۍ) ئې جوړ كړل چي جوړښت ئې سترو كبانو ته ورته دئ، غوښتل ئې داسي سيار ماشين جوړ كړي چي په ناهمواره او له لوړو ژورو او تيږو ډكي زمكي باندي آرام تگ كولى شي؛ هغه هم (د سپوږمۍ په څېر ستوري كي) نو د يوې حشرې په څېر ئې اوږدي كږې پښې ورته جوړي كړې؛ چين ملخ ته ورته داسي جاسوسي وړه ډرون الوتكه جوړه كړه چي كولى شي تر لري واټن الوتنه وكړي، معلومات راغونډ او تصويرونه او غږونه ثبت كړي او مركز ته ئې مخابره كړي؛ كه ئې څوك د خپلي خوني پر شيشه وگوري نو د ملخ گمان به پرې كوي.

يعني چي انسان له خپل ماحول زده كړه كوي؛ علم ئې اكتسابي دئ؛ د پيدايښت په لومړيو كي په هيڅ نه پوهېږي؛ له پيدايښت سره سم ئې څو كارونه په فطري توگه زده وي، خندا، ژړا او لاس پښې خوزول؛ په ژړا سره خپله مور خبروي چي تى وركړي، د مور تى په خپلو لاسونو كلك نيسي او روي؛ ورو ورو ئې زده كړه زياتېږي؛ او په نويو شيانو پوهېږي؛ د الله تعالى علم ذاتي دئ؛ نه كمېږي او نه زياتېږي، د حال، ماضي او مستقبل په هر څه پوه وو او دئ؛ د دې توصيف دلائل بې شمېره دي؛ يو ئې همدا د مور په تي كي د ماشوم لپاره د شيدو پيدايښت دئ؛ د ماشوم تر پيدايښت وړاندي؛ د ده لپاره د مور په مستقل او له ده بېل بدن كي؛ داسي شيدې پيدا شي چي د ماشوم لپاره هم مكمل او بشپړه غذا ده او هم دوا؛ داسي مكمله غذا چي د نړۍ ټول ډاكټران، ساينسپوهان او انجنيران ئې په گډه او د خپلو ټولو وسائلو او تجهيزاتو په مټ؛ يو څاڅكى هم نه شي جوړولى؛ تر دوه كاله زيات د ده ټولو غذايي اړتياوو ته ځواب وايي؛ د ده تر پيدايښت وړاندي د داسي مور په تي كي تعبيه شي چي د ده لپاره په خپل زړه كي دومره مينه لري چي تياره وي خپل هر څه تر ده جار كړي؛ دى په غېږ كي كلك نيول، پر مخ ښكولول، تى وركول، بدن او جامې ئې پاكول او بدلول ئې د ژوند تر ټولو محبوبه او خوندوره مشغله وي؛ خپل راحت خو پرېږده؛ خپل ځان ترې قربانوي؛  يوازي د انسان مور نه؛ بلكي هره مور؛ كه مارغان دي، كه د وچي او سمندر حيوانات دي؛ دا هر يو په خپل زړه كي له خپل اولاد سره همداسي مينه لري؛ هر بچي همداسي مور ته ضرورت لري؛ او الله تعالى د ده اړتياوو ته په پام سره همداسي مهربانه ورته پيدا كړې؛ او دا ښيي چي دا عالم يو مهربان، عليم، حكيم او په هر څه پوه خالق او پالونكى لري.

په طبيعت كي د بېلو بېلو برخو تر منځ؛ د پراخي او ژوره همغږي او تنسيق يوه بله بېلگه هم ستاسو مخي ته ږدم:

·        قرآن (نهرونه) او (لاري) يو د بل څنگ كي يادوي؛ او په دې سره موږ ته وايي: الله تعالى موږ ته په غرونو كي د اوبو زېرمي او ذخيرې جوړي كړې، په ژمي كي؛ د غرونو لوړو او ژورو كي واوري ذخيره شي، له ژمي وروسته او هغه مهال چي موږ په هوارو کي اوبو ته ضرورت لرو؛ ورو ورو ويلي كېږي او زموږ لوري ته رابهېږي، كوم خوړونه او درې چي په غرونو كي گورو ټولي د دغو نهرونو له كبله رامنځته شوي؛ او په درو كي د نهرونو خوا ته دا لاري له همدې امله راپيدا شوې؛ كه نه نو سترو سترو غرونو به سيمي داسي سره بېلي كړې وې چي انسانانو ته به له يوې سيمي بلي ته تگ ډېر گران وو. قرآن فرمايي:

وَأَلۡقَىٰ فِي ٱلۡأَرۡضِ رَوَٰسِيَ أَن تَمِيدَ بِكُمۡ وَأَنۡهَٰرٗا وَسُبُلٗا لَّعَلَّكُمۡ تَهۡتَدُونَ١٥    النحل

او په زمكي كي ئې لنگرونه (غرونه) واچول چي تاسو ونه لړزوي؛ او نهرونه او داسي لاري چي (له يوې سيمي بلي ته) لار پيدا كړئ.

د دې مباركو آيتونو په ژورو مطالبو د ښه پوهېدا لپاره دا خبري په پام كي ولرئ:

    دلته د غرونو د پيدايښت په اړه د (ألقى: واچول) صيغه كارول شوې؛ ولي د جوړولو او پيدا كولو پر ځاى دا صيغه راغلې؟ ولي د غرونو لپاره د جبال پر ځاى د (رواسي: لنگرونه) نوم راوړل شوى؟ آيا د غرونو تر پيدايښت وړاندي زمكه خوځېده؟ غرونو څنگه د هغې خوځښت له منځه يووړ؟ ولي نهرونه او لاري څنگ په څنگ ذكر شوې آيا د نهرونو او لارو تر منځ كوم تړاو شته؟ دې پوښتنو ته بايد دقيق او علمي ځوابونه ولټوو.

    علمي څېړني ښيي چي غرونه د زمكي له زړه راټوكېدلي، ډېره برخه ئې د زمكي په زړه كي وي او لږ ئې بهر راوتلې وي، دا غرونه هغه مهال راوټوكېدل چي د زمكي بهرنى قشر سوړ او د ډبري په څېر كلك شو؛ خو نازك وو او د زمكي په سينه كي د متراكمي انرژۍ د فشار په وړاندي ئې مقاومت نه شو كولى او په پر له پسې توگه چاودېدو، له دغو چاودونو ويلي مواد بهر شيندل كېدل او همدا ورو ورو په غرونو بدلېدل؛ اوس هم دا لړۍ روانه ده او د اورشيندو په ترڅ كي غرونه د جوړېدو په حال كي دي؛ خو په لږ پيمانه. دا ښيي چي د غرونو لپاره د (القى) صيغه كارول ډېر ستر علمي حقيقت افاده كوي او د قرآن يو ځلانده علمي اعجاز زموږ مخي ته ږدي. د زمكي پر سر د غرونو د جوړېدو څرنگوالى له دې سره شباهت لري چي څوك هگۍ په جوښ اوبو كي كښېږدي، د هگۍ زېړ او سپين ورو ورو گرم شي او وپړسېږي، د داخلي فشار له كبله د هگۍ پوستكى وچوي، د هگۍ سپين له چاودونو بهر راووځي او د چاودونو په امتداد لوړ پاته شي؛ غرونه د زمكي پر سر همداسي جوړ شوي.

     د علمي څېړنو په ترڅ كي دا حقيقت هم ثابت شوى چي زمكه د پيدايښت په لومړيو مراحلو كي او هغه مهال چي بهرنى قشر ئې لا مضبوط او پرېړ شوى نه وو او غرونه لا نه وو پيدا شوي، د دغو چاودنو له كبله له شديدو او پر له پسې زلزلو سره مخامخ وه، دا غرونه د دې باعث شول چي د زمكي بهرنى قشر مضبوط او دروند شي، بېلي بېلي ټوټې ئې سره وصل او ويلډينگ شي او د زلزلو مخه ونيول شي. دا داسي وگڼئ لكه چي د يخو اوبو پر سر د مات كنگل ټوټې له كوم لوى او دروند او ډېر سوړ كنگل سره ونښلي او په دې توگه ئې ماتېدا او خوځېدا متوقف شي. د غرونو لپاره د لنگر نوم غوره كول په حقيقت كي دغه ستر علمي حقيقت ته اشاره كوي او يقيناً چي دا د قرآن يو بل قاطع او ښكاره علمي اعجاز دئ.

    د علمي څېړنو په ترڅ كي دا حقائق هم ثابت شوي چي د زمكي د سر نهرونه د غرونو له كبله پيدا شوي، دغه نهرونه د دې باعث شوي چي خوړونه او درې رامنځته شي، د اوبو د مسير ډبري وسولېږي او خوړونه او درې په كي جوړ شي؛ او بيا په همدغو درو كي انسان ته له يوې سيمي بلي ته د تلو لاري پرانيستل شي. تاسو كه دا نن د لويو غرونو په سيمو كي تېري شوو لارو ته ځير شئ نو وبه گورئ چي ټولي لاري د نهرونو په ژۍ كي او په هغو درو كي تېري شوې چي دغو نهرونو رامنځته كړې دي. او دا له شك پرته د قرآن بل ستر علمي اعجاز دئ چي غرونه، نهرونه او لاري ئې څنگ په څنگ ياد كړي.

زمكه داسي جوړه شوې چي هري خوا ته علائم او نښي زموږ مخي ته ځلېږي، د همدغو علائمو له مخي موږ د خپل سرمنزل لورى او د تگ سمت ټاكلى او پېژندلى شو، كه دا علائم نه وى نو انسان ته به گرانه او حتى محال وه چي له يوې سيمي بلي ته د سفر په دوران كي د خپل هدف لورى او د تگ مسير تعيين كړي او لار ترې غلطه نه شي. كله د غرونو څوكي ورته نښه شي، كله نهر، كله وچ خوړ، كله ځنگل، كله يوه ستره ونه، په لويو بېدياوو، بحرونو او فضاء كي هم د دغو علائمو له مخي خپل مسير تعيينوي، كه دا د زمكي د سر نښي ئې له سترگو غائبي شي نو بيا د ستورو له مخي خپل لورى او سمت ټاكي او لار مومي؛ لكه دا چي د شمالي قطب په ستوري سره د شمال او غرب لورى داسي ټاكي چي ښۍ اوږه د دې ستوري لوري ته برابره كړي، همدا لوري ئې شمال شي او مخامخ ئې غرب.

   د انسان خوب او رؤيا د دې بل څرگند ثبوت وړاندي كوي چي الله تعالى له ماضي او مستقبل همداسي خبر دئ لكه له حال؛ موږ كله داسي خوبونه گورو چي عملي تعبير ئې څه موده وروسته په خپلو سترگو وگورو؛ تر پېښو وړاندي؛ په خوب كي او د زړه په سترگو ئې گورو؛ او بيا ئې په دقيقه او بشپړه توگه عملاً د سر په سترگو وگورو؛ يا په خوب كي له داسي نژدې او لري ماضي خبرېږو چي هيڅ اطلاع نه ترې لرو؛ په اړه ئې موږ نه له چا څه اورېدلي او نه مو په كوم كتاب كي څه لوستلي؛ وروسته راته معلومه شي چي په ماضي كي همداسي څه وو او همداسي پېښه شوې. آيا كولى شو د داسي خوبونو له اړخه بې اعتناء تېر شو او تصادف ئې وگڼو؛ مخصوصاً چي د داسي خوبونو بېلگي د ډېرى انسانانو په ژوند كي تجربه شوې؛ او ښيي چي دا زموږ پالونكى رب دئ چي د ماضي او مستقبل دروازې زموږ مخي ته پرانيزي او په خپل الهام سره مو له غيب خبروي. د (خوبونه او تعبيرونه) كتاب كي د داسي خوبونو ډېري بېلگي لوستلى شئ. د يوسف عليه السلام، د مصر د ملك او د رسول الله صلى الله عليه و سلم د عمرې خوب ئې څرگندي قرآني بېلگي دي؛ لومړني دوه خوبونه په بايبل كي هم راغلي.

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto