news اخبار فوری
clock

راشد خان پر خپل انسټګرام دغه انځورونه خپاره کړي او منلې یې ده چې د «خان خیره بنسټ» پرانیست‌غونډې مراسمو کې تر څنګ ناسته ښځه یې نکاح شوې مېرمن ده

راشد خان پر خپل انسټګرام دغه انځورونه خپاره کړي او منلې یې ده چې د «خان خیره بنسټ» پرانیست‌غونډې مراسمو کې تر څنګ ناسته ښځه یې نکاح شوې مېرمن ده

راشد خان پر خپل انسټګرام دغه انځورونه خپاره کړي او منلې یې ده چې د «خان خیره بنسټ» پرانیست‌غونډې مراسمو کې تر څنګ ناسته ښځه یې نکاح شوې مېرمن ده

راشد خان پر انسټګرام د خپل واده نېټه «دویم اګسټ ۲۰۲۵» لیکلې ده

له دې یو کال وړاندې د ۲۰۲۴ کال درېیم اکټوبر میاشت کې په کابل کې راشد خان د خپل واده مراسم هم نمانځلي وو چې د کرېکټ ګڼ شمېر لوبغاړو په‌کې ګډون کړی و

له څو ورځو راهیسې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو پوښتنې کولې چې د «خان خیره بنسټ» پرانیست‌غونډې مراسمو کې د راشد خان تر څنګ ناسته ښځه به څوک وي

خو نن راشد خان روښانه کړه چې هغه یې نکاح شوې مېرمن ده. اما لا هم معلومه نه‌ده چې راشد خان دویمه ښځه کړې او که لا هم یوه ښځه لري

د ټولنیزو رسنیو له کاروونکو خلاصون نه‌شته. اوس یې یو شمېر کاروونکي هغه ستایلی چې راشد خان ښه کار کړی دی چې خپله مېرمن یې په یوې غونډه کې تر څنګ ناسته ده.

خو ځینې نور به بیا پر راشد خان نیوکې کوي چې ولې یې خپله مېرمن لوڅ سر یوې غونډې ته له ځان سره بېولې ده

خو ګرانو هېوادوالو!

دا منو چې خان زموږ د کرېکټ اتل او ځلانده ستوری دی، خو کورنی ژوند د راشد خان خپل شخصي ژوند دی، پرېږدئ چې څه ډول یې خوښه وي، هغسې ژوند دې خپل په خوښه وکړي.

د چا په شخصي ژوند کې مداخله نه‌ده پکار او نه باید ځان ته دا حق او اجازه ورکړو چې نور دې هم زموږ په خوښه ژوند وکړي، ځکه هر څوک د خپل ژوند لپاره خپل سبک، معیار او سټایل لري

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto