ملګرو ملتونو د افغانستان بېرته ستنېدونکو مهاجرینو د اندېښمنو شرایطو په اړه تازه خبرداری ورکړ
کابل – د ملګرو ملتونو د اسکان او ښاري پراختیا اداره د افغانستان بېرته راستانه شویو مهاجرینو د سختو او ننګونو ډکو شرایطو په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې او وايي
چې د خپلو شریکانو په همکارۍ هڅه کوي چې له دغه زیانمن قشر سره د سرپناه او لومړنیو خدماتو په برابرولو کې مرسته وکړي
د دوشنبې په ورځ، د لړم ۲۶مه، په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې د سرپناه برابرول د بشري کرامت د خوندیتوب او د بېرته ستنېدونکو د ژوند د بیارغونې لومړی او
بنسټیز ګام دی. دغه اداره ټینګار کوي چې د مناسب کور، خوندي ځای او لومړنیو آسانتیاوو نشتوالی د سلګونو کورنیو حالت لا پسې کړکېچن کړی دی
سازمان ملل خبرداری ورکړی چې ډېری ستنېدونکي اړ دي خپل ژوند له بشپړ صفر څخه بیا پیل کړي، په داسې حال کې چې موجودې مرستې او منابع د هغوی د پراخو
اړتیاوو لپاره کافي نه دي. ادارې له نړیوالو او سیمهییزو بنسټونو غوښتي چې د دغو کورنیو د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره زیاتې او چټکې مرستې برابرې کړي
د ملګرو ملتونو د اسکان او ښاري پراختیا ادارهټینګار کوي چې د بېرته ستنېدونکو لپاره دوامداره پاملرنه، اساسي خدمات او د سرپناه فراهمول نه یوازې بشري مسؤلیت دی، بلکې د دوی د باعزته او با ثباته ژوند لپاره حیاتي اړتیا ګڼل کېږي.
پاسخ دهید
لغو پاسخاخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
462
-
مقاله
53
-
Uncategorized
11
-
سیاست
9
نظر اخیر
-
توسط Anonymous
بیشک
-
توسط Anonymous
تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون
-
توسط Anonymous
ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي