news اخبار فوری
clock

پاکستان او اسلام آباد سیاست د خدمت که د پروپاګنډ؟ عطا تارړ د عمران خان پر څرګندونو توند غبرګون ښکاره کړ

پاکستان او اسلام آباد سیاست د خدمت که د پروپاګنډ؟ عطا تارړ د عمران خان پر څرګندونو توند غبرګون ښکاره کړ

 د پاکستان مسلم لیګ (ن) مخکښ مشر عطا تارړ یو ځل بیا د تحریک انصاف بنسټ‌ګر عمران خان پر څرګندونو تند او کلک غبرګون ښودلی، او ویلي یې دي چې د هغه سیاست د دروغو، افواوو او بې‌بنسټه تورونو پر محور ولاړ دی

تارړ ادعا کړې چې عمران خان پخواني لومړي وزیر شهباز شریف باندې داسې لوی او دروند تور ولګاوه چې ګواکې هغه ورته د لسو (۱۰) اربه ډالرو وړاندیز کړی و، خو د ده په وینا دغه خبره نه قانوني ثبوت لري او نه هم په محکمه کې د PTI وکیلانو د منلو وړ ځواب وړاندې کړی

هغه زیاته کړه چې عمران خان او د هغه ګوند د ۲۰۱۷م کال د دھرنو پر مهال هم د سیاسي فشار د ترلاسه کولو لپاره د خلکو احساسات د بې‌بنسټه تورونو له لارې راوپارول او د سیاست فضا یې د حقیقت پر ځای د پروپاګنډ په میدان بدله کړه

عطا تارړ د خیبرپښتونخوا د حکومتي کړنو په اړه هم څرګنده نیوکه وکړه او وویل چې PTI په دغه صوبه کې د کلونو واک لرلو باوجود د پرمختګ، اصلاحاتو او عامه خدماتو په برخه کې هیڅ د پام وړ لاسته راوړنه نه ده لرلې

په پای کې هغه ټینګار وکړ چې هېواد ته اوس د ریښتیني خدمت، ملي باور او عملي کار سیاست ته اړتیا ده، نه د احساساتو په لوبولو او بې‌مسؤلیته تورونو ته

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto