اسلاماباد – د پاکستان امنیتي سرچینو تازه څرګندونې یو ځل بیا د دواړو هېوادونو اړیکې د اندېښنې تر سیوري لاندې راوستي دي. د دغه هېواد امنیتي چارواکو دعوه کړې چې په اسلاماباد کې د ولسوالۍ محکمې مخې ته ترسره شوی انتحاري برید له افغانستان سره تړاو لري او بریدکوونکی یې په بشپړ ډول پېژندل شوی دی
د چارواکو په وینا، د امنیتي څېړنو لومړني معلومات ښيي چې بریدکوونکی له افغانستان سره ارتباط درلود او د هغه د تګراتګ مسیر هم تر ډېره روښانه شوی دی. همدارنګه، چارواکي ادعا کوي چې د خیبرپښتونخوا په وانه سیمه کې پر پوځي ښوونځي د شوي خونړي برید ټول بریدکوونکي د افغانستان اتباع وو
سرچینې زیاتوي چې د یادې حملې یو مهم تسهیلکوونکی د ځانګړو عملیاتو پر مهال نیول شوی دی او لومړنۍ پلټنې د یوې پراخې ملاتړي شبکې شتون ته اشاره کوي. د پاکستان د رسنیو د راپور له مخې، نیول شوی کس د باجور له سیمې تعقیب او وروسته د امنیتي ځواکونو له لوري ګرفتار شوی دی
چارواکي وايي، د شکمنو کسانو له اعترافونو وروسته دا کس په دقیقه توګه وپېژندل شو او د برید په عملي برخه کې یې د پام وړ رول درلود، په ځانګړي ډول د انتحاري بریدګر د لېږد او ځایپرځای کولو په برخه کې
پاکستاني مقامات ادعا کوي چې څېړنې لا هم روانې دي او ډېر ژر به د دې پېښې د شالید په اړه نور جزیات هم خپاره شي
دغه ادعاوې په داسې مهال کېږي چې د افغانستان سرپرست چارواکي تل ټینګار کوي چې هېچا ته اجازه نه ورکوي د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر وړاندې ګواښ رامنځته کړي، او هر ډول بریدونه د سیمهییزو پیچلو معادلاتو یوه برخه بولي