news اخبار فوری
clock

د ملي شورا جوړول او د شفافو ټاکنو ترسره کول د هېواد د اوسني کړکېچ د حل لاره

د ملي شورا جوړول او د شفافو ټاکنو ترسره کول د هېواد د اوسني کړکېچ د حل لاره

 د ملي يووالي ميثاق بنسټ: د ملي شورا جوړول او د شفافو ټاکنو ترسره کول د هېواد د اوسني کړکېچ د حل لاره ده. 

د افغانستان د بحران د حل اړوند؛ مهم او رغنده تړون؛

د اغېزمنو حزبونو او لوريو تر منځ 

بسم اللَّٰه الرحمٰن الرحيم

د ملي وحدت ميثاق

د هېواد بحران او د حل طرحه


سريزه


بریانیوز:(۲۴ عقرب/لړم) نيابتي جگړي، له گاونډيو هېوادونو سره وسله‌والي شخړي، ناامني، فقر او بیکاری، د ميليونونو مهاجرينو ستونزه، د هغوی جبري ايستل او راستنول، د دوى په رغنده او مناسب اسكان او د ستونزو حلولو كي د حکومت ناتواني، د داسي حکومت نشتوالى چي له کورني مشروعيت او بهرني حمایت برخمن وي، د ملت ممثلي او منتخبي درنې ملی شورى نشتون، د داسي اساسي قانون تشه چي ملي ميثاق وگڼل شي، قبيلوي ديکتاتوري، د واک انحصار د يوه شخص او يا په هغه پوري د تړلې ډلي او قبيلې له لوري، استبداد او اختناق، د ښځو په وړاندي د ښوونځيو، پوهنتون او جوماتونو دروازې تړل، له مشروع آزاديو او اسلامي او انساني حقونو د خلکو محرومول، د اسلام او عدالت خلاف؛ له اتيا سلنه نېستمنو او بې وزلو افغانانو؛ ظالمانه، ملا‌ماتوونكي او درانه ماليات، كسټمونه او كميشنونه؛ په زور اخيستل؛ په داسي حال كي چي اسلام؛ حكومت ته يوازي له غني د زكات اخيستل جائز او فرض كړي او له غني پرته له بل چا؛ په هر نامه څه اخيستل ئې تحريم كړي؛ له کړاوونو او ستونزو ډک اوسنی حالت او مبهم او تياره راتلونکی؛ او سلگونه نوري ستونزي دا غوښتنه کوي چي افغانان يو بل ته لاس وركړي او د بحران د ختمولو او له بدو پايلو ئې د ولس ژغورني لاري ولټوي.

د دغو حقائقو په منلو او د خپل رب، صبور ملت او جگړه ځپلي هېواد په وړاندي د مسئوليت احساس سره، موږ د اغېزمنو جهتونو تر منځ د جدي او صادقانه مذاکراتو لار غوره کړې ده، د دې لپاره چي د هېواد په دردناکو حالاتو کي ژر، رغوونکی او مثبت بدلون راشي؛ په يوه مؤثر او اغېزمن نوښت سره؛ نه دا چي بيا هم ناکامي تېري تجربې تکرار شي. له الله تعالی د توفيق هيله لرو او له خپل مؤمن ولس د مرستي او ملتيا انتظار.


ستونزي

تر نيمايي پېړۍ زيات وخت کېږي چي زموږ په هېواد كي ناامني او نيابتي جگړي رواني دي؛ دا هر څه د افغانستان د حساس او ستراتيژيک موقعيت او پر دې هېواد د استعماري ځواکونو د تسلط د هڅو له امله رامنځته شوي؛ د دغو عواملو له کبله زموږ هېواد په تېرو سلو کلونو کي درې سترو ځواكونو؛ بريتانيا، شوروي او امريكا اشغال کړ؛ او دا اوسنۍ څلوېښت کلنه اوږده جگړه ئې زموږ پر ملت وتپله؛ د مؤمنو او آزادي غوښتونکو مجاهدينو اوږده او له لوړو ژورو ډكه مبارزه، له پنځو تر لسو ميليونو مهاجرينو بې‌ساري مهاجرتونه، له هېواد بهر د داسي قومي ډلو جوړېدني چي موخه ئې تفرق او زموږ ملي وحدت كمزورى كول وو، د پرديو په لاس جوړ شوي او تپل شوي حکومتونه، د ستونزو د حل تر نامه لاندي؛ ناکام، ناقص او غير جامع مذاکرات؛ د هغو ډلو اوڅېرو تر منځ چي اشغالگرو غوره كړي، د ملت څنډي ته کول او ارادې ته ئې بې‌احترامي او بې‌اعتنائي، د آزادو، عادلانه او شفافو انتخاباتو مخالفت، پر جعلي او انتصابي جرگو او ناستو ټينگار، د اغېزمنو اړخونو او له پراخ ولسي حمايت برخمنو لوريو قصدي حذفول، د داسي حكومت پر جوړولو اصرار چي واكمن به ئې پردي، د افغانستان په چارو كي ذيدخل هېوادونه او د تېرو جگړو اصلي عاملين غوره كوي؛ دا هم د (ټول شمول حکومت) تر غولوونكي نامه لاندي او د بُن په ناستي كي د جوړ شوي حکومت په څير حكومت؛ او ... دا د هغو ډېرو ستونزو يوه برخه ده چي موږ ورسره مخ يو.

د حل لاري

د بحرانونو د حل او له ستونزو د ولس ژغورني لپاره؛ تر ننه داسي هيڅ داخلی نسخه او افغاني حل لاره نه ده آزمويل شوې چي د ملت له ارادې راټوكېدلې وي او د پرديو له قيمومت او وصايت پرته په بشپړ ډول افغاني وي.

 تپل شوي موروثي  شاهي نظامونه، کودتايي رژيمونه، د اشغالگرو تر بشپړ واک او سلطې لاندي جعلي جمهوريتونه، تحميل شوې نظامي ديموکراسي، انتصابي او د تحميلي حکومتونو د خوښي لويي جرگې، قبيلوي نظامونه، د قوم‌پالني پر بنسټ جوړ شوي گوندونه، ائتلافونه او حكومتونه، له استعماري ځواکونو سره د شرمناكو او ننگينو معاملو له لاري قدرت ته رسېدل او د خپلو سياسي او قومي سيالانو د حذفولو ناروا او شرمناكي هڅي؛ دا كركجن سياستونه او بدمرغه تگلاري وآزمويل شوې؛ خو نه يوازي دا چي بحرانونه ئې حل او كم نه كړل، د ولس دردونه او رنځونه ئې علاج نه كړى شو او د سولي، عدالت او امن د ټينگښت سبب نه شول؛ بلکي د دغو ستونزو د لا زياتېدو او تشديد لامل شوي.

موږ نن دې ته اړ يو چي پرېنږدو مخكينۍ ناکامي تجربې بيا تکرار شي؛ بايد په داسي رغنده او ژغورونكي نوښت او ابتکار لاس پوري كړو چي له تېرو ناكاره او ناكامو تگلارو سره؛ ژور او پراخ توپير ولري او پر څرگندو واقعيتونو او رغنده بنسټونو ولاړه وي؛ له مخكينيو حل لارو او هڅو متفاوت او متمايز؛ چي مقتضيات به ئې دا وي:

د ننگينو كورنيو او بهرنيو سازشونو، كودتاگانو او د پرديو د مټو په زور پر ولس د حكومت كولو لړۍ پاى ته رسول؛ د استبداد، اختناق، فردي او قبيلوي واكمني، انحصار او د خپل سيال او حريف د حذفولو ناروا سياستونو مخنيوى، اجتماعي عدالت، د فرد او ټولني حقوق، فردي او اجتماعي آزادي او د قانون واكمني او سيطره تأمينول.

د حل هره طرحه بايد دا تضمين کړي چي د ټولو ملي قضاياوو په اړه هره پرېکړه بايد په بشپړه توگه په ملت پوري مربوط او د اکثريت افغانانو د رأى مطابق وي؛ وروستۍ مرجع به ئې هغه درنه منتخبه ملی شورى وي چي غړي به ئې په واقعي معنى د ملت منتخب او متعمد استازي وي؛ د نظام څرنگوالى، د زعيم او مشر ټاکنه، د حکومت او حكامو قانوني صلاحيتونه او مسئوليتونه، کورني او بهرني سياستونه، د حکومت پر کړنو او تصرفاتو د شورى بشپړ نظارت او څارنه، د نژدې او لري دوست او دښمن تعريف، جگړه او سوله، بهرنۍ سياسي او اقتصادي معاهدې، ملي شتمني، کانونه، زمکه، اوبه؛ او د هر هغه څه په اړه چي د ملت ملکيت گڼل كېږي؛ د وروستۍ پرېكړي واك او اختيار به له دغي ملي شورى سره وي.

له دې وروسته؛ د هېواد د مشرانو د غوراوي او ټاکني مرجع؛ که په ملي کچه وي او که د هر سياسي گوند په دننه کي؛ باید افغان ولس او د هغوى رأى او اعتماد وي؛ او د ټاکنو ځای ئې افغانستان او کابل؛ نه لندن، مسکو، بن، دوحه، کويټه، پېښور او يا هم نوى ډهلى.

د مذاكراتو اړوند لوري

دا ځل د تېرو ناکامو تجربو خلاف؛ د مذاكراتو اړوند لوري بايد ټول شمول وي، په هغو اغېزمنو لوريو كي محدود كړى شي چي د هېواد په جرياناتو كي د مؤثري ونډي ترسره كولو توان او وړتيا لري؛ نه هغه څېرې چي يوازي په رسنيو كي مطرح شوې او په خپل شهرت كي د مغرضو كړيو او په دوى پوري د تړلو رسنيو د حمايت پوروړي دي؛ له خپل ځان او خپلي خولې او ژبي پرته؛ نه د ملت د كومي برخي استازيتوب كوي او نه ئې د رأى او غوښتنو. 

په كار ده؛ د مذاكراتو اصلي لوري فقط دا وي: طالبان، د نظام مسلح مخالفين او هغه سياسى احزاب چي په هېواد كي د مبارزې څرگنده او اغېزمنه مخينه لري.

ژمني

هغه احزاب او ډلي چي په دغو مذاكراتو كي شركت كوي؛ بايد په څرگنده توگه ژمنه وکړي چي:

۱. د اسلام، د افغانستان اسلامي هويت، ملي يووالي، آزادي، استقلال او د هېواد بشپړتيا او نه بېلېدونكي وحدت او ويووالي ته ژمن دئ او اساسي قانون ته درناوی لري.

۲. د ملت منتخبه او ممثله شورى؛ د ټولو ملي چارو په اړه د پرېكړو وروستۍ مرجع گڼي او پرېکړو ته ئې بشپړ التزام او تمكين کوي.

۳. هر سياسي او فکري ګوند بايد د قومونو د يووالي محور او د ملي وحدت رمز او ممثل وي؛ نه قومپال او د خاص قوم لپاره چتر او مدافع؛ قومپالنه د قومونو تر منځ تعصبات او رقابتونه پاروي او د ملي وحدت د تضعيف سبب گرځي؛ د هر سياسي گوند؛ لږ تر لږه نيمايي غړي بايد له بېلابېلو قومونو وي؛ كه كوم گوند د خپلو لږ شمېر غړو په ليكو كي قومونه نه شي راغونډولى نو د لوى ملت په كچه به څنگه ملي وحدت تمثيل كړى شي؟

د مذاكراتو اساسي اهداف او اجنډا

د يوې داسي مقتدري او د كافي صلاحيت او اختيار خاوندي شورى جوړول چي غړي ئې د خلکو رښتيني، منتخب او معتمد استازي وي، د آزادو، شفافو او عادلانه انتخاباتو له لاري به غوره شوي وي؛ په غوراوي كي به ئې ټول هغه افغانان شركت كوي چي د رأى وركولو حق لري، د انتخاباتو طريقه به داسي وي چي په پايله کي ئې هر رأى‌ ورکوونکی افغان بايد په شورى او پارلمان کي خپل وکيل ولري او هره قومي ډله او سياسي حزب؛ د خپلو مجموعي آراءو په تناسب په شورى كي استازي ولري؛ نه دا چي ټاکني د قمار لوبي ته ورته وي او يوازي هغه رأى وركوونكي استازي ولري چي د بريالي کانديد ملاتړ ئې کړى؛ خو هغه رأى ‌ورکوونکي چي ناکام کانديد ته ئې رأى ورکړې؛ هيڅ وكيل ونه لري.

ټول لوري بايد د دې ځواكمني ملي شورى ټولو پرېکړو ته په رښتيني ډول ژمنتيا ولري او دفاع ترې وكړي؛ د نوي اساسي قانون تسويد او تصويب، د حکومت او راتلونکي نظام څرنگوالى او جوړښت، په ټولني كي د سياسي گوندونو قانوني حيثيت او د ملي وحدت په استحكام او په سم لوري د ملت لارښووني كي د دوى د ونډي تعريف، د ټاکنو د بهير تنظيم، د انتخاباتو خپلواک کميسيون جوړول او د انتخاباتو پر بهير نظارت؛ او ... دا ټول به د همدې شورى په دندو، صلاحيتونو او مسئوليتونو كي شامل وي او پرېکړي به ئې د غړو اکثريت په رأيه وي.

که د کابل حکومت يا هر بل لورى؛ د دې طرحي مخالفت وکړي؛ پاته لوري بايد په خپلو ژمنو کلک پاته شي او خنډونه له مخي لري کړي؛ که څه هم دا پرېکړه د يوه سوله ييز عمومي پاڅون غوښتنه وكړي او له تاوتريخوالي سره مخ شي؛ په هغه صورت کي به مسئوليت د هغه لوري پر غاړه وي چي د خپل نامشروع او تحميلي واک لپاره په تاوتريخوالي لاس پوري کوي.

د ښکېلو بهرنيو هېوادونو ونډه

دغه طرح به د ټولو اغېزمنو کورنيو اړخونو ترڅنگ؛ له گاونډيو هېوادونو، ملگرو ملتونو او هغو سيمه‌ييزو او نړيوالو ځواكونو سره شريکه شي چي د افغانستان پر وضعيت اغېز لري؛ په دې موخه چي ملاتړ ئې وکړي او په خپلو پخوانيو سياستونو او تگلارو كي بيا كتنه وكړي.

ضروري يادونه:

که څه هم په لومړي نظر کي به ښايي داسي وانگېرل شي چي په طرحي کي به له اوسني حالت؛ قانوني نظام ته د انتقال طريقه نه وي وړاندي شوې؛ خو په حقيقت کي د قدرت د انتقال وخت او طريقه پخپله د شوری په جوړښت کي شامله ده؛ او هغه داسي چي كله د ټولو خواوو په موافقه ټاکل شوې منتخبه شوری جوړه شي او د دې شوری له لوري اساسي قانون تسويد او تصويب شي؛ نو نوی حکومت به د همدې اساسي قانون له مخي جوړ او قدرت به ورانتقال شي.

                    په احترام

   د ملي يووالي ميثاق بنسټ

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto