news اخبار فوری
clock

په کابل کې ستر عملیات؛ ۱۷۵۰ کیلوګرامه تاریخ‌ تېر شوي توکي او لس‌ګونه شور جوړوونکي سپیکرونه ضبط شول

په کابل کې ستر عملیات؛ ۱۷۵۰ کیلوګرامه تاریخ‌ تېر شوي توکي او لس‌ګونه شور جوړوونکي سپیکرونه ضبط شول

– د کابل ښاروالۍ د څلورمې ناحیې د تفتیش ډلو د ښار د روغتیايي او چاپېریالي وضعیت د ښه‌والي لپاره یو پراخ او هدفمند عملیات ترسره کړي دي. د چارواکو په

وینا، په دې عملیاتو کې ۱۷۵۰ کیلوګرامه تاریخ‌تېر شوي خوراکي او حفظ‌الصحې مواد له بازارونو راټول او له کارونې ایستل شوي دي؛ هغه توکي چې کارول یې د ښار د

اوسېدونکو روغتیا ته جدي ګواښ درلود

مسوولین وايي چې د کیفیت د ارزونې دا بهیر د دې لپاره پر لاره اچول شوی، څو د ناسمو او غیرمعیاري محصولاتو مخه په قاطع ډول ونیول شي او خلک له هر ډول

احتمالي زیان څخه خوندي پاتې شي. د تاریخ‌تېر شویو موادو تر څنګ، د چاپېریال د ارامۍ د ساتلو په موخه ۸۵ عدده لوړ غږ لرونکي او د شور اصلي سرچینې سپیکرونه

هم ضبط شوي دي

د ښاروالۍ چارواکو ټینګار کړی چې دا ډول عملیات به په منظم ډول دوام ولري، او له هټۍ‌والو او پلورونکو یې جدي غوښتنه کړې چې د قانون په رڼا کې سالم، معیاري او

خوندي توکي د خلکو لاسرسي ته وړاندې کړي. د دوی په وینا، پاک، باکیفیته او ارام چاپېریال د هر ښار د پرمختګ بنسټ جوړوي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto