news اخبار فوری
clock

کابل ـ دهلي کې نوې اقتصادي هوکړه؛ په سفارتونو کې د تجارتي اتشه‌ ګانو ګمارنه د سوداګرۍ د پراختیا لپاره

کابل ـ دهلي  کې نوې اقتصادي هوکړه؛ په سفارتونو کې د تجارتي اتشه‌ ګانو ګمارنه د سوداګرۍ د پراختیا لپاره

 د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی چې افغانستان او هند د دواړو هېوادونو په سفارتونو کې د ځانګړو تجارتي اتشه‌ګانو د ټاکلو پر سر هوکړې ته رسېدلي دي. دا اقدام د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا، د سوداګرۍ د ودې او د ګډو پروژو د پراختیا په موخه شوی دی

د وزارت په وینا، دا پرېکړه د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر د هند د تجارت او صنعت د دولت له وزیر سره د کتنې پر مهال نهايي شوې ده. په دې غونډه کې دواړو خواوو د اقتصادي همکارۍ د زیاتولو، د صادراتو د پراختیا، او د ترانزیټي لارو د اسانتیا په اړه مفصلې خبرې کړي دي

مثبت اړخونه او اقتصادي فرصتونه

د ټاکل کېدونکو تجارتي اتشه‌ګانو رول به دا وي چې د افغان سوداګرو ستونزې هوارې کړي، د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ جریان آسانه کړي، او نوي بازارونه پرانیزي. شنونکي باور لري چې د دې ګام عملي کېدو سره به د افغان تولیداتو لپاره د هند لوی بازار یو ځل بیا فعال شي او اقتصادي همکاریو ته نوی قوت ورکړل شي.

اندېښنې او منفي اړخونه

خو په دې برخه کې ځینې اندېښنې هم شته:

سره له دې چې هوکړه د اقتصادي پرمختګ لپاره مهمه ده، خو د افغانستان د بانکي محدودیتونو، نړیوالو بندیزونو، او د طالبانو د حکومت د رسمي نه پېژندلو ستونزې د دې پروسې پر وړاندې لوی خنډونه جوړوي. شنونکي وایي، که دا ستونزې حل نه شي، نو د تجارتي اتشه‌ګانو اغېز محدود پاتې کېدای شي

په هر حال، دواړه هېوادونه هڅه کوي چې د اقتصادي اړتیاوو پر بنسټ خپلې اړیکې پیاوړې کړي او د سیمې په کچه نوي سوداګریز فرصتونه رامنځته کړي


پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto