news اخبار فوری
clock

د هند او افغانستان ترمنځ د هوايي بار لېږد خدمتونه ډېر ژر بيا پيلېږي

د هند او افغانستان ترمنځ د هوايي بار لېږد خدمتونه ډېر ژر بيا پيلېږي

په يوه مهم اقتصادي پرمختګ کې، هند اعلان کړی چې له افغانستان سره د هوايي بار وړلو منظم خدمتونه به ډېر ژر بېرته فعال شي. دا خبر د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي، د نوي ډېلي د رسمي سفر پر مهال ورکړل شو

 د هند د بهرنيو چارو وزارت لوړپوړي چارواکي، آنانند پراکاش، چې د افغانستان، پاکستان او ایران چارو مسؤول دی، وویل:

ډېر خوشاله یم چې اعلان کوم، د کابل–دهلي او کابل–امريتسر هوايي دهلېزونه بېرته فعال شوي او د بار وړلو الوتنې به په نږدې راتلونکي کې پيل شي

د ده په خبره، د هوايي دهلېزونو بيا فعالېدل به د افغانستان او هند ترمنځ سوداګري نوې کچې ته ورسوي. دا به د افغان صادراتو لپاره د نړیوال بازار دروازې پراخې کړي، لېږد چټک کړي او د سوداګرو لګښتونه او خطرونه به کم کړي

اقتصادي شنونکي باور لري چې دا ګام به د افغانستان د صادراتو کچه د پام وړ لوړه کړي، په ځانګړي ډول د هغو محصولاتو لپاره چې نړیوال بازارونه یې تل غواړي لکه زعفران، وچه مېوه، غالۍ، هنري توکي او نور ځانګړي افغان محصولات

تمه کېږي چې د بار وړونکو الوتنو لړۍ ډېر ژر پيل شي، چې له دې سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې په نوې روحیه او قوي بنسټونو باندې بیا ژوندی شي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto