news اخبار فوری
clock

د ایران د دفاع وزیر امارات متحده عربي اماراتو ته مهم سفر وکړ

د ایران د دفاع وزیر امارات متحده عربي اماراتو ته مهم سفر وکړ

امیر بریدجنرال/سرتیپ محمد نصیرزاده، د ایران د دفاع او لوژستیک وزیر، د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ دوبۍ ته رسېدلی دی. تمه کېږي چې نوموړی به د سفر په لړ کې د اماراتو پر لوړپوړو امنیتي او دفاعي چارواکو سربېره د نړۍ د هوايي صنعت له استازو سره هم لیدنه او خبرې اترې وکړي

نصیرزاده به د دوبۍ په ۲۰۲۵م نړیوال هوايي نندارتون کې ګډون وکړي؛ یو داسې مهم نړیوال فورم چې په کې لسګونه هېوادونه، پوځي شرکتونه او دفاعي متخصصین برخه اخلي، او نوي پرمختللي محصولات، نظامي ټکنالوژي او هوايي تجهیزات نندارې ته وړاندې کېږي

دغه سفر په داسې مهال ترسره کېږي چې د سیمه‌ییز امنیت، دفاعي اړیکو او اقتصادي همکاریو بحثونه په خلیجي سیمه کې په تازه پړاو داخل شوي دي. شنونکي وايي، د ایران او اماراتو دا تماس د اعتماد جوړونې، د اړیکو د پیاوړتیا او د سیمه ییز ثبات لپاره یو مثبت او مهم ګام ګڼل کېدای شي

مسوولین وایي، د سفر په اړه نور مالومات به وروسته له رسنیو سره شریک شي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto