اتحاد د بشري حقونو فعالان: «طالبان پر رسنیو ټولګډیز یرغل کړی؛ دا یوازې سانسور نه، بلکې فرهنګي نسلکشي ده
کابل – د بشري حقونو د فعالانو اتحاد د نړیوال تلویزیون د ورځې په مناسبت ویلي چې طالبان د افغانستان پر رسنیو داسې پراخ، هدفمند او سیستماتیک یرغل کړی چې یوازې سانسور نه، بلکې د فرهنګي هویت د لهمنځه وړلو هڅه بلل کېږي
دغه اتحاد د شنبې په ورځ، د قوس لومړۍ نېټه، په یوه تازه خپره شوې اعلامیه کې ټینګار کړی چې طالبانو د رسنیو د فعالیت چاپېریال داسې تنګ کړی چې د بیان، اطلاعاتو او ازاد فکر بنسټونه یې تر سخت ګواښ لاندې راوستي دي
په اعلامیه کې راغلي چې پر رسنیو او خبریالانو د طالبانو فشارونه، بندیزونه او محدودیتونه له یوه عادي سانسوره ډېر او د «فرهنګي نسلکشي» بڼه لري.
فعالان وایي چې د رسنیو خوله بندول، د آزاد بحثونو مخنیوی او د ټولنې د فکري تنوع ماتول هغه لړۍ ده چې موخه یې د خلکو د هوښیارۍ، پوهاوي او هویت کمزوري کول دي.
خبریالان تر ګواښ، نیولو او شکنجې لاندې
اتحاد د بشري حقونو فعالانو د بشري حقونو د څار سازمان (Human Rights Watch) وروستی راپور یاد کړی او ټینګار یې کړی چې طالبانو لسګونه خبریالان ګواښلي، نیولي او آن په ځینو مواردو کې یې شکنجه کړي دي
د اعلامیې له مخې، ګڼ خبریالان د کار پرېښودو ته اړ شوي او زرګونه نور د بقا لپاره له هېواد څخه وتلو ته مجبور شوي دي. فعالان خبرداری ورکوي چې د آزادې رسنۍ د پړاو ختمېدل په مستقیم ډول د ټولنې پر څراغ رڼا پکې بله اغېزه لري
رسنۍ د ټولنې سترګې دي؛ طالبانو هڅه کوي دا سترګې پټې کړي
فعالانو ویلي چې رسنۍ یوازې د خبر رسوونکو ادارو نوم نه دی، بلکې د ټولنې حافظه، د حقیقت څراغ او د خلکو ګډ غږ دی.
په اعلامیه کې راغلي:
کله چې رسنۍ چوپې شي، ټولنه ړنده کېږي. طالبان هڅه کوي د افغانستان سترګې پټې کړي.
پایله
د بشري حقونو د فعالانو په وینا، که نړیواله ټولنه، رسنیز سازمانونه او د بیان د آزادۍ ملاتړي د افغانستان د رسنیو د خوندیتوب لپاره عاجل ګامونه وانخلي، د بیان ازادي به په بشپړ ډول له منځه ولاړه شي او هېواد به له یوې خطرناکې فکري تیارې سره مخ شي
اوس یوازې یوه پوښتنه پاتې کېږي:
ایا د افغانستان د آزادې رسنۍ وروستی څراغ به هم مړ شي، که لا هم د ژغورلو چانس شته؟