بریتانیا د ماشوم نړیوالې ورځې په مناسبت: افغان ماشومان د امن، زدهکړو او روښانه راتلونکي مستحق دي
د افغانستان لپاره د بریتانيا سفارت د ماشوم نړیوالې ورځې په مناسبت یو ځل بیا د افغان ماشومانو د حقونو او هوساینې پر ملاتړ ټینګار کړی دی
سفارت د پنجشنبې په ورځ، د لړم ۲۹مه په خپل پیغام کې په خواله شبکې ایکس کې لیکلي چې "هر ماشوم د امنیت، زدهکړو او روښانه راتلونکې لایق دی
بریتانیا ویلي : چې د افغان ماشومانو ترڅنګ ولاړ دي او هڅه کوي د هغو میلیونونو افغان ماشومانو غږ پورته کړي چې د جګړو، بې ثباتۍ، فقر او محدودیتونو تر سیوري لاندې ژوند کوي
په دغه پیغام کې ټینګار شوی چې د ماشومانو حقونو ته درناوی، د زدهکړو اسانتیاوې، او د هغوی خوندي ژوند د یوه سالم او هراړخیز راتلونکي لپاره بنسټیز ارزښت لري
بریتانیا په داسې حال کې د افغان ماشومانو د ملاتړ خبرې کوي چې په هېواد کې لا هم ګڼ شمېر ماشومان له زده کړو پرې پاتې دي، د کار درنې بوجې او اقتصادي ستونزې ورسره مخ دي، او د ژوند د اساسي حقونو د نه شتون له امله له جدي خطرونو سره مخامخ دي
پاسخ دهید
لغو پاسخاخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
502
-
مقاله
54
-
Uncategorized
11
-
سیاست
9
نظر اخیر
-
توسط Anonymous
بیشک
-
توسط Anonymous
تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون
-
توسط Anonymous
ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي