news اخبار فوری
clock

ایران ته د اټومي معلوماتو د عاجل وړاندې کولو غوښتنه؛ د اټومي انرژۍ نړیواله اداره اندېښنه څرګندوي

ایران ته د اټومي معلوماتو د عاجل وړاندې کولو غوښتنه؛ د اټومي انرژۍ نړیواله اداره اندېښنه څرګندوي

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې په تازه پرېکړه لیک کې له ایران غوښتي چې د خپلو ټولو اټومي فعالیتونو په اړه بېړني، شفاف او کره معلومات وړاندې کړي او د نړیوالو تفتیش کوونکو لپاره د اټومي تاسیساتو د ارزونې بشپړ لاس رسی برابر کړي

اسوشیټېډ پرېس د پنجشنبې، د نومبر ۲۰مه په راپور کې لیکلي چې نړیوال اژانس له ایرانه غوښتنه کړې چې د غني شویو یورانیمو د زېرمو حقیقي کچه په دقیقه توګه څرګنده کړي، ځکه چې د دغو زېرمو په اړه وروستي راپورونه د اژانس اندېښنې زیاتې کړې دي

د معلوماتو له مخې، د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د حاکمه پلاوي له ۳۵ غړو ۱۹ هېوادونو د پرېکړه لیک ملاتړ کړی، چې دا د ایران د اټومي پروګرام په اړه د نړیوال فشار د زیاتېدو څرګندونه کوي 

د پرېکړه لیک ملاتړ کوونکي هېوادونه ټینګار کوي چې ایران باید د نړیوالو پوښتنو او اندېښنو په ځواب کې هیڅ ډول ځنډ ونکړي او د اټومي تړونونو له اصولو سره سم، ټول اړین معلومات را وړاندې کړي

نړیوال اژانس وايي چې د شفافیت نشتوالی، په اټومي تاسیساتو کې د تفتیش محدودول، او د یورانیمو د غني کولو د کچې د پټې دو احتمال، سیمه‌ ییز امنیت او نړیوال اعتماد له جدي ګواښ سره مخ کوي

دا پرېکړه لیک په داسې مهال صادرېږي چې د ایران او لویدیځ ترمنځ اټومي خبرې اترې له کلونو راهیسې ټکنۍ روانې دي او د هرې نوې بې‌اعتمادۍ څپه کولی شي د سیمې د ثبات لپاره لا زیاتې ستونزې رامنځته کړي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto