معتبرې محلي سرچينې دبریا نیوز شبکې ته ويلي چې په جوزجان ولايت کې طالب چارواکو له نن، شنبه د لړم لومړۍ نېټې (۱ قوس) څخه ټول دولتي کارکوونکي د سرپوښ يا «لنګي» په اغوستو مکلف کړي دي
د سرچینو په وینا، دغه پرېکړه په ټولو محلي ادارو کې يو دمه عملي شوې او ټولو ادارو ته ليکلې او شفاهي خبرتیا ورلېږل شوې وه. سرچینې زیاتوي چې طالبانو د تېرو ورځو په اوږدو کې کارکوونکو ته خبرداری ورکړی و چې د نوي حکم د پلي کېدو لپاره دې ځانونه چمتو کړي
اوس مهال ډېری کارکوونکي د جوزجان په حکومتي ادارو کې د لنګي په تړلو دفترونو ته ورننوتي او د دغه نوي اصولو رعایت یې پیل کړی دی
ويل کېږي چې دغه تازه امر د طالبانو د والي دفتر او د ولايت د اداري چارو د رياست لهخوا صادر شوی او ټولو ادارو ته يې د بېړني تطبیق سپارښتنه شوې ده
تر اوسه د طالبانو له رسمي کانالونو څخه په دې اړه څرګندونې نه دي خپرې شوې
د یادونې وړ ده چې په تیرو میاشتو کې طالبانو په ګڼو ولایتونو کې د دولتي کارکوونکو لپاره د جامو او ظاهري بڼې په اړه بېلابېل محدودیتونه لګولي، چې له امله یې د خلکو او کارکوونکو اندېښنې زیاتې شوې دي
پاسخ دهید
لغو پاسخاخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
526
-
مقاله
54
-
Uncategorized
11
-
سیاست
9
نظر اخیر
-
توسط Anonymous
بیشک
-
توسط Anonymous
تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون
-
توسط Anonymous
ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي