کابل – د هېواد په ګڼو ولایتونو کېد خوراکي توکو د بیو بې سارې لوړېدل؛ خلک د لوږې، بې کارۍ او اقتصادي فشار تر سیوري لاندې
د خوراکي توکو بیې په بېسارې توګه لوړې شوې دي او خلکو ته د ورځني ژوند پوره کول له هر وخت ستونزمن شوي دي. یو شمېر هېوادوال وايي، له هغه وروسته چې له پاکستان سره سوداګري او ټرانزیټي لارې بندې شوې، د وریجو، غوړیو، اوړو او نورو لومړنیو توکو بیې دومره لوړې شوې چې د ډېرو کورنیو اقتصادي شا ماتوي
اوسېدونکي وايي چې د فقر، بېروزګارۍ او د عاید د نشتون په سختو شرایطو کې د خوراکي توکو د بیو دا چټک راپورته کېدل د خلکو ژوند له جدي خطر سره مخ کړی. د دوی په وینا، طالبان د خلکو د لوږې او اقتصادي فاجعې په اړه هېڅ عملي ګام نه پورته کوي، ټول تمرکز یې په سیاسي کنټرول، د منابعو استخراج او د زور کارولو ته اوښتی دی، او نه پوهيږي چې وږي خلک د کومې لارې خپل ورځنی عاید پیدا کړي
خلک وايي : چې یوازې په څو اونیو کې بیې د حیرانتیا تر بریده لوړې شوې دي. د بازار د ورکړل شويو شمیرو له مخې
د یوې بوجۍ اوړه تر ۱۰۰ څخه ۱۵۰ افغانیو پورې لوړې شوې
پنځه لیټره غوړي ۱۵۰ تر ۲۰۰ افغانیو زیات ارزانه شوي
او یوه بوجۍ وریجې تر ۳۵۰ تر ۴۰۰ افغانیو لوړې شوې دي
اوسېدونکي وايي چې که وضعیت همداسې روان وي، ګڼې کورنۍ به د خپل ژوند تر ټولو لومړني اړتیاوې هم پوره نه شي کړای.
د خلکو غږ: «بازار هره ورځ بدلېږي، د خلکو وس نه رسېږي»
له کابل څخه سیمین – چې نوم یې د امنیتي اندېښنو له امله مستعار کارول شوی – وايي چې خوراکي توکي په داسې چټکۍ ګرانېږي چې خلکو ته د ژوند اداره کول ډېره سخته شوې ده
«څو ورځې وړاندې چې بازار ته تللې وم، د قوشتپې وریجې د ۲۵۰۰ افغانیو په بیه وې، خو نن ۳۰۰۰ افغانیو ته رسېدلي دي. پنځه لېټره غوړي چې ۶۰۰ افغانۍ وو، اوس ۸۰۰ افغانۍ دي. یو کارتن مکاروني چې پخوا ۷۵۰ افغانۍ وه، اوس ۸۵۰ تر ۹۰۰ افغانیو رسېدلی دی.»
هغه زیاتوي چې د خوراکي توکو ترڅنګ، غیرخوراکي اجناس هم لوړ شوي دي:
پاکستاني شالونه چې مخکې ۳۰۰ افغانۍ وو، اوس ۵۵۰ افغانیو ته رسېدلي. داسې ښکاري چې هره ورځ د بازار بیې په نوې کچې خېژي.
خلک وايي چې له ۴۰ ورځو راهیسې د سرحدي لارو تړل کېدل او د پاکستان له خوا د ټرانزیټي سوداګرۍ بندېدل د دې اقتصادي بحران اصلي لامل دی. د هغوی په باور، حکومت نه د بدیل لارو په لټه کې دی، نه یې د داخلي تولید ملاتړ کړی او نه یې د بازار د کنټرول لپاره کوم ګام پورته کړی
یو شمېر پېرودونکي خبرداری ورکوي چې که دغه بحران دوام وکړي، ګڼې کورنۍ به د ژمي لپاره د خوراکي موادو ذخیره نه شي کولای، چې دا کار د لوږې او بشري ناورین خطر نور هم زیاتوي
اوسېدونکي وايي چې د تېرې میاشتې په پرتله د بیو لوړوالی د معمول اقتصادي فشار خبره نه ده؛ بلکې داسې فاجعه ده چې د بېوزلو کورنیو د ژوندي پاتې کېدو لپاره مستقیم ګواښ جوړوي
د کابل د یوه اوسېدونکي په وینا:
«که بیې همداسې لوړېږي، ډېری کورنۍ به د اوړي ماشومانو ته یوه ډوډۍ هم پیدا نه کړي. خلک ستړي او زړه ماته دي، خو حکومت په خوب ویده دی.»
پایله
د خوراکي توکو د بیو دوامداره لوړوالی، د سرحدي لارو تړل، بېکارۍ او د عاید کمښت د خلکو ژوند له سخت کړکېچ سره مخ کړی. سره له دې چې خلک هره ورځ د ستونزو غږ پورته کوي، تر اوسه د حکومت له لوري هېڅ عملي اقدام نه دی شوی
که اقتصادي بېثباتي همداسې روانه پاتې شي، هېواد ته د لوږې، نا امنۍ او ټولنیز بحران د یوې نوې دورې خبرداری ورکول کېږي