په ارزګان کې د جنرال پخواني درې زامنو نیول؛ د قانوني بهیر پر شفافیت نوې پوښتنې راولاړې کړې
د ارزګان ولایت له ترینکوټ ښار څخه سرچینې وایي چې د جنرال مطیعالله، د دغه ولایت د پخواني امنیې قومندان، درې زامن ــ وحیدالله، وارث او نویدالله ــ د عقرب پر ۲۶مه د طالبانو لهخوا د دوی له خپل کور څخه نیول شوي دي د طالبانو د ادارې د ادعا له مخې، د کور د تلاشي هدف د وسلو او مهماتو موندل و، خو د نیول شویو کسانو د دقيقو امنیتي تورونو، د وسلو د ډول او اندازه، او د عملیاتو د واقعي علت په اړه هیڅ رسمي وضاحت نه دی ورکړل شوی
په ارزګان کې ځایي اوسېدونکي او د بشري حقونو څارونکي وایي چې د قضايي بنسټونو د خپلواکۍ نشتوالی او د شفافو حقوقي لارو نادره شتون دا ډول نیونې له جدي اندېښنو سره مخ کوي. هغوی پوښتنه کوي چې ولې د نیول شویو کسانو نومونه په رسمي اعلامیو کې نه خپرېږي او ایا د هغوی کورنۍ د مدافع وکیل د ټاکلو حق او د قانوني شفاف بهیر لاسرسی لري او کنه؟
د سیمه ییزو سرچینو په وینا، د جنرال مطیعالله کورنۍ تر اوسه نه ده خبر شوې چې زامن یې په کوم ځای او د کوم حقوقي حالت لاندې ساتل کېږي. د هغوی په خبره، د تماس نشتوالی او ناڅرګند وضعیت د کورنۍ اندېښنې څو برابره کړې دي
د حقوقي چارو څارونکي ټینګار کوي چې هره نیونه باید د قانون له مخې، له څرګندو شواهدو، روښانه تورونو او د متهم د حقونو د بشپړ رعایت پر بنسټ ترسره شي. دوی زیاتوي چې د قضايي عدالت نشتوالی او د نیولو پر مهال د معلوماتو پټتیا نه یوازې د کورنیو اندېښنې زیاتوي، بلکې د خلکو باور هم زیانمنوي
تر دې دمه، محلي چارواکو د دغو درېیو وروڼو د نیولو او وضعیت په اړه نور جزئیات نه دي شریک کړي