د کاناډا لومړي وزیر، مارک کارني، په تازه څرګندونو کې ټینګار کړی چې نړیوال نظام یوازې د امریکا پر شتون ولاړ نه دی او نړۍ کولای شي له واشنګټن پرته هم په خپله لاره روانه شي. د ده په وینا، د جی–۲۰ د رهبرانو وروستۍ ناسته په ژوهانسبورګ کې یوه څرګنده نښه وه چې نړیوالې همکارۍ د امریکا له ګډون پرته هم ممکنې دي
کارني ویلي، امریکا باید خپل نړیوال رول له اندازې زیات ستر ونه ښيي، ځکه نړۍ د یوه هېواد په شاوخوا نه څرخي. هغه زیاته کړه چې نړیوال بدلونها او ګډ کارونه تر هر څه ډېر د هېوادونو پر ګډو هڅو او مسؤلیتونو وابسته دي، نه یوازې په واشنګټن
د جی–۲۰ د غونډې له پای ته رسېدو وروسته، چې متحده ایالات یې په رسمي ډول تحریم کړي وو، د کاناډا لومړي وزیر خبریالانو ته وویل:
نړۍ کولای شي د ګڼو نړیوالو مسایلو په حل کې، حتی د امریکا له ګډون پرته، پرمختګ وکړي. هغه اجماع چې په دې ناسته کې رامنځته شوه، د نړیوالو همکاريو د دوام لپاره خورا مهمه وه
شنونکي وایي، د کاناډا د لومړي وزیر دغه څرګندونې د نړیوال سیاسي بدلونونو او د امریکا د کمېدونکي نفوذ په اړه د نوو بحثونو لپاره لار پرانیزي، او ښيي چې د څو قطبي نړۍ مفهوم ورځ تر بلې عملي بڼه خپلوي
پاسخ دهید
لغو پاسخاخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
547
-
مقاله
54
-
Uncategorized
11
-
سیاست
9
نظر اخیر
-
توسط Anonymous
بیشک
-
توسط Anonymous
تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون
-
توسط Anonymous
ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي