news اخبار فوری
clock

په استرالیا سنا کې د برقع د یوې راست‌افراطي سناتورې اقدام غبرګونونه پارولي

په استرالیا سنا کې د برقع د یوې راست‌افراطي سناتورې اقدام غبرګونونه پارولي

په استرالیا کې د یوې راست‌ افراطي سیاستوالې لخوا د برقع اغوستل او د سنا غونډې ته په هغه بڼه ور ننوتل، توند سیاسي او ټولنیز غبرګونونه راپارولي دي

پاولین هانسون، د «ملت واحد» نومي ضد مهاجرت ګوند اغلې، وروسته له هغه دا خبرې‌پارونکي اقدام وکړ چې هغې ته د برقع د بندیز طرحې د وړاندې کولو اجازه ور نه کړل شوه. نوموړې د بشپړ برقع په اغوستلو سره د سنا تالار ته داخل شوه، او کله چې د مجلس له لوري د برقع د لېرې کولو غوښتنه ورته وشوه، هغې ډډه وکړه، چې په پایله کې غونډه موقتي بنده اعلان شوه

مهرین فاروقي، چې یوه مسلمان استرالیايي سناتوره ده، د هانسون دا عمل «څرګنده نژادپرستي» او «د مسلمانانو د سپکاوي څرګند هڅه» وبلله. هغې وویل چې د یوه دیني لباس د سیاسي وسیلې په توګه کارول د ټولنې د وېش او دښمنۍ سبب ګرځي

خو پاولین هانسون بیا خپل دریځ ته ادامه ورکړه او وویل:

«که چارواکي نه غواړي زه برقع واغوندم، نو باید په رسمي ډول یې منع کړي.»

هانسون له څو لسیزو راهیسې د اسلامي حجاب پر وړاندې مبارزه کوي او په پرله‌پسې ډول یې د پناه‌لټونکو، مسلمانانو او آسیایي مهاجرانو پر وړاندې سخت دریځونه څرګند کړي دي

د هغې تازه اقدام نه یوازې په سنا کې لانجې راولاړې کړې، بلکې په ټولنیزو رسنیو کې هم پراخ بحثونه راپورته کړي، چې ډېری یې دا چلند د جمهوریت له ارزښتونو، دیني ازادۍ او ټولنیز احترام سره په ټکر کې بولي

کارپوهان باور لري چې دا پېښه به یو ځل بیا د استرالیا د دیني تنوع، مهاجرتي پالیسیو او د سیاسي اخلاقو په اړه پخوانۍ لانجې تازه کړ.

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto