د طالبانو د ادارې تر ولکې لاندې د افغانستان سفارت په جاکارتا اعلان کړی چې د اندونیزیا له مېشتو افغانانو لپاره د نوې بڼې پاسپورتونو د چاپ او رسمي وېش بهیر په رسمي ډول پیل شوی دی
په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې سعدالله بلوچ، د دې سفارت سرپرست، د دوشنبې په ورځ (۳ قوس) لومړی نوې بڼې پاسپورت یو متقاضي ته په رسمي ډول وسپاره او په دې توګه یې د وېش لړۍ عملي پیل وکړ
سفارت زیاتوي چې د پاسپورت د اخذ لپاره اړوند پروسه د آنلاین راجسټریشن له لارې پرمخ ځي، او هغه افغان اتباع چې د پاسپورت په اخذ بسیا لري، کولای شي د سفارت له رسمي وېبسایټ څخه د ملاقات نوبت واخلي او بیا د سند د ترلاسه کولو لپاره سفارت ته مراجعه وکړي
دا لومړی ځل نه دی؛ طالبان تر دې مخکې هم په یو شمېر نورو بهرنیو نمایندګیو کې د پاسپورتونو د وېش د بیا پیل خبر ورکړی و، خو په ځینو هېوادونو کې دا پروسه لا هم له ځنډ او محدودیتونو سره مخ ده
د اندونیزیا افغانان وایي چې د پاسپورت د وېش بیا پیل د دوی د کاغذي چارو، اقامتي اسنادو او سفر اړتیاوو لپاره یو مهم ګام دی، خو ځینې لا هم د پروسې د روڼتیا او سرعت په اړه اندېښنې لري
پاسخ دهید
لغو پاسخاخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
562
-
مقاله
54
-
Uncategorized
11
-
سیاست
9
نظر اخیر
-
توسط Anonymous
بیشک
-
توسط Anonymous
تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون
-
توسط Anonymous
ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي