news اخبار فوری
clock

د طالبانو د مالیې وزارت: له پاکستان سره د سوداګرۍ بندیز د افغانستان پر اقتصاد هېڅ اغېز نه دی کړی

د طالبانو د مالیې وزارت: له پاکستان سره د سوداګرۍ بندیز د افغانستان پر اقتصاد هېڅ اغېز نه دی کړی

د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت وایي چې له پاکستان سره د سوداګرۍ درېدلو د افغانستان پر اقتصاد او عوایدو هېڅ منفي اغېز نه دی کړی. دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو سیاسي او امنیتي ترینګلتیاوو له امله سوداګريز تګ راتګ ځنډېدلی دی

په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې، وزارت مالیه ټینګار کړی چې د سوداګرۍ اړیکو پرې کېدل د افغانستان د سیمه‌ییزو او نړیوالو اقتصادي لارو پر مخ هېڅ خنډ نه دي جوړ کړي او هېواد له نورو نړیوالو بازارونو سره خپلې راکړې ورکړې په عادي توګه ترسره کوي. د وزارت په وینا، د افغانستان صادرات او واردات په نورو لارو روان دي او هېڅ ستونزه نه ده رامنځته شوې

د مالیې وزارت زیاتوي چې د ګمرکي عوایدو کچه هم راټیټه شوې نه ده او سوداګریز فعالیتونه په همدې شدت دوام لري. چارواکي وایي چې د بدیلو لارو موندلو هڅې یې ګړندۍ کړي او له داخلي او بهرنيو تاجرانو غواړي چې له دغو بدیلو لارو استفاده وکړي

شنونکي بیا باور لري چې د پاکستان له لارې د سوداګرۍ بندېدل د افغانستان پر بازارونو او بیو اغېز کولی شي، خو د طالبانو د حکومت رسمي دریځ بیا دا دی چې د اقتصاد بهیر متوازن دی او د ستونزو د راټوکیدو مخنیوی شوی دی

تر اوسه د پاکستان حکومت د طالبانو د مالیې وزارت د څرګندونو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto