رافایل گروسي، د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر، یو ځل بیا ټینګار کړی چې ایران باید له دې ادارې سره «بشپړه او شفافه» همکاري بیا پیل کړي، څو د دې هېواد د اټومي تاسیساتو د څار بهیر په عادي ډول پر مخ ولاړ شي. دا غوښتنه په داسې شرایطو کې مطرح کېږي چې د ایران پیاوړی دپلومات عباس عراقچي همدا اوس په هالند کې دی او ټاکل شوې سبا په پاریس کې د فرانسې له بهرنیو چارو وزیر ژاننوئل بارو سره د تهران د اټومي پروګرام په اړه مهمې خبرې وکړي
ګروسي د سهشنبې په ورځ په مانیل کې خبریالانو ته وویل چې اژانس غواړي «له ایران سره په نوې فضا کې بشپړ تعامل» ته داخل شي، څو د بازرسانو کارونه بېرته منظم شي او د څارنې پروسه له ځنډه راووځي
تېره جمعه د اژانس د ۳۵ غړیو شورای حکام په یوه تازه پرېکړه لیک کې ایران ته سپارښتنه کړې وه چې د خپل لوړ غنيشده یورانیم د زیرمو په اړه بېدرېغه روڼوالی وښيي او بازرسانو ته اجازه ورکړي چې هغه اټومي ځایونه وڅېړي چې په وروستیو کې د اسراییلو او امریکا د بریدونو له امله زیانمن شوي دي
ایران په ځواب کې یو ځل بیا اعلان وکړ چې هغه ګډ تفاهم چې په قاهره کې د رافایل گروسي او ایراني چارواکو تر منځ ترلاسه شوی و، «ختم شوی او نور هېڅ اعتبار نه لري». تهران وایي چې د اژانس وروستۍ پرېکړه لیک د دواړو لورو د پخواني توافق عملي بنسټ له منځه وړی دی
دا موضوع په داسې مهال پر مخ ځي چې د ایران او لوېدیځو قدرتونو تر منځ فضا لا هم تت او له بېباورۍ ډکه ده. څارونکي خبرداری ورکوي چې د شفافیت کمی او د اټومي تاسیساتو په اړه محدودیتونه د سیمې د امنیت راتلونکی لا پېچلی کولای شي