news اخبار فوری
clock

د هيلو قفس؛ د طالبانو محدوديتونه افغان نجونې له روحي او رواني پلوه څنګه ځوروي

د هيلو قفس؛ د طالبانو محدوديتونه افغان نجونې له روحي او رواني پلوه څنګه ځوروي

د افغانستان ډېری نجونې او ښځې د زده کړو، تحصیل، کار، ورزش، سفر او تفریح له حقونو د محرومیت له امله په بې‌برخلیکۍ او خپګان کې ژوند کوي. دوی وایي چې پخوا به په ډېر شوق او هیلو ښوونځي او پوهنتون ته تللې، خو اوس د طالبانو د پراخو بندیزونو له امله د خپلو ارمانونو په قفس کې بندې شوې او په ډېر ناوړه حالت کې ژوند کوي. دا په داسې حال کې ده چې ارواپوهان خبرداری ورکوي چې دا وضعیت کولای شي په اوږده مهال کې د نجونو په رواني روغتیا او د راتلونکي نسل پر وده ژورې او نه جبرانېدونکې اغېزې ولري

ځینې نجونې وایي چې د طالبانو د سختو محدودیتونو تر سیوري لاندې یې ارمانونه له منځه تللي او خپګان د دوی د ژوند له برخلیک سره یو ځای شوی دی. د دوی په وینا، ښوونځي ته تګ اوس یوازې یوه خاطره ده او هغه هیلې چې پخوا یې په سترګو کې ځلېدلې، اوس د تړلو دیوالونو او د طالبانو د بندیزونو په منځ کې مړه شوي دي

رویا (مستعار نوم) یوه له هغو زرګونو نجونو ده چې له زده کړو محرومه شوې او هیلې او انګېزه یې له لاسه ورکړې ده. هغه وایي:«له هغه ورځې چې طالبانو په خپلو سختو او غیرانساني قوانینو سره د دې پر مخ د زده کړو دروازې وتړلې او اجازه یې رانه کړه چې خپلو ارمانونو ته ورسېږم، احساس کوم چې ژوند مې بې‌رنګه شوی او معنا یې له لاسه ورکړې ده

دا له زده کړو بې برخې کړای شوې نجلۍ زیاتوي: «هغه محدودیتونه چې طالبانو پر ښځو او نجونو لګولي، د دې لامل شوي چې نه درس ووایم، نه کار او دنده ولرم، نه عاید پیدا کړم او نه هغو موخو ته ورسېږم چې د راتلونکي لپاره مې ټاکلې وې. دا وضعیت ډېر مایوسوونکی دی. احساس کوم چې ټولې هغه دروازې چې پخوا راته د راتلونکي پر لور خلاصې وې، په ناڅاپې توګه بندې شوې. هره ورځ چې تېرېږي، ګورم چې له خپلو ارمانونو مې واټن لا زیاتېږي. پخوا مې فکر کاوه چې په هڅو سره کولای شم خپل راتلونکی جوړ کړم، خو اوس داسې ښکاري چې ګواکې زما ټولې هڅې بې‌ پایلې شوې او د دې تیارې په پای کې هیڅ رڼا نه لیدل کېږي

یوازې رویا نه ده چې په لړزیدلي او له غریوه په ډک ستوني د خپلې ناهیلۍ خبرې کوي؛ نیلاب (مستعار نوم) هم د زرګونو هغو نجونو له ډلې یوه ده چې د طالبانو له تحمیلي محدودیتونو شکایت کوي. هغه وایي هغه څه چې تر ټولو له رواني پلوه ځوروي، هغه راتلونکی دی چې هیڅ تصویر یې نه لري؛ یو نامعلوم راتلونکی چې هغه یې په یوازیتوب، وېره او بې‌وسۍ کې ډوب کړې ده

دا نجلۍ زیاتوي:«نننی وضعیت چې پر هېواد مو یې سیوری غوړولی، د کار نشتوالی، ورځ تر بلې زیاتېدونکې بې وزلي او راتلونکی چې پکې هیڅ رڼا نه لیدل کېږي، ټول د نجونو د ژور کړاو، دوامدارې خواشینۍ او مايوسۍ لامل شوي دي. هره ورځ چې تېرېږي، احساس کوم چې فرصتونه یو یو له منځه ځي او زموږ پر وړاندې د امید دروازې بندېږي. موږ نه یوازې له درس ویلو محروم شوي یو، بلکې له دې حقه هم بې‌برخې یو چې خپل ژوند جوړ کړو، د سبا لپاره هڅه وکړو او ان د ارمان لرلو حق هم نه لرو. دغه حالت د ډېرو نجونو روح او روان ځپلی دی او طالبانو په خپلو غیرانساني محدودیتونو موږ هغه ځای ته رسولي یو چې ځینې وخت نه پوهېږو چې باید د کوم راتلونکي لپاره هڅه وکړو

په همدې حال کې، یو شمېر ارواپوهان پر دې باور دي چې په ځوانانو کې خپګان ډېرې رېښې لري، خو په وروستیو کلونو کې دا ښکارنده په نجونو کې په بې‌سارې توګه زیاته شوې ده. د دوی په وینا، که څه هم بېلابېل عوامل پر نجونو رواني اغېز کوي، خو کورني فشارونه، ټولنیز محدودیتونه او کلتوري جوړښتونه د دوی تر منځ د خپګان د زیاتېدو تر ټولو مهم لاملونه ګڼل کېږي. ارواپوهان ټینګار کوي چې که دا حالت دوام وکړي، کولای شي د نجونو رواني روغتیا او د هغوی راتلونکي نسل ته لا ژورې زیانونه واړوي

ارواپوه عبدالجلیل امرخیل وایي:«په ځوانانو کې د خپګان د رامنځته کېدو عوامل کې ډېر دي، خو په وروستیو کلونو کې دا ښکارنده په نجونو کې په اندېښمنوونکې توګه زیاته شوې ده. دوه مهم عوامل یعنې کورنی چاپېریال او کلتوري جوړښتونه، په نجونو کې د خپګان په زیاتېدو کې تر ټولو زیات اغېز لري

دا ارواپوه زیاتوي: کله چې نجونې په کورنۍ کې د بې‌ارزښته کېدو احساس وکړي، فکري او مالي خپلواکي ونه لري، تل له نورو سره پرتله شي یا د زورواکۍ، سپکاوي او تاوتریخوالي تر فشار لاندې وي، نو په هغوی کې د منفي فکرونو د رامنځته کېدو او پراختیا زمینه برابره کېږي او د خپګان نښې لا څرګندېږي. په دودیز افغاني کلتور کې معمولا ډېر ارزښت او فرصت هلکانو ته ورکول کېږي او دا پټ او ښکاره تبعیض نجونو ته په تدریجي توګه د کم‌ ارزښته کېدو احساس ورکوي. دا ډول وضعیت په اوږده مهال کې عاطفي او ذهني تشه رامنځته کوي؛ هغه تشه چې معمولا له تیارو احساساتو، منفي چلندونو او بالاخره خپګان ډکه وي

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې، د نجونو خپګان د زړه له تنګوالي او محرومیتونو سرچینه اخلي؛ د زده‌کړو د دروازو له تړل کېدو، د ټولنیز حضور له محدودېدو، له دوستانو او هڅوونکي چاپېریاله له لرې کېدو او له هغو رواني فشارونو چې هره ورځ پرې زیاتېږي. هغه نجونې چې د شخصیت د جوړېدو په حساسو کلونو کې وې، اوس اړې دي د غم، اندېښنې او د راتلونکي د ډار بار پر خپلو اوږو یوسي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto