د برشنا ریاست اجرایی مشر او د ایران سفیر لیدنه؛ د پاکې او دوامدارې انرژۍ د پراختیا لپاره د ګډو پروژو ټینګار
کابل – د افغانستان د برشنا شرکت رئیس اجرایی، ډاکټر عبدالباري عمر، د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت له سرپرست عليرضا بیکدلي سره په کابل کې مهمه کتنه ترسره کړې ده؛ کتنه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د انرژۍ په برخه کې د پراخو همکاریو یو نوی پړاو ګڼل کېږي
د برشنا شرکت په وینا، د دې لیدنې اصلي تمرکز د نوې، پاکې او تجدیدېدونکې انرژۍ د سرچینو پراختیا، تخنیکي همکاریو زیاتول او د سیمه ییز اتصال پروژو پیاوړتیاوه دواړو لو
رو د لمریزې، بادي او اوبو پر بنسټ د انرژۍ د تولید په برخو کې د ګډو طرحو پر امکاناتو مفصل بحث وکړ
د دوامدارې انرژۍ اړتیا
ډاکټر عبدالباري عمر وویل چې افغانستان د انرژۍ په برخه کې له سترې کمښت او بېثباتۍ سره مخ دی او وخت رارسېدلی چې هېواد د وارداتي برېښنا له درنې تکیې ووځي او د کورنیو سرچینو په کارولو سره خپل تولیدي ظرفیت لوړ کړي
ده ټینګار وکړ
تجدیدېدونکې او پاکې انرژۍ ته مخه کول نه یوازې اقتصادي ګټه لري، بلکې چاپېریال ساتي، تولید زیاتوي او د راتلونکي نسل لپاره یو باوري بنسټ برابروي
د ایران د همکاریو وړاندیز
د ایران د سفارت سرپرست، عليرضا بیکدلي، وویل چې تهران چمتو دی د افغانستان له برشنا شرکت سره په تخنیکي روزنه، د تجهیزاتو برابرولو، ګډو پروژو او د انرژۍ په برخه کې د پانګونې پر هڅو کې نږدې همکاري وکړي.
هغه زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو اقتصادي همکاري د سیمهییز ثبات او پرمختګ لپاره حیاتي ارزښت لري
ګډ کار د راتلونکي لپاره
په خبرو کې یادونه وشوه چې افغانستان د لمریزې انرژۍ په برخه کې د سیمې له غوره جغرافیایي فرصتونو برخمن دی، او له دې امکاناتو ګټه اخیستل کولی شي د هېواد د انرژۍ اړتیاوې په بنسټیز ډول بدل کړي
همدارنګه، دواړو لوریو د ګډو تخنیکي ټیمونو د کار د زیاتولو، د شراکت د پراخولو او د راتلونکو اجرایي پلانونو پر جوړولو توافق وکړ
کارپوهان باور لري چې د افغانستان او ایران ترمنځ د انرژۍ په برخه کې همکاري، په ځانګړي ډول د پاکو سرچینو پراختیا، کولای شي د برېښنا د پایدار تولید لپاره یوه مهمه دروازه پرانیزي او د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې لا پیاوړې کړي