news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

جاپان د راستنېدونکو افغان کډوالو د ملاتړ لپاره دوه میلیونه ډالره مرسته وکړه

جاپان د راستنېدونکو افغان کډوالو د ملاتړ لپاره دوه میلیونه ډالره مرسته وکړه

جاپان د راستنېدونکو افغان کډوالو د ملاتړ لپاره دوه میلیونه ډالره مرسته وکړه

 بریانیوز:(پنجشنبه،۲۱ حوت۱۴۰۴)

 د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (یو این ایچ سي آر) اعلان کړی چې جاپان له ایران او پاکستان څخه د بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو او په افغانستان کې د اغېزمنو کوربه ټولنو د ملاتړ لپاره دوه میلیونه ډالره مرسته کړې ده

د یادې ادارې په وینا، د دې مالي مرستې اساسي موخه دا ده چې له ګاونډیو هېوادونو څخه بېرته ستنېدونکو افغانانو ته بېړنۍ بشري مرستې ورسول شي او همدارنګه هغو کوربه ټولنو ته لاسنیوی وشي چې د اقتصادي ستونزو له سخت فشار سره مخ دي

د یو این ایچ سي آر چارواکو ویلي چې دا مرسته به د سرپناه، لومړنیو توکو، روغتیايي خدمتونو او نورو اړینو بشري مرستو د برابرولو لپاره ولګول شي، څو راستنېدونکي کډوال وکولای شي د ژوند لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي

یادې ادارې ټینګار کړی چې افغانستان دا مهال د کډوالو د بېرته ستنېدو د بې‌سارې څپې له امله له سخت بشري بحران سره مخ دی. د راپور له مخې، په لنډ وخت کې د زرګونو افغانانو راستنېدل د هېواد پر اقتصادي او ټولنیزو سرچینو لوی فشار اچولی دی

شنونکي وایي که نړیواله ټولنه د افغانستان د بشري وضعیت د ښه کېدو لپاره خپلې مرستې زیاتې نه کړي، نو ښايي د راستنېدونکو کډوالو ستونزې نورې هم پراخې شي او د هېواد کمزوری اقتصادي وضعیت به لا پسې خراب شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto