news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

رانا ثناالله: ايران بايد پر اسلامي هېوادونو بريدونه ونه کړي؛ افغانستان د نيولو اراده نه لرو

رانا ثناالله: ايران بايد پر اسلامي هېوادونو بريدونه ونه کړي؛ افغانستان د نيولو اراده نه لرو

رانا ثناالله: ايران بايد پر اسلامي هېوادونو بريدونه ونه کړي؛ افغانستان د نيولو اراده نه لرو

(دوشنبه،۲۵حوت۱۴۰۴)

د پاکستان د صدراعظم سلاکار رانا ثناالله ويلي چې ایران بايد هېڅکله هم پر اسلامي هېوادونو بريدونه ونه کړي او د سيمې د کړکېچونو د زياتېدو پر ځای دې د خبرو او همکارۍ لاره خپله کړي

نوموړي په خپلو وروستيو څرګندونو کې د منځني ختيځ د روانو تاوتريخوالو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي چې د اسلامي هېوادونو تر منځ جګړې او شخړې د ټولې سيمې لپاره زيانمنې دي

رانا ثناالله د افغانستان په اړه د وروستيو پوځي پېښو په تړاو هم څرګندونې کړې دي. هغه ويلي چې پاکستان د افغانستان د نيولو يا اشغال هېڅ اراده نه لري، خو د ده په وينا اسلام‌اباد غواړي چې د افغانستان اوسني واکمن خپلې تګلارې اصلاح کړي

د هغه په خبره، پاکستان هڅه کوي چې د سرحدي امنيت د ټينګښت او د احتمالي ګواښونو د مخنيوي لپاره ګامونه پورته کړي

نوموړي زياته کړه چې د افغانستان او پاکستان تر منځ امنيتي همکاري د دواړو هېوادونو د ثبات لپاره مهمه ده

دغه څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې په وروستيو ورځو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سرحدي تاوتريخوالي راپورونه خپاره شوي دي. يو شمېر شنونکي باور لري چې دا ډول څرګندونې ښايي د دواړو هېوادونو تر منځ د سياسي فشارونو او روانو اختلافاتو يوه برخه وي

تر اوسه د اسلامي امارت طالبان چارواکو د رانا ثناالله د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو کارپوهان وايي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د کړکېچ د کمېدو لپاره د خبرو اترو دوام اړين دی

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto