رضا پهلوي: د اخوندي رژيم له سقوط وروسته د ايران د واک سمبالولو ته چمتو يم
(دوشنبه،۲۵حوت۱۴۰۴)
د رضا پهلوي، د ايران د پخوانۍ شاهي کورنۍ غړي، يو ځل بيا ويلي چې که په ایران کې اوسنی مذهبي نظام نسکور شي، دی چمتو دی چې د هېواد د واک او سياسي لېږد چارې پر غاړه واخلي
رضا پهلوي په خپلو وروستيو څرګندونو کې ويلي چې د ايران خلک له کلونو راهيسې له سياسي او اقتصادي ستونزو سره مخ دي او هېواد يو نوي سياسي نظام او بدلون ته اړتيا لري. د هغه په وينا، که اوسنی حاکم نظام پای ته ورسېږي، دی چمتو دی چې د يو لنډمهالي ملي حکومت د جوړېدو لپاره کار وکړي
هغه زياته کړې چې د ده موخه د قدرت شخصي ترلاسه کول نه دي، بلکې غواړي د ايران د خلکو لپاره د يو ازاد، ديموکراتيک او باثباته سياسي نظام د رامنځته کېدو لپاره لاره هواره کړي
رضا پهلوي همداراز ټينګار کړی چې د ايران راتلونکی بايد د خلکو د ارادې پر بنسټ وټاکل شي او هر ډول سياسي بدلون بايد د يوې ملي ټولپوښتنې يا ازادو ټاکنو له لارې رامنځته شي
شنونکي وايي چې د ايران د پخوانۍ شاهي کورنۍ دغه غړی له کلونو راهيسې د حکومت د مخالفو ډلو له مهمو سياسي څېرو څخه بلل کېږي او تل يې د اوسني نظام پر وړاندې د بدلون غوښتنه کړې ده
په همدې حال کې د ایران اوسني چارواکو د هغه د څرګندونو په اړه تر اوسه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو د سياسي چارو کارپوهان باور لري چې د ايران د سياسي راتلونکې په اړه بحثونه د سيمې د وروستيو کړکېچونو له امله يو ځل بيا تود شوي دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?