نیویارک: د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د طالبانو د واکمنۍ د پنځم کال پایلې وارزوي
بریانیوز/سه شنبه ( ۱۳ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
په ملګرو ملتونو کې د ډنمارک دایمي استازې او د اګست میاشتې لپاره د امنیت شورا دوراني مشرې کریسټینا مارکوس لاسن ویلي، د امنیت شورا به د طالبانو واک ته د بېرته رسېدو د پنځمې کلیزې پر مهال د دغه بهیر اغېزې او پایلې وڅېړي
مارکوس لاسن ویلي، د امنیت شورا مشري به د افغانستان د اوسني وضعیت، له ۲۰۲۱ کال وروسته د رامنځته شویو بدلونونو او د نړیوالې ټولنې د اندېښنو په اړه ارزونه ترسره کړي
هغې د افغانستان د وضعیت په تړاو د امنیت شورا د دوامدارې څارنې پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د هېواد سیاسي، بشري او امنیتي وضعیت به د شورا د بحثونو یوه برخه وي
د طالبانو حکومت تر اوسه د دې څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې ویلي چې د افغانستان اوسنی وضعیت باید د هېواد د حاکمیت او داخلي چارو له زاویې وکتل شي
طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، خو تر اوسه هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1739
-
اخبار افغانستان
894
-
مقاله
624
-
سیاست
241
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl