news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

نورستان : سېلابونو درانه زیانونه اړولي؛ ۸۷ کورونه ویجاړ او درې ماشومان ورک دي

نورستان :  سېلابونو درانه زیانونه اړولي؛ ۸۷ کورونه ویجاړ او درې ماشومان ورک دي

نورستان :  سېلابونو درانه زیانونه اړولي؛ ۸۷ کورونه ویجاړ او درې ماشومان ورک دي

 بریانیوز/سه شنبه  ( ۱۳ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

 د نورستان سیمه‌ییز چارواکي وایي، د سختو بارانونو له امله د برگ‌مټال ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې راوتلو سېلابونو پراخ زیانونه اړولي دي

د نورستان د والي ویاند فریدون صمیم ویلي، دغو سېلابونو ۸۷ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ کړي او درې ماشومان هم ورک شوي دي

د نوموړي په وینا، سېلابونه د دوشنبې ورځې له غرمې وروسته د برگ‌مټال ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې راوتلي، چې له امله یې د خلکو کورونه، مالونه او کرنیزې ځمکې زیانمنې شوې دي

هغه زیاته کړې چې د سېلابونو له امله یو شمېر څاروي هم له منځه تللي او ګڼې کورنۍ له ستونزو سره مخ شوې دي

سیمه‌ ییز چارواکي وایي، د ورکو شویو ماشومانو د موندلو هڅې روانې دي او د زیانمنو شویو کورنیو د وضعیت د ارزونې لپاره هم اقدامات پیل شوي دي

نورستان یوه غرنیزه سیمه ده چې د سختو بارانونو او طبیعي پېښو پر مهال یې یو شمېر سیمې د سېلابونو له خطر سره مخ کېږي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto