بښنې نړیوال سازمان: پاکستان دې عمران خان ته د کورنۍ، وکیلانو او روغتیايي خدمتونو د لاسرسي حق ورکړي
بښنې نړیوال سازمان: پاکستان دې عمران خان ته د کورنۍ، وکیلانو او روغتیايي خدمتونو د لاسرسي حق ورکړي
بریانیوز/چهارشنبه ( ۱۴ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
اسلاماباد – د بښنې نړیوال سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي چې پخواني لومړي وزیر عمران خان او د هغه مېرمنې بشرا بيبي ته د کورنۍ له غړو او وکیلانو سره د لیدنې او مناسبو روغتیايي خدمتونو د ترلاسه کولو حق ورکړي
دغه سازمان د عمران خان د بند د درېیم کال د پوره کېدو په مناسبت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، نوموړی په تېرو درېیو کلونو کې له عادلانه محاکمې، مناسبې روغتیايي پاملرنې او د کورنۍ له لیدنې بېبرخې ساتل شوی او د اوږدې مودې لپاره په انفرادي بند کې ساتل شوی دی
بښنې نړیوال سازمان همدارنګه له پاکستاني حکومت غوښتي چې د عمران خان د پلویانو د سولهییزو اعتراضونو حق خوندي کړي او د اعتراض کوونکو پر وړاندې له زورزیاتي، خپلسرو نیونو او نورو محدودوونکو اقداماتو ډډه وکړي
تر اوسه د پاکستان حکومت د بښنې نړیوال سازمان د دغو غوښتنو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو چارواکو تر دې وړاندې د عمران خان پر وړاندې روانې قضیې قانوني بللې او ټینګار یې کړی چې عدلي بهیر د قانون له مخې پر مخ روان دی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1742
-
اخبار افغانستان
895
-
مقاله
626
-
سیاست
243
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl